Friday, December 4, 2020
Home خبرونه دکرکټ د ملي ټيم لوبغاړی ميرویس اشرف غلو لوټ کړی

دکرکټ د ملي ټيم لوبغاړی ميرویس اشرف غلو لوټ کړی

تاند( شنبه، دعقرب ۲۴)  د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې الرونډر لوبغاړی میرويس اشرف وايي د کندز د شېرخان بندر په لويه لاره غلو ترې هرڅه واخيستل او په خپله مخه لاړل.

هغه په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: « د کندز شیر خان بندر لویه لاره او د غلو بې ډاره لوټ ماري او بې ساری پرفامنس هغه هم د امنیتي پوستو په شتون کې، د ورځې ۳ بجې د پنجشنبې ورځ مورخ ۱۲ م د نومبر، موقعیت د دشت ابدان ګولای، ظالمانو غلو له ملګرو سره سم وایټ واش کړو.»

د نوموړي له دې ليکنې وروسته د هغه د پاڼې څارونکو په ټولنيزو شبکو کې پر امنيتي منسوبينو سختې نيوکې کړي.

دوی له مسولینو څخه د ورته کړنو په مخنیوي کې د کوټلو ګامونو اخېستو غوښتنه کړې.

د دې سربېره په کابل کې هم د وسله والو غلو او لاره شکوونکو په تړاو په دې وروستیو کې شکایتونه ډېر شوي دي.

په ټولنیزو رسنيو کې د کابل له غلو د شکایتونو په ډېریدو سره د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د کابل د امنیت د ټينګولو مسؤلیت په خپله غاړه واخېست، خو ليدل کېږي چې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

په پښتو کې ازاده شاعري او د هغې وزن | ظاهرشاه زهیر

( د پښتو ازاده شاعري، فورمونه، وزن، تاریخچه، تېروتنې، له قاقیه والې شاعرۍ سره یې توپیرونه) په پښتو ژبه کې ازاده شاعري له شلمې پېړۍ...

زاړه، خو ماشوم لاسونه/ ژباړه: تمنا غورځنګ

له پخلنځي د پخلي بوی راته، په ناهیلي غږ یې وویل: سړیه راشه ددې بوتل سر خو راته خلاص کړه. - لاسونه یې ونڅول، ږیره...

منطق په کومه تله تلو؟| ليکوال: عبدالحق سلامزوی

منطق هغه پوهه او اصول دي چې يوه خبره يا موضوع راباندې بې له کوم اعتراض او مخالفته مني. کله چې کومه خبرې يا...

بله وبا (لنډه کیسه) ع. سوله مل

بله وبامولوي ګل اغا قران شریف بیرته په پوښ کې ونغاړه ، ښکل ېې کړ، وروسته ېې په خونه کې په جوړه تا خچه...

ګوترش:د کورونا اقتصادي‌ او ټولنیز زیانونه په زیاتېدو دي

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وايي، په نړۍ کې له کورونا وبا څخه رامنځته شوي زیانونه به کلونه او...