Wednesday, November 25, 2020
Home ادب د استادانه نثر ښکلا | لیکنه او څېړنه: رحمت الله حکیمي

د استادانه نثر ښکلا | لیکنه او څېړنه: رحمت الله حکیمي

شکلي جوړښتونه  ادبي پېرایې ته زیان نشي رسولای. ادبي پېرایه د ځانګړي کیف  په لرلو سره په هر قالب کې معتبره وي. په نثر کې ادبیت په شعر کې شعریت  پیداکوي. که نثر له ذوقي، قلبي او ښکلاییزو تمایلاتو سره برابرې خبرې ولري طبعاً په هنري نثر اوړي  او ژور ښکلاییز رجحانات  ورسره مله وي او لوستونکي  ځانګړی کیف ترې اخلي. د ګل پاچا الفت  منثور کلام  همدا ښېګڼې لري. زه  چې د الفت نثري کلیات لولم  روح، ضمیر او زړه به مې ورسره د خوښۍ احساس کاوه . له معنوي ښېګڼو سربېره یې شکلي سکښت عجیب کیف لري. ما ته د نوموړي نثر په بشپړه توګه استادانه او له ګڼو ښکلاوو څخه مالامال ښکاري.
کله چې په معاصر ادب کې د خواږه او ښکلي نثر خبره کوو د ګل پاچاالفت نوم مو خولې ته راځي. د الفاظو سکښت او هغې ته د ښکلاییز روح ورپوه کولو کمال دده په نثر کې له ورایه ښکاري  ومې غوښتل چې د همدې کیف مزه په لوستونکو وڅکم.
ګل پاچاالفت ښکلې منظومه او منثوره ژبه  لرله. ده د ادب مزاج پېژندلی و. همدا علت دی چې هره وینا یې د لوستونکي ښکلاییز رجحانات په ولولو راولي. د فرانسیس بیکن د کټګورۍ له مخې په هغو لیکوالو کې راځي چې د مچیو په شان له ګلانو شیره راټولوي او په شاتو یې بدلوي. د ( پردې خبرې ) تر سرلیک لاندې په یوه کرښه کې لیکي: (( ما اوښان نه دي بار کړي زما قافله د مچیو ده چې د ګلونو له پاڼو نه په هوا یو څه راوړي او عسل جوړوي. له دې قافلې سره مې د سبا د وږمو خوشبویي بار کړې ده، چې څوک یې په سترګو نه ویني، مګر حساس دماغونه یې احساس کولای شي. )) ( ۱: ۱۵۳ )
د الفت له خبرو ښکاري چې دی په یوه باریکه، حساسه او خوږه لاره مزل کوي. ددې د سفر په کیف هغه څوک ښه پوهیږي دروني دنیا یې ودانه وي. د اوښانو بار شوی کاروان له لرې ښکاري؛ خو د الفت د مچیو هغه شیره په اسانه نه لیدل کیږي چې له ګلانو راټوله او عسل ترې جوړيږي. پوره ځېرتیا غواړي، دا مچۍ هغه مچۍ نه دي چې خلک چیچي او د خلکو سترګې پټوي. ددې مچیو کار بار له ګلانو او خوشبويۍ سره دی. کار یې ښکلی ثمره یې خوږه ده. الله رب العزت یې ستاینه کړې. له دې ښکاري چې د ادب په عرصه کې د الفت کردار د شاتو مچیو ته ورته دی. هره وینا یې خوند او پند لري. الفت په ټوله معنا ادب د قلبي تمایلاتو مولد ګڼي او د قلبي تمایلاتو کار له ښکلا او هنر سره دی؛ نو د الفت کلام ځانګړی ښکلاییز کیف لري.
ښکلا په ټوله کې د روحي خوښۍ او سکون موثره وسیله ده. په طبیعي ډول په  طبیعت کې موجوده ده. په ادبیاتوکې بیا د همدې طبیعي ښکلا  دویم تمثیل وینو چې په تجربه او عمل کې پټ دی. دا چې ادبیات د هنر ستره څانګه ده او هنر د ښکلا د ظهور بهترین میدان دی؛ نو په قطعي ډول ویلای شو چې ادبیات د ښکلا سره تړلې مسله ده. جاج پښتونزی لیکي: ((یوه هنري پارچه هغه ده، چې ښکلې وي او ښکلا هغه ده چې ستومانه او خواشینی بشري روح تازه کوي.))     ( ۴ : ۱۱۵ )
 د هنري نثر سره د لیکونکي قلبي تمایلات په بشپړ ډول مله وي. په  همدې علت د لیکوال او لوستونکي ښه اېسي. اریک نیوټن ډېره خوندوره خبره کړې: (( پس درست است اگر بگویم که هر اثر هنری به مثابه کودک است که هنرمند مادرش، و محیط زندگی هنرمندپدرش باشد. در این تشبه، ما مصروف کنندگان و لذت برندگان از هنر ، مقام عموها و عمه های هر اثر هنری را می یابیم …..  هرمندانی که آن اثار را بوجود آورده اند برادران و خواهران ما هستند. ))     (۹: ۸۵ )
د  ګل پاچا الفت  د نثر په مزایاوو به ګڼو لیکوالو خبرې کړي وي یا نه. زه یې  هم په اړه خپل تاثرات درسره شریکوم . په محتوايي اړخ یې ډېرې خبرې نه لرم یوازې یې د نثر په ښکلاییز او هنري کیف بحث کوم. هغه څه چې ماته دده په نثر کې ډېر بارز ښکاره شول عبارت دي له: هنري منطق، د ناڅاپیتوب ښکلا، ایهامي کیف، عاطفي کیف، موسیقي، پراډوکسي کیف او تشبیهي کیف لومړۍ غواړو د الفت په هنري منطق بحث وکړو.
  هنري منطق :
کله چې د منطق نوم اورو ورسره سم مو ذهن د استدلال غوښتنه کوي. له دې معلومیږي چې منطق هغه غږ دی، چې په علمي او عقلي استدلال ولاړ وي. منطق  عربي نوم دی، چې فرهنګ جامع معین یې په اړه لیکي:(( استدلال عاقلانه ویا علمی که با به کار بستن اصول و قواعد آن می توان از فکر غلط یا استدلال نادرست پرهیز کرد. ))  عقل د استدلال ستره پایه ده، چې علم ورته نوازش ورکوي. که یو کس لوړ ته ټیټ وايي، موږ دا نه ورسره منو، ځکه لوړ لوړ وي او ټیټ ټیټ . دا خبره په علمي او عقلي استدلال ناسمه  ده ، نو داسې کس ته په عامیانه لهجه کې موږ بې منطقه وایو.  مجرد منطق یو پوخ علمي او عقلي استدلال غواړي، چې د نړۍ سترو فلاسفه وو د خپل بحث مبدا ګرځولې.
له هنر سره چې کوم منطق غاړه غړی کیږي، هغه هنري منطق دی ځکه له هنره استدلال غوښتل بې انصافي ده. هنر بایدپه هنري منطق ولاړ وي ځکه مجرد منطق په عقل او هنري منطق په زړه او عواطفو پورې تړلی دی. په دې ځای کې احساسات، عواطف او قلبي تمایلات د استدلال ملا ورماتوي، هنري منطق د انسان له دروني دنیا( احساس، عاطفې او تخیل ) پر مټ خپله فیصله کوي . وړاندې مو وویل چې که څوک لوړ ته ټیټ ووایي. دا خبره منطقي ضعف لري استدلال او منطق ته په پام داسې خبره څوک نشي کولای؛ خو الفت د هنري منطق په اساس لوړ ته ټیټ ویلای شي، د جګ برجونو تر سرلیک لاندې لیکي: (( د کلا برجونه او دېوالونه ډېر جګ وو، د کلا شاوخوا خندق ډېر ژور و. له دغه جګوالي سره دغه ټیټ والی تړلی و او د لوړتیا راز په همدغه کنده کې پروت و. تر څو چې یو ځای ډېر ژور نشي د چا برجونه نه جګیږي. د یوه لوړېدل او د بل ټېټیدل یو له بله تړلي دي.))         ( ۱ : ۹۲ )
د الفت صاحب د پورتنیو جملو هدف دادی چې وړو او ټیټو ته باید په درنه سترګه وکتل شي، ځکه همدا واړه دي چې لوی شوي دي، همدا ټیټ ځایونه دي، چې لوړ ځایونه پرې جوړ شوي. الفت د لوستونکي فکر یوه اوږده مزل ته رابولي، دې ته یې متوجه کوي چې په  ټیټوالي کې لوړوالی نغښتی نو د هنري منطق یوه ځانګړنه همدا ده چې د لوستونکي ذهن په تجسس او پلټنه بوختوي تر څو یې زړه ورسره ومني چې دا خبره سمه ده.
مجرد منطق په مستقیمه او علمي تجربه ولاړ دی خو هنري منطق په غېر مستقیمه او اغېزمنه لار لوستونکي ته قنا عت ورکوي. دواړه  د حقیقت په لټه کې وي. یو د پنځو بېرونیو حواسو په پایله کې تر لاسه کیږي. بل د دروني حواسو په ملتیا او یوه اوږده تخیلي مزل تر لاسه کیږي.
بل ځای د ( لوی او وړوکي ) تر سرلیک لاندې یوه ټوټه کې لیکي: (( په شفتالو کې زړی دی ، په زړي کې د شفتالو ونه ولاړه ده . د غنمو په وږي کې دانې شته په دانو کې همداسې وږي شته ، په جرګه کې هګۍ ده په هګۍ کې جرګه ……….. نو راشه! هېڅ شی وړوکی او کوچنی مه ګڼه . دلته غټ او کوچنی  لوی او وړوکی نشته. ټول برابر دي. یوازې خدای لوی دی او بس . د نن ورځې دیموکراسي له همدغسې ژورې کتنې څخه پیداشوه او د ډېر دقت نتیجه ده.  ))  ( ۱: ۵۱  )
په پورته جملو کې لومړۍ خواوې په یوه عقلي او علمي منطق برابرې دي، ځکه  همدا زموږ عقلي فیصله ده چې وایو په شفتالو کې زړی دی. که څوک یې نه مني په عیني او تجربي ډول یې ورته ثبوتولای شو؛ خو دویمې خواوې چې په زړي کې یې د شفتالو ونه درولې، په دانو کې یې وږي پټ کړي او په هګۍ کې یې جرګه پیداکړې . دا ټولې د خیال او فکر په هماهنګۍ جوړې شوې جملې دي. یو کس په خپل تخیلي سفر کې دې ځای ته رسیدلای شي چې ووایې په هګۍ کې جرګه ده، ځکه که هګۍ نه وي جرګه به له کومه کېده. دا پرېکړه  د ذهن  د یوه اوږده تخیلي مزل پایله ده. د الفت صاحب دا هنري منطق د دې هدف لپاره چې وړوو  ته باید په ټیټه او کمه سترګه ونه کتل شي څومره خوږ جوړ کړی، چې هم خوند لري هم پند. نو هنري لیکنې باید هم یو منطق لري، چې ډېری کسان یې نشي محسوسولای ځکه په ظاهري ډول یې بېروني حواس په دې چاره کې عاجز پاتې کیږي او هغه د عواطفو، احساساتو او قلبي تمایلاتو چیغې نه اوري.
  د ( نوي کال ) تر سرلیک لاندې لیکي: ((….  موږ باید په دې پوه شو، چې نوی کال له موږ نه څه غواړي او په خپله څه کوي؟  نوی کال سمدلاسه د ورځو په اوږدولو او د شپو په لنډولو پیل کوي. یانې د خوبونو وخت کموي او د بیدارۍ وخت د کار او فعالیت لپاره زیاتوي. د تیارې او تورتم عمر لنډوي او د رڼا عمر اوږدوي… ))   ( ۱ : ۱۰۷ ــ ۱۰۸ )
په لوړو جملو کې د زیار، کار او فعالیت کولو درس پروت دی. که دا خبره په عملي منطق وتلو چې ووایو بیدار شه! ویښ شه! کار وکړه! ځکه ښه فرصت په لاس کې لرې. ممکن په لوستونکي دومره اغېز ونه کړي  او ووايي چې زما لپاره تل فرصت شه. ما خو لټي نه ده کړې. دلته د فرصت لرلو لپاره موقنع دلیل نه لرو. که  همدا فرصت لرل، فعالیت کول  د لیکوال غوندې په طبیعت کې ورته تمثیل کړو په لوستونکي اغېزه کوي او راسره مني. د پسرلي  له اوږدو ورځو به دا درس اخلو چې باید خوبونه کم او کارونه ډېر کړو. همدا هنري منطق دی چې موږ ته یې د زیار او هڅې فرصتونه راوښودل او  د زړه له تله مو دا خبره  له  لیکوال سره ومنه.
د ( حسابي خبرو ) تر سرلیک لاندې لیکي:(( استاد وویل تاسې باید هر وخت له ځان سره حساب وکړئ او حسابي خلک و اوسئ! دده یو حسابي درس دا و: که یو عدد له بل سره داسې یو ځای کړو چې یو پاس او بل لاندې وي لکه ۲ او ۲ ترینه ۴ جوړیږي او د دواړو وجود هم په خپل حال  نه پاتې کیږي.که دواړه څنګ په څنګ یو ځای کړو لکه ۲۲ نو دوه ویشت ورنه جوړیږي او دوه شل کېږي. د دواړو عددونو شکلونه او صورتونه هم پخپل حال پاتې کیږي، ځکه چې دلته د ملګرتیا او وروولۍ راز پټ دی او په هغه بل صورت تفوق، تسلط او محوه کېدل معلومیږي. ))
  (  ۱ : ۱۶۰  )
د نثر پورته برخه کې وینو چې  برتري او یو په بل باندې د ځان لوړ ګڼل غندل شوي. خلک اتفاق، برابرۍ، همغږۍ او اتفاق ته رابلل شوي. یعنې هدف دادی که موږ همغږي شو، اتفاق ولرو  او یو په بل تفوق ونه لرو؛ نو دواړه به یې شل کړو که داسې ونه شي هم به مو شل کړې نه وي او هم به مو لومړۍ موقف نه وي ساتلی. اوس نه که چاته ووایې چې یو بل وزغمئ، یو په بل برترۍ مه کوئ، همغږي شئ ! تر څو ځان او ټولنې ته په ښمر ورشئ. دا چې انسان ډېره نژدې او د حواسو په وړاندې ګټه ویني. تل خپل پښو ته ګوري؛ نو دا خبرې به دومره اغېز پرې ونه کړي تر څو چې قناعت ورنه کړي. د قناعت ورکولو لپاره پکار ده چې داسې بېلګه ورته راوړې چې مخاطب یې درسره ومني. الفت مخاطب ته د هنري منطق په اساس قناعت ورکوي. په اغېزمنه او باریکه لار یې حقیقت ته رسوي چې دا چاره په بشري علومو کې بې له هنري منطقه ناشونې ده.
 د ارواښاد ګل پاچا الفت ډېری لیکنې دا ځانګړنه لري.ما یې یو څو بېلګې دلته راوړې.کوم تاثیر او اغېز چې د زړه په خبره او دروني تمایلاتو کې پټ دی. هغه په دماغي پرېکړو کې نه لېدل کیږي. په ټوله کې د الفت لیکنې په هنري منطق برابرې دي، په لوستونکو خوږې لګي او موږ یې د نثر ځواکمنه ښکلا ګنلای شو.
   د ناڅاپيتوب ښکلا : 
دا ښکلا په ناڅاپیتوب ، غیر عادي والي  او فوري تاثر کې پټه ده.څومره چې یو څه موږ ته نا اشنا ښکاره شي هغومره مو  په حواسو ژور اغیز کوي، ځکه زموږ مزاج او فطرت له عادي پېښو او عادتوسره جوړ دی او  ناببره خبره ورته حیرانونکې ښکاري. همدا علت دی چې دداسې کلام په وړاندې موږ ډېر ژر احساساتي کیږي. څومره چې په زموږ په فزیکې څېرې او حواسو ژر اغېزه کوي هغومره لیکنې ته جذابیت ورکوي ، د تلوسې ګراف یې لوړ بیایي او هنري اثارو ته جاویدانه روح ورکوي. وړاندې تر دې چې لیکوال مقدماتي خبرې او توضیحات ورکړي. مستقیماً په غیرعادي والي سره په  موضوع اټیک کوي .
استاد غضنفر لیکي: (( د ناڅاپي توب ښکلا زموږ په دودیز ادب پېژندنه کې نه ده معرفي شوې، حال دا چې ښه اغېزناکه وسیله ده ځکه هغه څه چې توقع یې لرو دومره ټکان نه راکوي لکه هغه څه چې توقع یې نه لرو. ))  (۸: ۲۵۲ )
 که یو څوک وايي: رشوت خور قاضي دې ورک شي حق نه وايي. دا یوه عادي جمله ده، چې یو عام وګړی د قاضي له  ناروا چلندڅخه  سر ټکوي. د دې لپاره چې دا خبره نوره هم ښکلې شي او دخلکو په زړونو ژور اغېز پرېباسي نو استاد الفت  بیاد (اصلي غل) تر سرلیک لاندې پورتنی مفهوم په  داسې ژبه بیانوي، چې په هره جمله کې یې غېر عادي والی لیدل  کیږي. ما چې د استاد دا نثري ټوټه ولیده، ډېر ژر مې ولوسته، ځکه په کلام کې یې ناڅاپیتوب او غېر عادي والی ښکارېدو او هغه پورته عامیانه خبره یې راته داسې هنري کړې وه: ((په رڼا ورځ یې د ډېرو خلکو په مخ کې ډېر څه له موږ نه پټ کړل، ستا خوښه چې غل ورته وایې که نه ! زه خو یې غل بولم. هو! غل دی ، خو د پولیسانو په نظر کې نه . ددې غله لاس قاضي او مفتي نه پرېکوي. هېڅوک دا غل نه نیسي او نه یې بندي کوي، ددې غله په ږېره خلی نشته ، ده ډېر څه له موږ نه پټ کړي دي او ډېر زیان یې را اړولی دی ، ده له موږ نه سره و سپین نه دي پټ کړي . دی ډېر لوی غل دی . د ده غلا ډېره لویه او ستره ده ، دی مال نه پټوي او ډېر مهم څه پټوي! دی موږ نه خپل ځان او خپل بد بد کارونه پټوي، دی خپل حقیقت او ماهیت پټوي، ځان او حقیقت پټول ډېره لویه او ستره غلا ده، دا غلا د یوه ملت او مملکت کورونه ورانوي او ملکونه بربادوي ، دا غل سترګې پټوې، په سترګو ننوځي، له سترګو او سترګورو سره دښمني لري، هو ! دا غل له سترګو نه رانجه نه پټوي، سترګې یې پټې دي، له موږ نه ډېر لوی حقیقت پټوي او دحقیقت غل دی. ده ته باید حقیقي غل ووایو.))
 ( ۱: ۶۸۳)
که پورته نثري ټوټې ته پام وکړئ ټول هنریت او ښکلا  ناڅاپیتوب  ورکړې . د غله  لپاره دغلا کولو راحت وخت شپه وي. د استاد په لیکنه کې وینئ چې وایي ده په رڼا ورځ له موږ نه ډېر څه پټ کړل . بله دا پوښتنه چې دې غله ته ولې هیڅوک سزا نه ورکوي د پولیسانو زور پرې نه رسي. بل ځای وایي چې ده له موږ نه سره او سپین نه دي پټ کړي. په عام ډول خو غل همداسې څوک وي چې له  خلکو مال پټوي؛ نو استاد الفت چې دا خبره کړې دا هم له عادت خلاف ده. په همداسې ډول یې جملې روانې کړي وروسته خبره واضح کیږي چې دی د حق پټونې غل ښيي او په همدې دلیل یې حقیقي غل ورته ویلی. دلته که فکر وکړود کلام ژبه له غېر عادي جملو څخه ډکه ده. چې علمي او عادي قضاوت نه ورسره کیږي. ټول زور یې په څنګه ویلو راوړی . چې همدې چارې یې د نثر ژبه هنري کړې.
دا ښکلاییزه چاره د لیکنې په سکښت او تخنیکي اړخونو پورې اړه لري چې  معمولاً د لیکنې  پیل پرې جوړیږي؛ خو د الفت په نثر کې دا ناڅاپیتوب د لیکنې په پیل ، منځ او پای کې لیدلای شو. ځیني ځای یې په داستاني ډول دا ناڅاپیتوب راپیل کړی، ځیني ځای په امري صیغو سره  د لوستونکي توجه  په فوري دول جلب کړې. د بېلګې په ډول د ( بې ګناه بندي ) تر سرلیک لاندې لیکي: (( پرېږدئ  دا بې ګناه بندي پرېږدئ، مه ورېږئ  دده په ازادولو کې هېڅ خوف او خطر نشته. فساد او شرارت له ده څخه نه پیداکیږي. د ده بندي کول لویه ګناه ده. دی هغه یوسف دی چې د بې ګناهۍ په سبب په زندان کې لوېدلی دی. که دی له زندانه راووځي، ستاسې آینده سنجولی شي او ستاسې د بلې ورځې غم خوړلی شي …….. پس له ډېره فکره باید ووایم : فکر دی فکر !  ))
 (  ۱: ۴  )
لوړ وینو چې لیکوال  د لوستونکي پام  را اړونې لپاره  په امري صیغو او ناڅاپي ډول  د لیکنې پیل کړی . بندي به له معمول سره سم هغه څوک وي چې د یوه جرم مرتکب شوی وي؛ نو دلته چې د بې ګنا بندي خبره شوې لوستونکی لا تجسس ته رابولي. وروسته معلومیږي چې الفت فکر له یوسف ( ع ) سره تشبیه کړی، لکه څنګه چې یوسف ( ع)  د کومې ګناه مرتکب نه و. هسې بې ځایه زندان ته اچول شوی ؤ؛ نو الفت هم وایي چې فکر مه بندي کوئ. ده کومه ګناه نه ده کړې. پرېږدئ چې ازاد وي او خپله راتلونکې وسنجوي. یعنې لیکوال له فکري انحصاره سرټکوي اوپه فکر ازادۍ ټینګار کوي. دلته مو وینو چې څومره مهمه موضوع په ناڅاپیتوب سره وړاندې شوې او د لیکنې سکښت  ورسره ځانګړې ښکلا پیداکړې.
بل ځای د (نوي فکر) سرلیک په داستاني ډول په څومره ناڅاپیوالي سره پیلوي: ((هر چېرته لاړم، هرچاته ورغلم، کښته پورته ډېر وګرځېدم، ښارونه مې ولټول، په هېڅ ځای کې یې له هېچا سره پته نه وه. هغه څه چې زه یې غواړم دلته نه پیداکیږي. چا چې غټه چوکۍ غوښتله پیدایې کړه، څوک چې په نوي موټر پسې ګرځیده هغه دی په کې ناست دی، هغه چې په پیسو پسې لالهانده وو بانکونه یې ډک کړل. یوازې زه خپلې ارزو ته ونه رسېدم. په رښتیا چې زه په ډېر نادر او نایاب څيز پسې ګرځم او زما حرص له ټولو نه زیات دی . هو! زه نوی فکر ، نوی خیال او نوی جهان غواړم . ( ۱: ۱۱۳ )
لوړ وینو چې لیکوال په خپلې ورکې پسې چې هغه نوی فکر دی څومره لالهانده دی او  په داستاني ډول خپلې خبرې څومره په غیر عادي انداز کې بیان کړي. په پیل کې د توضیحاتو مقدمه نه ږدي چې ووایي زه په نوي فکر پسې ګرځم. نوی فکر دا ګټې لري. د زوړ فکر اضرار دادي. وار له وراه د لوستونکو توجه راجلبوي. خپله ورکه ورته ارزښتمنه معرفي کوي. دده  ورکه  فزیکي شتون نه لري، رښتیا هم چې ده په داسې  نایاب او نادر څېز پسې هڅه کړې چې د هیچا سره نه موندل کیږي.  دې ډول خبرو یې نثر ته ناڅاپي ښکلا ورکړې. په پایله کې معلومیږي  چې لیکوال د خورا ارښتمن څېز پسې هڅه کوي چې هغه نوی فکر دی او د کلیشه شویو افکارو زنې  پرې ورتړي.
همدرانګه د ( څوک وایي؟ ) تر سرلیک لاندې متن له منځه یو څو جملې  را اخلو: (( څوک وایي چې د دروغجن مخ تور دی؟ ما خو ډېر دروغجن ولیدل، چې مخونه یې تک سپین دي. څوک وایي چې د غله په غره کې ځای نه شته ؟ رادې شي ودې ګوري، چې ښارونه او بازارونه ترې ډک دي.  څوک وايي چې د غله په ږېره خلی وي، ډېر غله شته چې بیخي ږېره نه لري. ))    ( ۱: ۲۸۰ )
په پورته جملو کې وینو چې الفت لوستونکي ژور فکر او ځیرتیا ته رابولي. د جملو لومړۍ برخې د ټولنیزو انګېرنو په اساس زموږ لپاره موثقې او عادي ګرځېدلي. که ژور فکر وشي دا بیا تل دقیقي نه خېژي. د الفت له ژور فکره کار واخلئ او د ټولنې مفسدین سم وپېژنئ . د جملو دویمو برخو  تصادف او ناڅاپیتوب رامنځته کړی، ځکه زموږ له عادي برداشتونو او انګېرنو څخه خلاف کړنه په کې تر سره شوې او حقیقت ته یې پرې رسولي یو.
د متلونو په اړه موږ وایو چې پخې او د کاڼې کرښي دي. ستر پند په کې پروت وي. مثلاً وایو( په یوه ګل نه پسرلی کیږي.) دې متل په  ښکلي جماعت ټینګارکړی هدف دا چې که یو کس هرڅومره وړتیا ولري. تر څو چې وړ کسان ډېر نه شي ټولنه ورسره  نه سرخ رویه کیږي . داسمه ده چې ډېری وخت دا متل صدق کوي؛ خو الفت صاحب له ژور فکره کار اخلي هر چیرې ددې متل صدق نه مني. دلته وینو چې الفت زموږ له مزاج او عادي ویناوو خلاف وینا کوي او د لوستونکي پام رااړوي. د ( څه وکړو ) تر عنوان لاندې په یوه جمله کې وایي:(( په دغسې یوه ګل باندې سل پسرلیه جوړیږي؛ مګر په څو پسرلیو کې موږ دغه شان څو ګلونه نه شو پیداکولای، ځکه چې نه یې شو پېژندلای. ))       (۱: ۲۸۰ )
الفت صاحب په دې اند دی چې په حقیقي ډول وړ، بادرده او  مفکر کس هر څه کولای شي. سل پسرلي رامنځته کولای شي. نو الفت په جسماني ډول په فرد دومره تکیه نه کوي لکه د هغه په تدبیر او فکر یې چې کوي.
د الفت ډېری نثرونه دا کمال لري، چې له تخنیکي اړخه د نثر د هنري کولو پیاوړې هڅه ده. لوستونکی وار له واره په خپلو احساساتو کې را ګډوي. هرې نقطې ته یې متوجه کوي. ژور فکر ته یې رابولي. ځکه له تصادفي پېښو سره زموږ احساسات ډېر ژر غبرګون ښي. دا ناڅاپیتوب او غیر عادي والی د اغېز او تاثر له اړخه  د نثر ځواکمنه ښکلا ده چې په طبیعي ډول نثر ته د لیکنې په یو لوی کمال ورکول کیږي او ګل پاچا الفت د نثر لیکنې په دې ادا کې مخکښ لیکوال دی چې موږ یې دلته یو څو بیلګې د نمونې په ډول راوړې.
ایهامي کیف: 
ایهام لغتاً په تردید او شک کې لویدل دي. اصطلاحاً که له یوې کلمې څخه لوستونکی یااوریدونکي دوه معناوې اومفهومونه واخلي لومړی یې ذهن نژدې معنیْ ته لاړ شي وروسته بېرته  دلیکوال اصلي (مقصدي) معنی ته ور وګرځي ایهام رامنځ ته کیږي. ددې  صنعت کارونه لیکنې ته ځانګړې ښکلا ورکوي چې ایهامي کیف یې ګڼو. یو خو دا چې لوستونکي ته دواړه معناوې ښکاره کیږي، بله دا چې په مقصدي معنی پسې ذهني ستړیا ایهامي کیف رامنځته کوي. داسې حالت  په سړي راځي لکه ورک منزل یې چې موندلی وي. استاد غضنفر لیکي: ((کله چې لیکوال یوه خبره وکړي خو دوه مقصده ورنه ولري نو موږ وایو چې په خبره کې ایهام دی ، په هغه کلمه کې چې ایهام وي، د کلمې به نژدې معنا پسې د دویمې او لاهنري معنا موندل د ناڅاپي کشف خوند لري، خیال او فکر ورسره تازه کیږي. ))      ( ۸ :۳۱۱ )
ایهام یو له  دې اړخه  ښکلا زېږوي چې یوه کلمه د دوه متفاوتو اړخونو دپاره استخدامیږي، بل داچې د مقصدي معنا کشف بېل خوند لري.  دوکتور شمیسا لیکي: (( می توان گفت که اساساً در ادبیات لغت به یک مدلول خاص دلالت ندارد بلکه به نحوی برهمه معانی خود دلالت می کند و ایهام هم یکی از مصادیق این مطلب است . ))  ( ۷ : ۳۰۷ )
دغه ښکلاییز کیف  دپښتو لیکوالو په ځانګړي ډول د الفت په نثر کې خورا زیات لیدل کیږي.  خپله یې هم په اړه وايي: ((د علم په دنیا کې په یو څه پوهېدل خوند لري او په شعر او ادب کې ابهام او ایهام مزه دار وي. دلته سِر او راز، پرده او حجاب کمال دی. هلته تشریح، تفصیل، تحلیل او تجزیې ته ضرورت دی . هغه جذبه چې د انسان په روح ډېر اثر لري د سِر جذبه ده. هېڅ ښکلیتوب بې پردې او بې حجابه نه دي. ))    ( ۱ : ۱۰۴ )
  له دې ښکاري چې الفت هم د تیوري د وړاندې کولو او هم یې د تطبیق کولو وړتیا لري. له پورته څرګندونو ښکاري چې ایهامي کیف یې پېژندلی. د هغه په مزه او ارزښت خبر دی.  وروسته یې په خپلو لیکنو کې دې ښکلا ته ځای ورکړی. دلته د دده په نثر کې د ایهامي کیف مزه څکوو.
د ( سبا ) تر سرلیک لاندې لیکي: ((د هر چا کار او زیار د سبا ورځې د ښه والي لپاره دی او د نن ورځې د عمل نتیجه د سبا ورځې په لمن کې لټوي ………  د سبا ورځې غم خوړل ، د سبا لپاره فکر کول، د سبا ورځې ضرورت او احتیاج په نظر کې نیول د ډېرو پوهانو او د ډېرو لویانو کار دی.  )) ( ۱ : ۱۲۴ ــ  ۱۲۵  )
  پورته جملو کې د( سبا ) له کلمې څخه دوه معناوې اخیستل کیږي . یوه راتلونکې ورځ یا سبا  او بل  قیامت، چې دلته یاده کلمه د دواړو دپاره ښه صدق کوي؛ خو د قیامت  تر معنا پورې تګ ایهامي کیف رامنځته کړی، د قیامت د معنا کشفول بېل خوند رامنځته کړی، چې معنی ورسره تازه او ښکلې شوې.
بل ځای د ( عقیدې ) تر سرلیک لاندې لیکي : (( دی ړوندو، کتاب یې نه لیده اوپه کتاب نه پوهیده؛ مګر ډېر ټینګ یې په غېږ کې نیولی ؤ. )) ( ۱ : ۱۲۰ )
  دلته هم وینو چې د ( ړوند ) په لفظ کې ایهام موجود دی، چې هم د نابینا او هم د ناپوه او جاهل مطلب ترې اخیستل کیږي، چې لرې معنا یې همدا ناپوهي ده. په همدې معنا پسې ذهني سفر ایهامي کیف رامنځته کوي. یا لکه د استاد الفت په لاندې جمله کې چې د (سیند) له لفظ څخه دوه معناوې چې یوه (نفس) او بله ( سیند) اخیستل کیږي، لیکي:(( سیند د هر چا کار ته ګوري او هغسې ورسره کوي، یانې خام بندونه ورانوي اوپاخه بند ته ځان تسلیموي. ))  ( ۱ : ۱۱۸ )
 د فاتح تر عنوان لاندې د سکندر د فتحې په کیسه کې د عشق مقام دا ډول تفسیروي چې د  ( بې زړه )  لفظ ورسره ایهامي کیف پیداکوي لیکي : (( دی، چې ښار ته ننوت په یوې ډېرې ښکلې پېغله یې سترګې ونښتې او په یوځل لیدو یې زړه بایلود. څوک چې بې زړه شي هغه بیا جنګ او جګړه نه شي کولای. ))     ( ۸ : ۳۱۲ )
  پورته جملو کې وینو چې ( بې زړه ) د عاشق او ډارن دواړه معناوې ورکوي چې نږدې معنایې د ( ډارن ) ده  او لرې معنا یې ( عاشق ) ده. د جملې له سیاق څخه معلومیږي چې ډارن سړی جنګ نه شي کولای؛ خو دلته له بې زړه څخه د لیکوال موخه زړه بایللی ( عاشق) هدف دی. په ناڅاپي ډولي د دویمي معنا کشف ایهامي کیف رامنځته کړی.
د (  کار فکر ) تر  سرلیک لاندې  یې  د کار کولو په ارزښت او ګټو بحث کړی. یو څو جملې یې داسې دي: ((… هغه چې د خان مزدوري کوي، خان څه نه ورکوي، کار یې ورکوي . نو راشه! د کار سړی شه ! د کار سړی او د سردار سړی ډېر فرق لري. ))     ( ۱ : ۴۳۷ )
په پورته جملو کې د ( کار سړي ) ترکیب نه لومړی لوستونکی د ( ښه سړي ) اخذ کوي؛ خو وروسته ډېر ژر  پوهیږي چې د لیکوال موخه ورڅخه هغه کس دی  چې پرکار ه، کارمند  او په خپل زحمت او زیار باورمند وي. نو په دغه  شکي حالت کې د اصلي معنا موندل هنریت او ښکلا رامنځته کوي .
دا ښکلاییز کمال  د معنا له  بېلا بېلو اړخونو څخه راپیداکیږي ، کله چې په یوه ټولنه کې د سانسور فضا موجوده وي، یا لیکوال په طنزي ژبه د خپلې ټولنې نابرابریو ته د انتقاد په سترګه ګوري. له یوه اړخه له  دې صنعته استفاده موخو ته د رسیدا اغېزمنه لارده له بله اړخه د نثر د هنري کولو اعلی چاره ده . استاد غضنفر لیکي: (( ایهام چې د کلمې یا کلمو د دوه یا څو اړخیزوالي په وجه ښکلا پیداکوي او خیال ته پېنګي ورکوي، د معنا د وسعت او ژوروالي سبب ګرځي. د استاد الفت په نثرونو کې ایهام په ګڼو موردونو کې د طنز د پیدا کولو او دغه راز د سانسور په شرایطو کې د سیاسي نیوکو ذریعه ده. ))     ( ۸ : ۳۱۲ )
په ټوله کې استاد الفت د نثر لیکنې عالي کمال لري. خپل لوړ فکرونه او ژور فکرونه یې په ښکلو ظرفونو کې په ځانګړي ظرافت  سره  ځای کړي. د نورو ښکلاییزو کیفیاتو سربېره یې د نثر لیکنې بله  ښکل ایهامي کیف دی، چې دلته یې موږ ځینې بېلګې سره له تحلیله راوړې.
د نثر موسیقيت: 
موسیقي زموږ دروني احساسات،عواطف اوقلبي تمایلات اغېزمنوي او د هغه په لېږد کې ځواکمنه برخه لري. له همدې امله د کلام هنري او ښکلاییز توکی ګڼل کیږي. زموږ ډېری  لوستونکي  د شعر له  موسیقیت سره بلد دي د نثر موزیکالتوب ته یې پام نه وي. که دقت وشي ډېری نثرونه د موسیقي شرنګا لري. معید رشیدي لیکي:(( د نثري نظمونو په جواز ځکه نه پوهیږو چې زموږ غوږونه د عروضي بحرونو سره اشنا دي. ))      (۶: ۶۵ )
موسیقي  د موزیکالو غږونو څخه راوتی غږ دی  چې د کلمو ، تورو او ترکیبونو په تکرار،  همغږګۍ ، تناسب   او انسجام پورې اړه لري. استاد ازمون لیکي: (( د توریو تکرار او یو له بله سره غاړه غړۍ کول په آهنګین مزي د وینا موسیقي رامنځته کوي. ))   ( ۳: ۱۸ )
په نثر کې موسیقي د تورو او کلمو له تکرار ه علاوه   تناسب او انسجام هم  رامنځته کړې. موسیقي د نثر په  هنريتوب کې اغېزمنه ونډه لري. له یوه اړخه احساسات او عواطف بیداروي. له بله اړخه  زړه او روح ورسره د سکون احساس کوي. دریم داچې کلام ته سلاست او رواني ورکوي. ګوستاوفلوبر لیکي:(( زه د جملې تال او آهنګ ته دومره اهمیت ورکوم چې کله وګورم چې جمله مې په زړه نه کښېناسته نو په لوړ اواز یې لولم او تر هغې پورې  بدلوم رابدلوم چې ویل یې راته اسانه شي. ))     ( ۸ : ۷ )
د پښتو هنري نثر ونو د هنریت یو لامل همدا موسیقیت دی. چې د ځینو ناثرانو نثر ورسره ډېر خوږ شوی لکه د پوهاند رښتین هنري نثر ته چې همدې توکي جالبه ښکلا ورکړې. همدارنګه دګل پاچاالفت نثرونه د نورو ښکلاییزو توکو سربېره  له دې اړخه  هم ښکلی دی. د نوموړي په نثر کې د موسیقي بېلا بېل وریانټونه  شته چې  په متناسبو، مترادفو،  تکراري کلمواو تورو کې ليدل کیږي. ښاغلي الفت ممکن دا کار د وضوح او د لوستونکي د ملتفت کولو لپاره کړی وي. لوستونکی دقت، ځیرتیا او باریکتوب ته رابلل اوملتفت کول د نوموړي د نثر لیکنې لوړ کمال دی چې له پورته خوبیو سربېره یې نثر ته خوندوره موسیقي هم ورکړې . د بېلګې په ډول   د ( مترقي ژوند ) تر سرلیک لاندې لیکي: (( د پسرلي ګلونه چې له ځمکې راټوکیږي، لوېيږي، غوړیږي، مړاوې کیږي او خاورې کیږي په ژوندانه کې برخه لري او ژوند د همدغسې تغیر او تحول نوم دی …… همدغه له خاورو زرغونېدل ، لویېدل او پخېدل د ژوند انتظار دی او مترقي ژوند همدغه دی . )) ( ۱ : ۱۷۹ )
لوړ پراګراف کې ښکاري چې ( راټوکیږي، لویېږي او غوړېږي ) الفاظ له معنوي اړخه ډېر نژدي دي او یو ډول مترادفوالی لري.  لته وینو چې لیکوال وضوح او  د کلمو ترمنځ ټینګ تناسب په پام کې نیولی چې ددې دوو خوبیو په پایله کې خوندوره موسیقي رامنځته شوې چې له ظاهري اړخه دکلمو د ( یږي) همغږه  برخې په تکرار کې لېدل کیږي او له باطني اړخه  دغه فعلي کلمو ته ځواکمنه موسیقي   ټینګ تناسب ، همغږي او انسجام ورکړې، چې ډېری لیکوال یې په داخلي موسیقي تعبیروي او زه همدا د نثر موسیقي بولم او بس. که فکر وکړو د طبیعت په زماني انتروال کې د ګلانو راټوکېدل، لویېدل، غوړېدل، مړاوې کېدل او خاورې کېدل څومره متناسب راوړل شوي چې په مفهومي ډول له یوه حالته بل حالت ته تلل د طبیعت په نظم  برابره موسیقي رامنځته کوي. اوس که ووایو چې پورتنیو جملو زموږ په عاطفې او احساس څه اغېز وکړ؟ ویلای شو چې لوړې جملې موږ له ناامېدۍ څخه راایستلی شي. صبر او زغم راکولای شي. په ژوند کې مو تحول او حرکت ته رابللی شي او د الله په خلقت مو مینولای شي. د موسیقي له اړخه  یې یو بل کمال دادی چې متضادو الفاظ یې هم د موسیقۍ شور لري لکه د (غوړیږي ) له لفظ سره یې چې د ( مړاوي کیږي او خاورې کیږي ) ترکیبونه کارولي. که مو فکر کړی وي ډېری کلمې له معنوي اړخه  په تضاد کې موزیکالې ښکارې او د یوه اهتزازي حرکت په څېر يې تر شا یو شور پروت وي : ( لوړ  او ټيټ ، پوه  نا پوه ، روغ  نا روغ …. او داسې نور . ) د الفت په نثر کې دا کمال ډېر محسوسیږي او یو قسم خوند لري. ځکه ذهن ډېری مفاهیم په خپلمنځي تضاد پېژني.
دموسیقي بل کمال دادی، چې عاطفي ځواک راويښوي. تاسې د الفت صاحب  ( بې ګناه بندي ) تر سرلیک لاندې لیکنه ولولئ څه احساس کوئ؟ زه خو داسې احساسوم چې موږ  د یوه داسې څېز په مقابل کې کې بغاوت کوو، چې نه لاس لري نه پښې ، نه توره لري نه ټانګ ؛ خو با وجود ددې زموږ  ژوند ته رونق ورکولای  شي چې هغه فکر دی. الفت صاحب هم فکر د یو سف ( ع) سره تشبیه کړی، چې بې له کومې ګناه د زندان تورو خونو ته ننوتو. الفت صاحب توصیه کوي ، چې دا بې ګناه بندي ازاد کړئ ، زه چې د الفت صاحب  په همدې ټوټه کې  دغه برخې اورم : (( پرېږدئ پرېږدئ ، دا بې ګناه بندي پرېږدئ )) ( ۱ : ۴ )  داسې احساس کوم لکه  موږ چې  د یوه بې ازاره او معصوم ماشوم په وړاندې بغاوت کوو. نو د ( پرېږدئ ) امریه فعل او امریه ( ئ )  تکرار ټول نثر ته داسې  موسیقي  ورکړې  چې له زړونو مو د ترحم او مهربانۍ عاطفي کوکې  را اېستلای شي.
زه خو له سره د مترادفو الفاظو سره جوړ نه وم ځکه  له معنوي اړخه کټ مټ الفاظ ډېر کم پیداکیږي که پیداشي بیا هم توپیرلري؛ خو هغه د مروجې پېژندنې په اساس مې  د الفت صاحب په هنري نثر کې  ډېر مترادف الفاظ ولیدل.ځینو یې نثر ښکلی کړی و او ځینو نورو یې عیبجن کړی.  هغو  مترادفاتو یې نثر ته ښکلا ورکړې او د موسیقۍ لامل شوي چې د تاکید، وضوح او ملتفت کولو لپاره کارول شوي. لکه د ( لاروي ) تر سرلیک لاندې چې لیکلي: (( پاڅېږئ روان شئ او لرې ځای په نظر کې ونیسئ. لوږه او تنده په توقف او سکون کې ده په حرکت کې نشته. ))
  ( ۱ : ۴۸ )
لوړ وینو چې  ( پاڅېږئ روان شئ ، توقف او سکون )   خلک په مترادفه معنا استعمالوي، دلته الفت صاحب د تاکید، وضوح  او متلفت کېدلو لپاره استعمال کړي ، موسیقي یې رامنځته کړې او د نثر د ښکلا باعث شوي. یا لکه د ( بې ګناه بندي ) تر سرلیک لاندې لیکنه چې د ( پرېږدئ ) امریه فعل تکرار د  تاکید او( مه غورځوئ او مه اچوئ ) امریه فعلونو تکرار د وضوح په خاطر شوی. هم یې موسیقي رامنځته کړې هم  ښکلا :(( تاسې دغه ښکلی موجود په تورو څاګانو کې مه غورځوئ ، په زندانونو کې یې مه اچوئ.))  ( ۱ : ۴ )
ځینې داسې مترادفې کلمې دي چې  نه د تاکید لپاره، نه چندان د وضوح لپاره او نه د لوستونکي د پام راړونې لپاره کارل شوي وي. دا ډول مترادف الفاظ استعمالول که څه هم لیکوال ته  وضوح  ښکاري؛ خو د لیکنې د اوسنیو اصولو له مخې عیب بلل کیږي. د بېلګې په ډول : (( د علم او پوهې خاصه او ځانګړتیا همدغه ده، چې په انسان کې د زړو دودونو او رواجونو پابندي کموي او د نوي عصر ضرورت او احتیاج ته یې متوجه کوي . )) چې په دې جملو کې ( علم او پوهه ، خاصه او ځانګړتیا ، ضرورت او احتیاج ) مترادف الفاظ دی که پورته جملې داسې شي لا به سلیسې او ښکلې وي : ( د پوهې خاصه همدغه ده ، چې په انسان کې د زړو دودونو پابندي کموي او د نوي عصر اړتیا ته یې متوجه کوي. )
د تورو تکرار او غاړه غړۍ کېدل هم د موسیقۍ لامل ګرځي. لکه د ( زوړ فکر ) تر سرلیک لاندې بېلګه کې چې  د ( ي ) توري  تکرار ټول پرګراف موزیکال کړی او زموږ حواس ورسره بیدار شوي: (( سترګې یې مه خلاصوئ ! کوم ښکلی مخ به وویني، لیونی به شي. میخانه به وګوري مست به شي. ځان به وویني، خود بین به شي. د بل عیب به وویني بدبین به شي. پرېږدئ چې سترګې یې پټې وي او څه نه ویني. کوښښ وکړئ چې په ښو او بدو پوه شي او څه زده کړي.))   (۱: ۱۱۶)
موسیقیت د نورو ښکلاییزو توکو سربېره د نثر ذاتي او طبیعي ښکلا ده ، چې په وړاندې یې زموږ حواس او عواطف ورسره په حرکت کې وي. د الفت نثر ځای ځای له دې ښکلا څخه هم برخمن دی. دلته مو یې یوازې یو څو بېلګې د نومونې په ډول راوړې .
 عاطفي کیف:
عاطفه هغه قلبي رجحانات دي چې  له درد، زړه سوی،خوښي، غم، حیرانتیا او ترحم څخه پیداکیږي. ارواښاد ګل پاچاالفت په خپل اثر ادبي بحثونو کې لیکي: (( عاطفه هغه داخلي قوه ده، چې په نفس  تاثیر لري او نفسونه متاثره کوي . ))    ( ۲ : ۷۶ )
عاطفه له لویه سره د معنویاتو مور ده ، چې د ژوند په تفسیرولو کې یې اوڅاره دنده اجراکړې او په تخلیقي  ادبیاتو کې خو له عاطفي قوې او کشش  پرته چاره نه لرو.
عاطفه زېږېدنه یوه مجرده کیمیاوي عملیه نه ده، چې د څو مالیکولو له یوځای کیدو رامنځ ته کیږي بلکې هغه قلبي تمایلات  دي، چې  له احساسه  وروسته راپیداکیږي، چې موږ ورته د درد، زړه سوي او ترحم نوم ورکوو.
عاطفه اثر ته ذاتي او طبیعي ښکلا ورکوي. بې له دې چې د مصنوعي زیوراتو پنډه ورپه غاړه شي په طبیعي ډول اثر ښکلی کوي. دغه ښکلا د الفت په نثرونو کې له ورایه ښکاري. حتاً په ادبیاتو کې  دده  د انتقادي ریالېزم مفکوره له همدې چینې څخه سېرابه ده. که ټولنیزانتقاد یې کړی که سیاسي په ټولو کې يې دعاطفې ګراف لوړ  دی د( زیارت ډېوې ) تر سرلیک لاندې ادبي ټوټه کې  د نادارو  دزړه درزا  اوریدل شوې لیکي: ((هو، دغریبانو په کورونو کې تیاره وه، ځکه چا نه لیدل. په دوی باندې یوازې دخدای نظر و او بس. د دوی ډيوې دې خدای ولګوي موږ به دزیارت ډيوې بلوو))      (۱ : ۶۷ )
  په دغه ټولنیز انتقاد کې خلک په مزخرفاتو کې ښکېل دي. د نادارو کورونه یې په تیاره کې پريښي او دوی په قبرونو ډيوې لګوي . دلته هم عاطفي کشش وینو، چې دغه جملې  ترې رامنځ ته شوي (( د دوی ډېوې دې خدای ولګوي موږ به دزیارت ډيوې بلوو. ))
د الفت له نثرونو ښکاري چې دده زړه له عاطفي شوره ډک دی. په نادار، بې وسه ، یتیم  او مظلوم کس باندې یې  زړه درد کړی حتی تر مرګه پورې یې ددوی د زړه درزا  اورېدلې او د هغو په ژوند یې فخر کړی. د خپل وصیت په لومړي او اخري بند  کې وایي:
غواړم چې مرګ مې وي په شان د یو فقیر
نه ې پــــکې ویـــــر وي نه د خلــــکو ډېر بــهیر
خدای ته ډېر نږدې وي له هر چا څخه الفته
هغه چې دنیا کې وي غریب خوار او حقــیر
( ۱ : ۴۳ ــ ۴۴ )
د الفت صاحب ډېری خبرې د عاطفي صدق پر اساس جوړې دي. ځکه یې نثر په لوستونکو ژوره اغېزه پرېږدي او ډېر ژر ورته موقنع ښکاري. دی یوازې د انسانانو په وړاندې له عاطفي برخورده کار نه اخلي، غواړي په طبیعت کې یې د ژوند هره لحظه له عاطفي کوره رامېلمه وي. دلته یې ( زما د لاس نیالګیه!) تر سرلیک لاندې ځینې جملې وګورئ: ((  زه نه یم خبر چې ته چېرته وې او له کومه ځایه راغلې. دومره پوهېږم، چې نورو ګڼو نیالګیو سره په یوه تنګ ځای کې ولاړ وې، هلته ستا د لويېدو او غټېدو لپاره زمینه مساعده نه وه، ځکه ستا تعلق له هغه ځایه قطع شو او دلته راغلې.  زه غواړم چې ستا تعلق او ارتباط له دغه کاله سره ښه ټینګ شي، ستا ولۍ او ريښې هرې خواته وغځیږي، ستا څانګې او ښاخونه په دغه هوا او فضا کې ډېره وده وکړي او له تانه غټه ونه جوړه شي، زه به ستا د ترقۍ او لویېدو لپاره زیار کاږم، ته دلته زما له اولادونو سره په دغه کاله کې اوسېږه. دا ځای په تا باندې نه تنګیږي. دا ستا کور دی. ته ددغه کاله له ماشومانو نه یو ماشوم یې. زه هېله لرم چې ستا تر سیوري لاندې خلک کېني . …. ))     ( ۱ : ۱۰۹ )
 په پورته جملو کې وینو چې الفت نیالګی خپل ماشوم ګڼلی، په خپل کاله کې یې ساتلی ، ښه یې پاللی او د خلکو لپاره یې د هوساینۍ سیورۍ پرې جوړ کړی.  نیالګي ته یې شخصیت ورکړی او د تشخیصي صنعت په مټ یې له نیالګي سره خپل عاطفي راز او نیاز کړی ، چې له دې نیالګي څخه ممکن هغه ماشوم هدف وي چې پالنه یې کیږي، د علم په کاڼه سمبالیږي او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کیږي.
د ( مزار لوحه ) تر عنوان لاندې لیکي:(( کور په کور  او کلي په کلي به ګرځېدمه اود خدای په نامه به مې څه غوښتل. چا به یو موټی ناپاکه غله راکړه او چا به سوې ډوډۍ راکوله ډېرو کورونو به ځواب راکاوه او ځینو به په دروازه کې هم نه پرېښودم. څو ورځې د یوه او بل له درګاه نه وږی او بېنوا راغلم. هېچا هېڅ رانکړه، له ټولو خلکو نه مې زړه بد شو، دنیا ته مې په کرکه وکتل، خدای ته مې رجوع وکړه او په دغې کوټنۍ (قبر) کې پرېوتم. هغه چې زه به یې په دروازه کې چانه پرېښودم اوس ماته لاس په نامه ولاړ وي، له مانه څه غواړي.
زما په نامه زما کوټنۍ ته هر څه راوړي او د خدای په نامه خوارانو او غریبانو ته سوې مړۍ هم نه ورکوي.))  (۱:  ۱۰۸)
په لوړ نثر کې وینو چې لیکوال ټولنیزو خرافاتو او دودونو ته له عاطفي لیده انعکاس ورکړی . د یوه غریب  او فقیر د زړه آهونه یې تر لوستونکو پورې رسولي. همدا عاطفي کیف دی چې د نوموړي نثر ورسره ښکلی شوی. استاد الفت له ژورو عاطفي تمایلاتو باخبره لیکوال دی. د ( ضعیف او قوي ) تر سرلیک لاندې نثر کې د عاطفي په ارزښت خبرې لري. عاطفه د ماشوم سره تشبیه کوي او بیا عاطفي چلند ورسره کوي. یعنې له عاطفې سره عاطفي چلند کوي لیکي:((د دنیا دود او دستور خو دادی چې زورور  به کمزوری وهي او ضعیف به د قوي له لاسه په عذاب وي مګر په کورونو کې د مینې او محبت تقاضا بل راز ده، هلته یو کوچنی ماشوم خپل مشر ورور په څپېړه وهي او هغه ورته خاندي یانې له ټولو نه کمزوری په ټولو زورور دی. ماته د دغه کورنۍ دود او دستور ډېر ښه ښکاري او له خدایه غواړم چې دا رواج عام شي ….. ددغه ظالمانه قانون د ماتولو لپاره چې پاک خدای څه شی پیدا کړ هغه مینه او عاطفه ده . …. که د مینې او عاطفې ماشوم  د هر څنګه لوی سړي ګرېوان ته لاس واچوي بیا یې دا قوت په ټولو زورور دی. زه مینه او عاطفه د زور او قوت په مقابل کې ځکه ماشومان بولم چې زور او قوت ډېر پخوا پیداشوي دي او انساني عاطفه انساني رحم او شفقت وروسته پیداشو،یانې هماغه شان چې فرعون له موسی له مخه دنیا ته راغی حیوانی غرایز هم له انساني عواطفو نه ډېر پخواني دي او د عمر په لحاظ عواطفو ته کوچنیان ویلی شو، مګر دې کوچنیانو ته پاک خدای هغه قوت ورکړی دی، چې فرعونان ترېنه په خوب کې هم وېریږي. ))     (۱ : ۷۱ ــ ۷۲ )
د استاد خبرې په ځای دي. که دقیق شو دروني حسونه د انسانانو په کړنوکې نظر باطني حسونو ته ډېر بارز نقش لري. زه  د مسایلو او کړنو اصلي ريښه په همدې حسونو کې وینم. عاطفه هم له همدې ډلې ده چې له ډبرو سخت زړونه نرمولای شي . لوړ ټیتولای شي او ټیټ لوړ کولای شي . کوم کار چې په عاطفي وړتیا کیږي. هغه نه ټانګ کولای شي نه تیاره. لکه څنګه چې د انسانانو په زړونو عاطفي ځواک راج چلوي. همدارنګه کلام ته په ښکلا او هنریت ورکولو سره ښکلاییزه جاییزه هم  وړلای شي او په ذاتي ډول یو اثر مجللوي. د استاد الفت نثرونه له خورا عاطفي دردونو ډک دي. چې دده نثر ورسره خوږ، زړه وړونکی او ښکلی شوی، چې ځینې نمونې یې  وړاندې شوې.
پراډوکسي کیف: 
پراډوکس انګریزي کلمه ده که  متناقضه وینا ظاهراً غلطه مګر کیدای شي سمه شي یاد صنعت جوړوي، په ظاهري شکل طباق ته ورته صنعت دی؛خو په باطن کې دطباق مخالفه کړنه تر سره کوي، داکتر درمل لیکي: ((  کله چې اضداد یودبل صفت وګرځي یا خپل ضد تشریح کړي پراډاکس رامنځ ته کیږي ))     (۵ : ۱۴۵)
 پراډوکسي کیف  داسې دی لکه یوڅوک چې په ډېره خندا کې له سترګو اوښکې تويې کړي،چې دا حالت مو ږپه خپلو سترګو لیدلی. دلته همدا ژړا چې دخندا ضد کلمه ده، خندا ته نور هم تقویت ورکوي دهغې شدت راته تفسیروي یا لکه رڼا چې موږ ته دتیارې شدت او ډېروالی راښيي.
په اضدادو کې ځان هدف ته رسول، یو ضد د بل صفت ګرځول، مقصدي مفهوم او ماناته لا رونق ورکول د پراډوکس کمال دی. د استاد الفت په نثر کې هم ځای ځای پراډوکسي څرکونه وینو، ځکه نوموړي ډېری وخت د اضدادو په معکوسه معنا کې خپل هدف ته ځان رسولی. ضد شیان یې په یوه خوله کړي، یو د بل په تفسیر کې یې لګیا کړي چې له امله پراډوکسي کیف رامنځتنه شوی. د بېلګې په ډول د ( جګ برجونه ) تر سرلیک لاندې نثر ته که پام وکړو: (( د کلا برجونه او دېوالونه ډېر جګ وو، د کلا شاوخوا خندق ډېر ژور و . ))    ( ۱: ۹۲ )
 تر دې ځایه په پورته جملو کې د جګ او ژور ترمنځ تقابل وینو، له دې وروسته راتلونکو جملو کې تضاد خپل ځای پراډوکس ته پرېږدي لکه: (( له دغه جګوالي سره دغه ټیټوالی تړلی و او د لوړتیا راز په همدغه کنده کې پروت و. تر څو چې یوځای ډېر ژور نشي د چا برجونه  نه جګیږي . د یوه لوړېدل او دبل ټيټېدل یو تر بله تړلي دي…… که موږ حقیقت ته ښه ځير شو عزت ډېر ځله په ذلت ګټل کېدای شي او باداري د غلامۍ نتیجه ده.  ))     ( ۱: ۹۲ )
پورته جملو ته که ژور فکر وکړو د پراډوکسي کیف تومنه په کې لېدل کیږي . دلته ژور والی د جګوالي صفت ګرځېدلی، د الفت صاحب خبرې کټ مټ داسې معنا لري لکه دا جمله (( په ژوروالي کې لوړوالی وینو. )) موخه یې داده چې  وړو او کوچنیوخلکو ته په درنه سترګه  وګورو.
د ( دیموکراسۍ ) تر عنوان لاندې لیکي: ((  څه شی چې ته وړوکی ګڼې، هغه هم لوی دی ، یا هغه چې تاته لوی ښکاري هغه هم وړوکی دی، ته ونه لویه ګڼې هغه په یوه زړي کې ده . )) (  ۱ : ۴۴۰ )
استاد الفت په دې اند دی چې واړه ته هم باید په درنه سترګه وکتل شي ، ځکه  لویوالی په کوچنیوالي کې پټ دی. هر څه ته په ارزښت قایلېدل دیموکراسي ده. نوموړي د عدل او انصاف تیوري په پراډوکسي کیف کې وړاندې کړې چې نثر یې ورسره خوندور شوی. لویوالی یې په کوچنیوالي کې لېدلی. دلته که څه هم  ظاهراً د لوی او کوچني کلمې متضادې دي؛خو دلته  د تضاد دنده نه اجرا کوي  بلکې یو د بل صفت ګرځېدلي. لویوالي ته ځکه لویوالی وایو چې په وړاندې یې کوچنیوالی موجود دی، که کوچنیتوب نه وای، لوی به مو په کوم اساس لوی ګڼلو همدا کوچنیتوب دی چې په موږ باندې یې د لویوالي مفهوم منلی. د الفت خبره کټ مټ داسې معنا ورکوي چې په  کوچنیوالي کې لویوالی پټ دی. دا ډول خبرې ښکلا زېږونکې وي.
د (درې کاله) تر سرلیک  لاندې لیکنې جملې  ځای ځای  دا کیف لري: ((  … زه دغه وخت په دې پوه شوم، چې موږ ټول نه شو خوشالېدلی او په داسې حال کې واقع یو چې که یو خوشالېږي هغه بل به خپه کیږي یانې د ځینو خوشحالي د ځینو نورو د خپګان نوم دی  له همدې لامله وايي، چې یو مړ نه شي بل نه مړېږي. …  که یو سړی خپل سل ګون لوټ په شلو پېنځه ګونو بدل کړي په دغه تجارت کې خوشالي او خپګان نه شته، ځکه چې سود او زیان پکې نه شته که یو په حساب کې وغولېږي دی به خپه شي او هغه بل ته به خوشالي پیداشي اوس پوه شوئ، چې موږ په څه خوشالېږو او په څه خپه کېږو؟ که ښه فکر وکړو آیا د یوه ګټه د بل د تاوان نوم نه دی؟  ))  (  ۱ : ۶۹  )
د لوړ متن کې دا برخې( د ځینو خوشحالي د ځینو نورو د خپګان نوم دی )  ( که ښه فکر وکړو آیا د یوه ګټه د بل د تاوان نوم نه دی ؟ ) راته وایي چې خوشحالي په خفګان او ګټه په تاوان کې ده. دلته وینو چې اضداد یو بل  نه ردوي ، یو بل  تشریح کوي او یو د بل صفت ګرځي. چې کلام ورسره پراډوکسي کیف پیداکړی او د نثر د ښکلا ییز والي باعث ګرځېدلی.
د استاد الفت په نثر کې د اضدادو دا ډول کارونه ډېره تر سترګو کیږي.  نثر یې  ورسره د هنري او ښکلاییز منطق  رنګ اخیستی چې دلته  مو  په پراډوکسي کیف تعبیر او یو څو بېلګې مو راوړې.
تشبیهي کیف: 
ورته والی د څېزونو په تشخیص او پېژندنه کې اغېزناک او هنري رول لري. تشبیه  تر ممکنه حده زموږ  د زړه غږ  د څېزونو په ورته والي اورېدلای شي. په ادب کې تضاد، تناسب او ورته والی هغه اړیکې دي چې د اثر په هنري کولو کې رغنده رول لري.  د ورته والي په اړیکې سره ان تر سېمبوله مزل کولای شو او د اثر په مصنوعي زیوراتو کې د پام وړ ځای او ارزښت لري. د الفت نثر له تشبیهي اړخه ځانګړې ښکلا او کمال لري هغه دا چې د وجه شبه په جوړولو کې یې له خورا دقت او ځېرتیا څخه کار اخیستی او د مشبه مقام او ارزښت یې ښه پرې راسپړلی.  فکر کوم الفت صاحب  ډېر  د وضوح طرفدار دی، چې دا صداقت یې په تشبیهي کیف کې هم لیدل کیږي هغه دا چې د مشبه او مشبه تر منځ د ورته والي اړیکه بیخي واضح کوي. که څه هم د ځینو په اند د لوستونکي د تلوسې ګراف راټیټوي ولې په نثر کې له وجه شبه نه حرکت کول او تر طرفینو رسېدل کمال بلل کیږي. د الفت په نثر کې دوه ډوله تشبیهي اړیکه موجوده ده. یو دا چې په مطلق ډول یو څېز له بل څېز سره ورته ګنل او د تشبیه وجه یې روښانول. دې ډول ته که عادي تشبیه ووایو ښه به وي. بل ډول هغه تشبیه ده چې  په داستاني ډول رامنځته شوې وي او د مشبه به ټولې ځانګړنې په کې تمثیل شوې وي. د وجه شبه د پېژندلو فرصت  په کې ډېر وي ، ځکه د مشبه به بشپړ تمثیل په کې لېدلای شو. بې له تشبیهي اداتو څخه دا پریکړه کولای شو چې  دا شی د څه شي سره ورته ګڼل شوي. د تشبیه دې  ډول  د الفت نثر ته ډېره ښکلا ورکړې د بېلګې په ډول نوموړي  یوسف ( ع ) یو ځلې له فکر  او بل ځلې له کار سره تشبیه کړی. په دواړو حالاتو کې د یوسف ( ع ) د داستان یو څه برخه لیدلای شو او د یوسف ( ع) د کیسې ځینې برخې په کې تمثیل شوي. همدغه د(وجه شبه ) د پېژندلو ښه فرصت مشبه ته په ارزښت ورکولو،جدي ګڼلو او لوستونکي ته په قناعت ورکولو سره ښکلا رامنځته کړې. د( بې ګناه بندي ) تر سرلیک لاندې نثر ځینې برخو را نقلوو: (( پرېږدئ ! دا بې ګناه بندي پرېږدئ !  مه وېرېږئ دده په ازادولو کې هېڅ خوف او خطره نشته. فساد او شرارت له ده نه ، نه پیداکیږي. دده بندي کول لویه ګناه ده. دا هغه یوسف دی چې د بې ګناهۍ په سبب په زندان کې لوېدلی دی. که دی له زندانه راووځي ستاسې آینده سنجولی شي او ستاسې د بلې ورځې غم خوړلی شي…… تاسو دغه ښکلی موجود په تورو څاګانو کې مه غورځوئ. په زندانونوکې یې مه اچوئ په لیوانو او پړانګانو یې مه خورئ. پرېږدئ ! دا بې ګناه بندي پرېږدئ، دی به ستاسې د ګډو وډو او پرېشانو خوبونو صحیح تعبیرونه وکړي. دی د راتلونکي حال پېشبیني کولای شي ، د جوي او فلکي اوضاعو اقتضاآت ور معلوم دي. پرېږدئ ! دا بې ګناه بندي پرېږدئ. دده په ازادۍ باندې علم او پوهه زیاتیږي. وطن رڼا کیږي، ړانده بینا کېږئ. دی له خپلو جفاکارو وروڼو سره هم ښه سلوک کولای شي، ما خوب لیدلی چې دا بندي خلاصیږي او د سلطنت په کرسۍ کېني، ښه فکر وکړئ! دا بندي څوک دی؟ پس له ډېره فکره وایم : فکر دی ، فکر . ))    ( ۱ : ۱۳۰ ــ ۱۳۱ )
پورته نثر له نامه جالب راپیل شوی ځکه لوستونکي ته دا پوښتنه پیداکیږي چې دا بې ګناه بندي څوک او څه رقم وي. وروسته لیکوال همدا پوښتنې بېرته په نثر کې ورته ځواب کړي. ددې لپاره چې الفت لوستونکي د فکر په ارزښت او مقام خبر کړي؛ نو د یوسف ( ع ) سره یې په داسې ډول تشبیه کوي چې د یوسف ( ع )  د داستان هره برخه د لوستونکو سترګو ته دروي. لکه په زندان کې اچول، په لیوانو خوړل، خوبونه تعبیرول، د جوي او فلکي اوضاعو معلومول، خوب لیدل، د سلطنت په کرسۍ کښېناستل چې دا ټول حالتونه په یوسف ( ع ) راغلي ؤ. لیکوال مشبه ( فکر ) ته په ارزښت ورکولو سره دا برخې بیاراوړي. د همدغه خواږه، دردونکي تمثیل اوګڼو وجه شبهو په اساس د لوستونکي مینه له مشبه سره ډېروي او په خپل هدف یې پوهوي چې هغه د فکر ازادي ده.
دلته مو ولیدل چې لیکوال د خپل هدف د روښآنه کولو لپاره ښه تشبیهي بستر جوړ کړی چې لوستونکی اغېزمنوي او قناعت ورکوي.
بل ځای ( له کار سره علاقه ) تر عنوان لاندې د کار په ارزښت کې لیکي: ((  ….  که زموږ ښار ته یو نوی کاروان راغی او د کار ښایسته او ښکلې منظره یې خلکو ته وښودله، بیا به د کار غلامي په بادارۍ او سردارۍ خپله بڼه بدله کړي او پادشاهان به یې خریدار شي. اوس خو کار د نوکرانو او مزدورانو کار دی، خو اصلي او حقیقي څېره یې څرګنده شوه، زلیخا به یې په مینه او محبت افتخار وکړي او دا غلام به زښت ډېر عزیز شي. ))      ( ۱ : ۳۲۱ )
لوړ  وینو چې کار مشبه دی  او د یوسف ( ع ) مشبه به والی قراینو راښوولی.  یوسف ( ع) هم یوه کاروان له څاه څخه راویست او دده ښکلې څېره یې په خلکو ولیده، وروسته خرڅېږي، ورپسې له غلامي نه بادارۍ ته رسیږي او زلیخا یې په مینه ویاړي. نو لیکوال د کار  د ارزښت ،موثریت او حقیقي څېرې د ښوولو  په خاطر د یوسف ( ع ) د داستان هغه برخه راوړې چې یوسف (ع) په کې له غلامۍ نه بادارۍ ته لوړیږي او عزت پیداکوي؛ نو الفت هم په دې اند دی چې کاراصلي څېره وپېژنئ کار وکړئ په کار وویاړئ.
د ( ولاړې اوبه )  تر سرلیک لاندې متن کې( ولاړې اوبه ) د هغو کسانو لپاره استعاره شوي چې خپلواک نه وي، خپلې بې عمله او بې حرکته پوهې دا استقلال ترې اخیستی وي. دلته لیکوال په تشبیهي ډول داکسان له ولاړو اوبو سره ورته ګڼلي چې د چا لپاره په ښمر نه ورځي . دلته وینو چې لیکوال ددې ناوړه حالت د تمثیل په خاطر  خپله ولاړې اوبه  د حال په ژبه را غږولي: ((  دغه لوی ډنډ د صبر او سکون په مقام کې څه شور او فریاد نه کاوه، د حال په دغه ژبه یې خپل عمیق احساسات داسې ښکاره کول : زه د لویو غرونو په ډېره لویه کنده کې ایسار یم او د ولاړو اوبو په نامه یادېږم، زما لیدو ته خلک راځي او زما مهیبه منظره ویني، هېڅ لامبوزن دا جرت نه کوي چې زما په سر راودانګي او زما مخ په څپېړو ووهي، په ما باندې د چا بېړۍ نه ګرځي، زما کبان څوک نه شي نیولی، د هېچا جال په ما باندې نه دی لوېدلی، زه د هېچا په واک او اختیار کې نه یم، مګر په عین حال کې بې واکه او بې اختیاره یم ، زما په پښو کې لکه غرونه لوی لوی زنځیرونه پراته دي او زه یې ځای پر ځای درولی یم. هغه ازادي چې له مستو سیندونو او زورورو سیلابونو سره شته، له ما سره نه شته . زه عمق ( ژوروالی ) لرم ، شور او مستي، موج او حرکت نه لرم . زه ډېر خلک غرقولی شم ، مګر ځان له قیده نه شم خلاصولی….. ))         ( ۱ : ۱۶۲ )
بل ځای د ( پوهه او هوښیارۍ ) تر عنوان لاندې لیکي: (( مشران له ځایه نه ښوري او کشران په مخکې منډې وهي که لرې نه ګورې ها د خپل لاس ساعت ته ګورئ ثانیه ګر چې وړوکی دی څومره ژر ژر ګرځي، دقیقه ګر چې لوی دی ورو روان دی. )) ( ( ۱ : ۶۰ )
د الفت په اند څومره چې پوهه او هوښیاري لویږي هغومره فعالیت کمیږي چې اصلي علت یې د پوهې دی. دلته یې مشر له دقیقه ګر او کشر له ثانیه ګر سره په تمثیلي ډول ورته ګڼل شوی نثر ته یې ښکلا ورکړې.د دوی په حرکت او ځانګړنو کې یې موږ ته د کشر او مشر موقف راښوولی او په اصلي علت یې پوه کړي یو.
د پورتنیو بېلګو غوندې تشبیهي اړیکه د الفت په نثر کې ډېره لېدل کیږي چې لوستونکي له وجه شبهې څخه پله پله راروانوي. د مشبه به ځانګړنې په داستاني ډول ورته بیانوي او د مشبه په ارزښت یې پوهوي. بل کیف یې دادی چې د تشبه په طرفینو د وجه شبه محدودیت نه وي پروت . دا ډول تشبیهي مزل دقیقاً ځانګړی ښکلاییز کیف لري چې د الفت نثر ترې مالامال دی.
بله هغه تشبیهي اړیکه ده چې په عادي او معمولي ډول یوازې په یوه مشترکه وجه رامنځته شوي وي. په لوستونکي د دومره صحنو او پېښو ننداره نه کوي. دا ډول اړیکه د لومړنۍ تشبیهي اړیکې په نسبت دومره خوند او ښکلا نه لري. یوازې په  لنډ فاصله او مجرد ډول  د وجه شبه فکر راکوي د بېلګې په ډول د ( عقیده ) تر سرلیک لاندې متن دا جملې: ((  بې عقیدي خلک لکه د لارو او کوڅو خځلې داسې وي  چې هوایي بادونه یې هرې خواته وړي او لوبې پرې کوي. ))     ( ۱ : ۳۲۳ )
له پورته جملو ښکاري چې عقیده اساس او تهداب وي. که څوک عقیده ونه لري هغه خځلو ته ورته وي چې باد یې هرې خوا وړي، چې وجه شبه یې بنسټ او تهداب نه لرل دي. دا په خپل ذات کې یو ښه مثال دی لیکن دومره ښکلا زېږونکی نه دی لکه پورتني مثالونه. علت یې دادی چې د وجه شبه محدودیت پرې پروت دی.
یا لکه د( غلو منطق ) تر عنوان لاندې چې لیکي: (( شپې لکه د خوبانو زلفې چې هر څومره اوږدې وي هغومره ښې وي. په سپینو مخونو باید تورې زلفې خورې وي. ))    ( ۱ : ۴۵۲ )
لوړ وینو چې غلو د شپو اوږدوالی ښه ګڼلی. ځکه دوی ته اوږدې شپې راحت وي او د دوی حقیقي څېره په کې پټه وي. لیکوال زلفې د توروالي په وجه  له شپې سره ورته ګڼلي.
په ټوله کې د استاد الفت نثر د تشبیهي کیف له اړخه بېلا بېل وریانټونه لري، چې ځینو یې  نثر ښه  ښکلي کړی او دلته خبرې پرې وشوې.
 په ټوله معنا استاد الفت د هنري نثر لیکنې سترګور لیکوال دی. د منځپانګې او شکلي سکښت له اړخه یې دقیقاً اوچت نثرونه لیکلي. د الفاظو دقیق او ښکلاییز سکښت یې معنوي رسالت په هسکه غاړه ادا کړی.دې څېړنې راته په ډاګه کړه چې  نوموړي په هنري منطق، ښکلي احساس، لوړ تخیل او عاطفي صدق برابر نثرونه لیکلي او هغه د حمزه شینواري هیله یې ښه ورپوره کړې  چې وايي:
کرونده د اور پکار ده ادیبانو
ولې څه اور، اورکي هم کرل غواړي
اخځلیکونه: 
۱ ــ الفت، ګل پاچا، ۱۳۸۷ل، دالفت نثري کلیات، دمحمد اسماعیل یون په سریزه او راټولونه، دریم چاپ : دانش خپرندویه ټولنه.
۲ ــ الفت، ګل پاچا، ۱۳۴۲ل، ادبي بحثونه، کابل : پښتوټولنه.
۳ ازمون، پوهنوال لعل پاچا، ۱۳۹۷ل، پښتو نظم پوهنه، علومو اکاډمي او کابل پوهنتون، جلال اباد: ختیځ خپرندویه ټولنه.
۴ ــ جاج پښتونزی، حبیب الله، ۱۳۸۶ل، څلور بحثونه، د مجیب الرحمن امیري په اهتمام: صمیم ادبي ټولنه.
۵ ــ درمل ، داکتر احسان الله ، ۱۳۹۶ ل ، شعرستان ، کندهار : بینوا فرهنګي ټولنه.
۶ــ رشیدي، معید، ۱۳۹۳ ل ، (استعاره ، تخیل او تخلیق ) ، دعبدالجمیل ممتاز ژباړه ، ننګرهار: مازیګر کتاب پلورنځی.
۷ ــ شمیسا، سیورس ، ۱۳۹۳ل ، بیان ، چاپ چهارم ، تهران : انتشارات میترا.
۸ ــ غضنفر،اسدالله ، ۱۳۸۹ل ، د نثر لیکلو هنر، په نیدرلیند کې افغاني کلتوري ټولنه، لومړی چاپ ، ننګرهار: مومند خپرندویه ټولنه .
 ۹ ــ نیوټن، اریک ، ۱۳۹۵ ، معنی زیبایی ، مترجم پرویزمرزبان ، چاپ هشتم : شرکت و نشر علمی وفرهنگی کتیبه.

3 COMMENTS

  1. ډېره ښکلې او په زړه پورې لیکنه وه په ګوتو دی برکت شه، مګر ډېره اوږده وه

  2. شکلي جوړښتونه ادبي پېرایې ته زیان نشي رسولای. ادبي پېرایه د ځانګړي کیف په لرلو سره په هر قالب کې معتبره وي. په نثر کې ادبیت په شعر کې شعریت پیداکوي. که نثر له ذوقي، قلبي او ښکلاییزو تمایلاتو سره برابرې خبرې ولري طبعاً په هنري نثر اوړي او ژور ښکلاییز رجحانات ورسره مله وي او لوستونکي ځانګړی کیف ترې اخلي. د ګل پاچا الفت منثور کلام همدا ښېګڼې لري. زه چې د الفت نثري کلیات لولم روح، ضمیر او زړه به مې ورسره د خوښۍ احساس کاوه . له معنوي ښېګڼو سربېره یې شکلي سکښت عجیب کیف لري. ما ته د نوموړي نثر په بشپړه توګه استادانه او له ګڼو ښکلاوو څخه مالامال ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پښتو لیکدود| پروفیسور عبدالخالق رشید

درشادپوهنې کلنی لکچ :  دعلامه رشاد د پنځلسم تلین په درشل کې  بسی دورباید که چرخ ظفر      بیا رد کسی چون توباردیگر            په دي ورځو...

یو خوب | هیله پسرلی

 د شپې دوه بجې دی. زرغونه خوب ویني: لوی تالار، له خلکو ډک... جګ بوټونه، اوږد کمیس، تکې سرې شونډې، لنډ ویښتان، دا د...

ساعت | لیکواله:صفیه وردګ

میرویس په بل اړخ شو.اسوېلی يې وکیښ. خوب نه ورته.د مخامخ ساعت شوبینۍ وخت ښکاراوه،څه باندې درې بجې وې.له بسترې راپورته شو.لاس يې یوې...

کب/ اجمل پسرلی

د سیند اوبه ولاړې ایسیدې، خو یو نیم خلی چې به باندې راښکاره شو، پوه به شوې چې درومي. ادم لکه همدا اوبه غلی و،...