Friday, December 4, 2020
Home د ماشوم پالنه د انترنیټ د کارولو لپاره د بریتانیا قوانین

د انترنیټ د کارولو لپاره د بریتانیا قوانین

تاند- بریتانیا هڅه کوي چې له انترنیټ او الیکترونیکي وسایلو څخه د ماشومانو لپاره ټاکل شوي معیارونه عملي شي.

په بریتانیا کې له موبایل څخه د ماشوم د استفادې عمر ۱۰ کاله او ۳ میاشتې اعلان شوی. خو په هغې څېړنې کې چې د ۲۰۱۸ په دسمبر کې پر انترنیټ د بریتانیا د څارنې ادارې (IWF) وکړه، وښودل شوه چې نژدې ۴۰ سلنه تر ۱۳ کلونو کشر ماشومان سپک یا مستهجن پیغامونه ویني.

له بلې خوا د آیرلنډ سایبرسېف (Silber Save) ټولنې په خپله څېړنه کې، چې د ۸ او ۱۳ کلونو ترمنځ له ۴ زره ماشومانو څخه د پوښتنو پر اساس یې کړې، ویلي چې په سلو کې ۴۳ ماشومان د انترنیټ له لارې له پردیو او نابلدو خلکو سره خبرې کوي. همداراز په سلو کې ۳۶ ۸ کلن هلکان او په سلو کې ۴۳ لس کلنې نجونې هغه آنلاین لوبې یا ګېمونه کوي چې تر ۱۸ کلونو د لویانو لپاره دي.

د بریتانیا حکومت هڅه کوي چې د قوانینو په تصویبولو په انلاین دنیا کې ماشومان خوندي کړي.

د بریتانیا د معلوماتو د خوندیتوب ادارې د ۲۰۲۰ په جنورۍ کې د ماشومانو د انترنیټي خدماتو لپاره یو لړ ستندردونه وټاکل چې ماشومان په انترنیټ کې د سپکو او ځیږو یا خشنو صحنو له لیدلو راګرځوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ژبې دوې متضادې غوښتنې/ اسدالله غضنفر

رحمان بابا فرمایي: چې د ټوک په طلب ګرځې خدای دې هېر دی فقیران دا هسې چیرې وي فقیره نن سبا د (دا هسې) په ځای (داسې)...

په او (پر) ليــکوال. نور الله زهــير

 يــو سربـلونـه دي بل او ستربلونه دي. سربلونه او ستربلونه هغـه نه ګردانېدونکي نــاخپلواک مقــيد مورفيمونه دي چي په خپلواکه توګه معنا نه ورکوي...

د ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګيزه او جوليزه څېړنه

ليکوال: پوهيالی عبدالعظيم صديقمل دا د هغه اثر نوم دی چې پوهنیار سیداصغر هاشمي د تېزس په موخه لیکلی او دکابل پوهنتون ادبیاتو پوهنځي ورته...

د مُلا پیښه (عزیز نسین) ژباړن: فرهاد ویاړ

شاوخوا شپیته کاله مخکې یو مُلا یو کلي ته لاړ. د کلي د زاړه جومات په لیدو پوه شو چې خلک یې مسلمانان دي....

ګوترش:د کورونا اقتصادي‌ او ټولنیز زیانونه په زیاتېدو دي

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وايي، په نړۍ کې له کورونا وبا څخه رامنځته شوي زیانونه به کلونه او...

واما اداره:د سولې خبرو لپاره کوربه هېواد باید بې طرفه وي

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) واما د تحقیق او نتایجو ادارې په یوه څېړنه کې ویلي چې د مذاکراتو لپاره کوربه هېواد باید بې طرفه...