شنبه, جنوري 16, 2021
Home خبرونه د امریکا لوی درستیز، نه افغان حکومت طالبان ماتولی شي او نه...

د امریکا لوی درستیز، نه افغان حکومت طالبان ماتولی شي او نه طالبان حکومت پرزولی شي

تاند(چهارشنبه، د قوس ۱۳) د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي په افغانستان کې ۲۵۰۰ ته د امریکايي پوځیانو د شمېر د راکمولو دفاع وکړه.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، جنرال میلي چې د امریکا د بروکینګز په مایکل او هنلان انستیتیوت (Brookings Institution’s Michael O’Hanlon) کې د چهارشنبې په ورځ خبرې کولې، وویل «موږ باور لرو چې اوس له دوو لسیزو پر له پسې هڅو وروسته یو څه بریالي شوي یوو.»

ده د راتلونکې جنورۍ تر ۱۵ نېټې پورې له ۲۵۰۰ سرتېرو پرته د نورو د ایستلو په باب د ولسمشر ټرمپ د پرېکړې ملاتړ وکړ.

حاضردمه په افغانستان کې ۴۵۰۰ امریکايي پوځیان مېشت دي.

د امریکا لوی درستیز تایید کړه چې په افغانستان کې د نژدې شلو کلونو په جګړه کې لسګونه زره افغانان او امریکایان وژل شوي او څه باندې یو تریلیون ډالره لګول شوي چې په نتیجه کې یې امریکا یوازې تر یوه حده بریالۍ شوې ده.

جنرال میلي او نور امریکايي چارواکي وايي چې د ۲۰۰۱ د سپټمبر له یوولسمې وروسته امریکا د افغانستان له درکه له کومې تروریستي حملې سره مخامخ شوې نه ده.

ځینې امریکايي شناندي دا په خپله د امریکا او نور لوېدیځ لپاره یو بری بولي او وايي چې ښه ده چې تروریستان د امریکا او اروپا له خاورو لېرې بوخت وساتل شي.

د امریکا لوی درستیز وویل«موږ له ستراتیژیک پلوه په داسې ولاړ حالت کې یوو چې د افغانستان حکومت طالبان له پوځي لارې ماتولی نه شي او طالبان هم تر هغو چې موږ د افغانمستان ملاتړ کوو، هیڅکله حکومت ته ماتې ورکولی نه شي.»

د امریکا او طالبانو د قطر د موافقې په صورت کې په افغانستان کې د خبرو له لارې د جوړجاړي په صورت کې ټول امریکايي پوځیان د راتلونکې کال تر مې میاشتې وځي.

پرون د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د لومړي ځل لپاره یو پرمختګ وشو. دواړو خواوو په خپلو ابتدايي خبرو کې د رسمي خبرو لپاره پر کړنلارې موافقه وکړه. اصلي خبرې به له دې وروسته پیلېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب