شنبه, جنوري 23, 2021
Home خبرونه د افغان سېکانو ۱۳۸ کورنۍ نوي ډیلي ته رسېدلي

د افغان سېکانو ۱۳۸ کورنۍ نوي ډیلي ته رسېدلي

تاند ( یک شنبه، د سنبلې ۱۶) هندي رسنۍ وایي د افغان سېکانو لسګونه کورنۍ په نوي ډیلي کې ځای پر ځای شوې دي.

د هند رسنۍ زیاتوي، چې د دې هېواد چارواکو ویلي، وروسته له هغه، چې له افغانستان څخه د افغان سېکانو د وتلو بهیر پيل شو او هند دغه سېکانو ته د پناه ورکولو پرېکړه وکړه، تر دې دمه ۱۳۸ کورنۍ له کابل نوي ډهلي ته ورغلي دي.

په ورته مهال هندي چارواکو هم ویلي، چې له افغانستان نه راغلې سېک کورنیو ته یې د ژوند امکانات برابر کړي دي او د نوي ډهلي په یوه امنه سیمه کې ژوند کوي.

دوی وايي  چمتو دي، چې په افغانستان کې د دغه لږه کیو په خوندیتوب کې نورګامونه هم پورته کړي.

هند وروسته له هغه افغان سېکانو ته د پناه ورکولو پرېکړه وکړه، چې پر دغه لږه کیو په کابل او ننګرهارکې خونړي بریدونه وشول.

دلته مېشت سېکان اوس هم له ګڼو ستونزو یادونه کوي.

دوی وایي که څه هم افغان خاوره پرېښودل ورته ستونزمن کار دی خو په خبره يې حکومت یې غم نه کوي او دوی اړ دي څو هند ته لاړ شي.

2 COMMENTS

  1. پخیر لاړ شی
    د ۴۰ کالو چخه افغانستا دجناور سره ګرو دی

    که خدای کوله او بیا انسانان حاکم شول
    راشی خپلی ټاټوبی ته

  2. افسوس افسوس
    افغان هندوان په افغانستان کي له کړيو را هيسي اوسيږي دقانون مراعات کوي غلا نه کوي قتل نه کوي نفقه خپل اولاد ته په خپله پيدا کوي درويزه نه کوي شيطانت د افغانانو په منځ کي نه کوي غلا نه کوي ورسپارل شوي دنده په اخلاص پاي ته رسوي افغانستان خپل وطن بولي او د هر افغان په شان په افغان وطن سر ورکوي او ورکړي. داسي پاک اخلاق او با مسوليته انسانان لکه افغان هندو خو په نورو افغانانو کي ليګ ليدل کيږي.
    دشرم ځای خو لا دادی چه په ګوتو شميرلي افغان هندوان موږ مجبور کړل چه خپل پلارنی وطن افغانستان پريږدي او پردي وطن هندوستان ته ځي، له بلي خواهندوان بيا موږ ته په ټنو ټنو غنم را ليږي.
    افغانانو په کومه سرګو به هندوانو ته ګورو.
    که طالب ده که مجاهد(؟) ده که حاکم ده ټول د هندوانو ډوډی خوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب