شنبه, جنوري 23, 2021
Home مقالې اقتصاد دغنمو ښکلا | حبیب الرحمن رحیمي 

دغنمو ښکلا | حبیب الرحمن رحیمي 

غنم د داسې بوټي په توګه پيژنو چې زموږ د دسترخوان نه بیلدونکې برخه یا د ورځنیو خوړو د سر خواړه دي، که څه هم غنم زموږ په هېواد کې معمولي غذا بلل کیږي، د دې ویاړلې خاورې ځانګړنې لکه لمرینه هوا، د ګډوشویو موادو خاوره او د واورې څخه راوتلې خوږې اوبه د دې لامل شوې دي چې دغنمو دکر لپاره داسې چاپیریال رامنځ ته کړي چې د نړۍ په کچه د همدې بوټي د یوولسو ډولونو څخه یې دری ډوله چې زموږ په ولسي اصطلاح سرده ،ګرمه (يخو، تودو) او غونډوږيو په نومونو سره یادیږي ښه حاصل ورکړي.

غنم دي چې د غذا په توګه ترې نېغ په نېغه نینې ،کوچه،ورغاستي ، سمنک او د شکل په بدلون ترې اوړه جوږیږي، چې له اوړو یې نیغند ،غنیمینه ډوډۍ ،پیرکي ،غونډارۍ ،بسراغې (رنځوښۍ) ،غوړې ،حلوا ،اړوب او نور اړتیا ته په کتو د کمو اویا زیاتو نورو توکو سره په یوځایوالي ترې خوندور خواړه یا غذا جوړیږي خوهمدې ته په کتو پخوا وخت دوه ډوله ډوډۍ د خلکو ترمنځ رواج وه چې یوه یې غنمینه (غلمینه) سوچه له غنمو پخېده اوبل ډول یې ګډلۍ چې باقلي ،نسک او نورو دانې به ورسره ګ‌ډېدلې او ګډلۍ ډوډۍ به ترې پخېده .

په وردګوکې د کرنیز موسم مخې دوه ډوله منګني او پسرلني (باري ) غنم کرل کیږي:

لومړی منګني غنم چې د وږي میاشتې د وروستۍ لسیزې څخه یې کرل پیل کیږي د لیندۍ میاشت کې یې سپاره خیژي ، د دا وخت غنم په ځمکه کې د لمدوالي د نشتون له امله ترهرڅه لومړی ځمکه خړوبیږي ،دخاورې اوهوا شرایطو ته په کتو له څوورځني ځنډ څخه د کرلپاره وتره کېدله ،غنم په کې کرل کیږي،دا چارې د وترو د نیولو په نوم هم یادیږي ،خوکله چې واوره اورېدنه وځنډیږي یوځل اوبیږي ، کله چې واوره وېلې کېدنه وځنډیږي بیا د واورې د پاسه پرې خاورې پاشل کیږي چې دې عملیې ته خاک زدې ویل کیږي ، ترڅو ودې ته لا د وخته چمتوشي او غنم له کرڅخه تر وروستي حاصل پورې لس میاشتې وخت نیسي .

دویم – باري : دا ډول غنم د وري میاشتې څخه پیل او د غوایي میاشتې ترپایه د هوا څرنګوالي ته په کتوکرل کیږي، زیاتره للمي وي ، بند او ویالې ته اړتیا نه لري ،د عمرله مخې یې کښت لنډ دی چې پنځه میاشتې وخت نیسي ،زحمت یې نسبتا د منګنیو غنمو پرتله کم دی ؛ پدې وخت کې د پسرلنیو اورښتونو له مخې په ځمکه کې پوره لمدوالی شتون لري او وترې ته اړتیا نه وي.

کرکیله هم یوه له هغه چارو او هنر څخه ده، چې څرک یې د بشري تمدن په لوړو اوژورو کې لیدلی شو،همدا بشري ټولنه ده چې بېل بېل بوټي یې پاللي دي ،چیرې یې چې د څرنګوالي څرک د ولسي فرهنک په ریښو کې ښه ځلیږي دبیلګې په ډول پښتني لرغونې ټولنه کې چې دزیاتره حاصلاتو راټولول یې ځانګړي مراسم لري اودسرښندنې او ورکړې کیسې له ځان سره لري چې یویې هم غنم دي
مخکې تر دچې، وریبل شي ، غنم راټول شي ،ګیډۍ شي ،د وړلو لپاره په خوندي ځای کې دلۍ شي ،بیا راټول شي ، میلې پرې جوړې شي، او د لویې مېچنې تروزن لاندې وسولول شي .هغه داچې کله به دلوګرو ښه وږي خوښ شول، معمولا دابه دهغه وږیو څخه ټاکل کیدل کوموکې به چې د دوی په باور خضر(َع) لکڼه لګیدلې وه؛ د سیمې په ژبه منجیله به یې نوموله؛ چې نښه به یې له څو اړخونودوږیو اوتنوداسې تاویدل وول،که ديوې تابلو داسې انځور چې لیدونکو لپاره پام وراړولوبرخه وي، بیابه دا ټولو دخوښې کیډۍ به د ډاډې په موخه ځانکړې شوه ،د اورلمبو به یې وږي ورپاخه کړل ،دانې به ترې ویستل شوې ، دخوړو لپاره به چمتو شوې چې دا د لوګریو دستړیا دلیرې کیدو اودمې خوندوره موکه وه معمولا به دا چاره ماشومانو ته په زړه پورې وه پدې اساس دوی به ترسره کوله نه تنها دا بلکې دلوګریو دخوراک ،څښاک او توکو انتظام هم دوی خپل مصروفیت بللی وواو د لو خوږو ترخو شیبو د ولس موزونې ژبې ته هم لاره پیدا کړې ده:

سپوږمیه ګړنګ وهه راخیژه
یارمې دګلو لو کوي ګوتې ریبینه

له موږ وړاندې پخوانیو خلکو ترموږ ستونزمن ژوند درلود، دژوند او چارو لازم توکو ته یې لاس رسی بیخي له نشت سره حساب وو،دطبیعت دوړو پيښو څخه به زیات اغیزمن کېدل دا دلامل شوي وو چې ډیری کم وخته کارونو ترسره کول شپې او ورځې له ځان سره واخلي دوی اړشوي وو چې دشپې کاروکړي سپینې سپوږمۍ له رڼا څخه هم ګټه پورته کړي او د لو دڅرپ او خرپ سره دشپنۍ سړې وږمې هم ملې کړي.

مخکې له دې چې د غنمو د رېبل (لو) پيل شي ،کرګرانو به تر هرڅه لومړی د درمند(درمد) ځایونو غمه خوړله ، هوا جریان (باد) ارزونه په کې لومړی وه هغه ځای به انتخاب کېده چې هلته مناسب بادونه ولګیږي ،درمند ځایونه به معمولا ګرد او لوړځای کې وو،تقریبا د نیم جریبه څخه به یې کم پراخوالی درلود،،دوه ډوله درمند ځایونه شتون لري ،دایمي هغه چې دایم لپاره درمندځای لپاره پاتې کیږي،نورو وختونوکې ترې نورو حاصلاتو لپاره هم کار اخستل کیږي، سربېره پر دې د خوښۍ او د غم په مراسموکې هم ترې ګټه اخستل کیږي ، کورونو او کلیو ته نږدې وي ، د کور سره مل جوړښت شمېرل کیږي ، بل ډول یې لنډمهالي دي ،معمولاپه پټیو کې جوړیږي ، همواریږي او اخېړ ورکول کیږي او د حاصل د اخستو وروسته له منځه ځي .

بل څه چې د چمتووالي په لړ کې مهم دي ،څپرجوړول دي ،څپرکې له یو نیم تر دوه متره په اوږدوالي یو اوږد لرګي اېښودل کیږي،بیا د ځنګل یا د ولې غبرګ لرګي چې د ښاخونو نښلونکي ښاخۍ به په همدغه لرګي کې عمود نښلېدل،ترمنځ به یې د سرۍ یا بل بوټي د لوی لرګي سره موازي کېډۍ کېډۍ تړل کېدل،بیا د څپر لرګي په مرسته چې څپر او جِغ یې سره نښلول ،جغ به دوه غوایان ڼښلول او دوه غوایانو به دغنمو د پاسه په دایروي بڼه خپل حرکتونه بشپړول .
بل څه چې دلته یي یادونه اړینه ده هغه د پرغو پېدا کېدل دي ،ټولو کرګرو دوه یا جوړه غوایان نه شوای ساتلی بل غوایه ته یې اړتیا وه، د دې ترمخ چې څپر شروع کړي پخپلو منځو کې به جوړجاړي ته چې څوک یې دا څاروی یې له څاروي سره جوړه کړي ؛رسېدل .
کله به چې لوونه ولویدل نوربه د درمندځایونو لور ته چې په لوړو ،اوارو اوهوا لرونکو ځایونو چې له مخکې به چمتو شوي وودغنمو تنې وړل کیدلې چیرې چې غوایانو به دڅپر په مرسته میده ولې له دې وروسته به بیا خرې لکه اوږدې غځیدلې غونډۍ په شان تړل کېدلې ، دباد لورته به بادیدلې تر څو واښه اودغنمو دانه بیله شي،باد لوري ټاکل هغه هنرو؛ چې تقریبا د څو ورځو ځنډبه یې یوې یا دوو ورځو ته راکم کړ.

دغنم سرې دانې به د انارود صندوق پرانیستو سره راښکاره شوې ،دلته به د کرګرستړیا رنګ راوړ، غنم او واښه به تر اوسه بېل نه وو،بل چاڼ ته یې اړتیا وه ، داځل به یې ډېر غوایان جوړه کول، د غنمو د پاسه به یې ګرځول ترڅو هغه کلک وږي چې تراوسه ترې دانې بېلې شوې نه دي بېلې شي ،دې چارې ته به یې پرمال وایه ،غنم به یې تقریباکوچنۍ خرې ته ورته سره راټول کړل چې دا جوړښت به یې رېشه بلله ، دا جوړښت دجغتو ولسوالۍ د جوشي او سبزسنګ د کلیو ترمنځ پرتې غونډۍ نومونې ته هم لارموندلې او د رېشکې په نامه بلل شوې ده ، دلته بیا باد ته اړتیا وه چې پاتې واښه هم له غنمو بېل کړي، باد پر وړاندې یې باد کړي ، خو دا مراسم ترخرې لنډ وو او یوبل چاڼ ته هم اړتیا وه چې ټول غنم به له چغل څخه ایستل کېد .

درمد(درمند) اخستو وخت به راغی ،نور نو ګرګر هم د ناقص مخروط دې شکل څخه په تنګ راغلی و،نوي هندسي جوړښت ته یې اړتیا لرله، دا ځل پوره مخروط(مخروط) تر نظر ښه ورغی چې نور نو د دې حاصل په راټولولو کې ستړی نشي،هر لوري به یې د غنم دانې راټولې شوې ،ګردې غونډۍ ته ورته بڼه به یې خپله کړه ،ګنبدي خونې ته ورته به پرې د انځورګرۍ مهارتونه اورنګونه وکارېدل ،همدې باندې به یې سیمه ایز بوټی بدراغ ،سپېلنۍ ،خوشایه ، چاړه،توره او لور اېښودل ، څه چې دوی له انده د نظرماتولو توکي وو، پېریان یې پرې شړلی شوی،د مخروط د راس څخه د قاعدې په لور عمودا مختلفې کرښې چې معمولا به څلور وې او افقي به په کې دوې کرښې وې خو کومې عمودي کرښې چې څکلول کېدې له هغه څخه به یوه ،یوه لپه را اخستل کېدله چې دا به یې قولا بلله او بیا به یې مستحقینو اوپه ځانګړي ډول د دینې زده کړې زده کړیالانو ته ورکول کېدله.

خو د درمند پرانېسته له هنري ښکلا وروسته یو ښه مناسبت و، د ځمکې خاوند که په خپله کرګري کوله پخپله به یې تر هرڅه پورې د ټولو مراسمو تابیا کوله ، که ځمکه به دې شراکت یا د هقانۍ په اساس کرل شوې وه ، بیا په خپله او یا هم د دوی استازیو ګډون درلود ، د کلي امام به هم راغوښتل شوی و،بیا د لوښي په اساس د واحد ( پيمانې ) ټاکلو ته اړتیا وه ؛ دې لوښي به ټاکلی وزن درلود، همدې لوښي په ډکولو او تشولوبه د ټول د درمد اندازه ومعلومه شوه ،ملا صاحب به د دعا په ویلو سره درمند پرانیسته وکړه څوځانګړواشخاصو ته به د اندازې او پیمانې صلاحیت ورکړل شو،دوی به درمند ټولیز کچه وټا کله، بیا به یې دځمکې دخاوند اوبزګر ترمنځ ونډه وربیله کړه ، پاتې نورو به ورباندې څارنه (نظارت) درلود، خوبل څه چې دلته یې یادونه اړینه ده ،په همدې کلیواله ټولنه کې ټولنیز خدمتګاران لکه ډم ، شپون ،لربه ،پاده وان ، اهنګر او نور د سیمې د دود له مخې غنمو په مقابل کې د یوه کال لپاره خدمت کوي او دوی ټول په همدې وخت هڅه کوي چې خپل سهمیه له همدې درمده څخه واخلي خو د دې مناسبت وروستی برخه ماشومانوته د غنمو ( ډالۍ) ورکړه وه چې په سیمه کې ده یک بلل کیږي.

ده یک د درې ژبې یو مرکب نوم دی چې له دوه داسې کلیمو جوړ دی چې د شمار یا د اندازې لپاره کاریږي چې هغه ده (لس ) او یک (یو) دی

د وردګو په سیمه کې بیا یو دود دی چې د حاصلاتو د راټولولو په وخت کې له همدې کرنیزو حاصلونو څخه په ځانګړي ډول د غنموڅخه ماشومانو ته د ورکړې(ډالۍ) په مانا دی، ده یک کلیمه په ښکاره له لسو څخه یو یا پربل عبارت یوپرلس چې د عربي ژبې د عشر او د فقهي نظره له عشر سره د لغت له مخې سر خوري .

بلخوا هغه څه چې د ټولنې په کړو وړو کې ښکاري دا عشر نه بلل کیږي او نه یې خلک په عشر شمېري دا لاندې صورتونه موجود دي.

لومړی – که چېرته دا عشر وي ، د عشر ورکړه ماشومانو ته شرعا جواز نه لري ، که چېرته ورکول کیږي ،باید لومړی یوه لوی د عشر مسحق کس ته ورکړل شي، هغه یې قبض کړي خو بیا د هغه خپله خوښه ده چې ماشومانو ته یې ورکړي او که یې ورنکړي .

دویم-که چېرته دا عشروي ، ماشومانو ته ټول ورکړل شوی سهم د محاسبې له مخې دحاصل لسمه برخه نه کیږي که چېرته دا عشر وي مکمل لسمه برخه ورکړل شي او شرعي حیله ورته برابره شي .

دریم-دا چې د سیمې زیاتره خلک سربېره پر دې د غنمو عشر(زکات ) ورکوي او ده یک پر ورکړه بسنه نه کوي .
څلورم – زیاتره وختونه ماشومانو ته د ځینو چارو د سرته رسولو په مقابل کې ورکول کیږي او هغوی چې برخه اخیستې نه وې، د عاطفې ، مامشومتوب او د ناهیلۍ څخه د مخنیوي په پار ورکول کیږي .

پنځم – کومه برخه غنم چې ماشومانو ته ورکول کیږي ،د هغه څرنګوالي څخه برخمن نه وي کوم چې څېښتن یې کور ته وړي

شپږم – ده یک په ځینو وختونو کې لویانو ته هم ورکړل شوی دی خو هلته نیت د عشر(زکات) نه بلکې د صدقې دی او هغه څوک چې ده یک ورکوي باید د صدقې د ورکړې په نیت یې ورکړي .

دا چې په همدې سیمه کې نه تنها د غنمو بلکې د ټولو حاصلاتو پرته دوه یا دری ځله پرته له فرضي برخې څخه صدقې ورکوي، دبېلګې په ډول د ریشقې په لو کې څوک چې د کرګر سره په رېبلو کې کمک وکړي او یایې ونه کړي د لمدې ریشقې څخه یوه برخه ورکول کیږي ، خو عشر یې هم په هما غه وخت چې د وچې ریشقې ټولیز کچه وټاکل شي ورکول کیږي، غنم په خپل وار بیا څو ډالۍ لري کوم وخت چې شنه غوندې وي پوره پاخه نه وي له وږیو د ډاډې لپاره ، د درمنده څخه بیا د ديني زده کړیالان لپاره قلا او ماشومانولپاره ده یک ورکول کیږي .

له پورتنیو څرګندونو څخه ښکاریږي، چې ده یک عشر نه دی بلکې په کرنیزو حاصلاتو کې د ماشومانو حق دی ،چې نه تنها په غنمو کې نه بلکې په زیاتره حاصلاتو او د سیمې د چاپېریال کې په را لوی شویو باغونو کې د هغو توکو څخه چې ماشوم ته نېغ په نېغه فایده رسوي ورکول کیږي .

په پورته ذکرشوي متن کې د نېغ په نېغه د فایدې بحث راغی ،دلته دا پوښتنه منځ ته راځي چې غنم څه فایده ماشوم ته رسولی شي ؟ لږ پخوا په کلیو کې ګرځنده سوداګرۍ شتون درلود چې معولا به د څارویو په وسیله ترسره کېدلې چې توکې به یې لمده مېوه لکه انګور،خربوزې ،هندوانې ،مڼې ،تازه ترکاري لکه ګندنه او وچه مېوه لکه توت،چهارمغز ،تایپي ، ممیز او نور خو سربیره پر دې د خاورې (کلالي ) لوښي خو د دې د غنمو د ورکړې اندازه د مېوې او ترکارۍ خلاف د هماغه لوښي یا پیمانې ډکول و، چې دا څه به یې پر پيسو اوکباړ سربېره د غنمو په مقابل کې سرپه سر، یونيم تول او دوه تول اصطلاح ګانې منځ ته راوړې وې چې سرپه سر د وزن له مخې یوشان غنم او جنس ، یونیم تول د وزن له مخې یونیم برابرغنم د جنس پر وړاندې او دوه تول دوه برابره غنم د جنس پروړاندې دا په ولس کې د غنمو او جنس پر وړاندې د اخستلو نرخ یا بیه وه او ده یک غنم به ترډېرې اندازې دلته په مصرف رسېدل .

ده یک د ورکړې اندازه له یوې لپې څخه تر دریو لپوپورې په هر درمنده کې وه ،خو هرڅومره به چې ډېر درمندونه اخستل کېدل ماشومان به ورته خوشحاله وو؛ برخه یې لرله ، خپل اوپردی یې ، هلک اونجلکۍ یې نه لرل ، هرهغه ماشوم ترې برخمن کېدای شوای چې درمند ځای ته یې ځان رسولی وی،

دا یو ښه برابرښت وو چې غنم او مېوې یوځای ثمر ته رسېدل،غنم (ده یک ) ځای پرځای پیسې وې ، پرته د ده یک د خرڅلاو څخه چې په پول ( پيسو) واوړي یو پړاو لنډه سوداګري وه ،ده یک تر درمنده پورې اړوند و چې د چنګاښ څخه به یې تلې تر میاشتې پورې به دا لړۍ جاري وه

د هجري لمریز کال د شپږمې میاشتې نومونه چې (وږی) نومیږي ؛ د کرنې سره به له اړیکې خالي نه وي ،خو هغه وخت چې د څارویو قوې غنم له وږي څخه جلا کول په همدې میاشت کې به یی درمندونه اخستل، خو بلخوا د سترګو څارنه هم په چاپېریال کې نور هغه تازه ګي نه تر سترګوکوي چې له دې میاشتې مخکې یې چې زموږ حافظه کوم انځور اخلي ، خو له دې سره سره دا نو د کال نیمایي ته رسیږي،همدا شان د تودخې ګراف په کې هم اخري حد ته رسیږي شاید د کال د تودخې له ګراف څخه دا اخستل شوې وي چې دا یې د ګرمښت وروستی حد او له دې وخت وروسته بیا په سړښت پیل کوي ،د همدې ګراف لوړه نقطه به هم د کرنپوهنې په ژبه د وږي پوخوالی هم د یو بوټي د ژوند د ورستي پړاو په نوم وي

غنم هغه بوټی دی چې د ځمکې پرمخ د انسان سره یوځای پالل شوی دی ،د ادم (ع) په اولادنو کې قابېل له زمانې له وخته د غنموڅخه ورکړه دود شوې ده،کرنه یې شوې ده ،پرمختللې شوې ده ،څېړنه پرې شوې ده ، بېل بېل مېتودنه پرې کارشوي دي ، بېلا بېل ډولونه یې پېژندل شوي دي ،مختلفو ادیانو پاللي دي خو په اسلام کې یو له هغه بوټو څخه دی چې د صدقاتو معیار پرې ټاکل شوی دی،خو اولسونو هم دغه دانې ته په درنه سترګه کتلي دی ،د دسترخوان اړین خواړه یې بللي دي ،نه تنها دا دسخاوت راز یې هم پاللی دی ، مستحقینو ته یې په شنه ګیاه کې جودر ، په وږیوکې ډاډه ،لو کې پاخه وږي ،په څپرونو او خروکې واښه ،رېشه او درمنده کې ده یک اوپه اوړو کې ډوډۍ او نغیند وړاندې کړي دي .
ده یک پروړاندې ګواښونه څه دي؟

ټګنالوژيکي پرمختیا : ترټولو لوی یې چټک ټکنالوژیکي بهیر دی که څه هم له کرګر سره یې په دې برخه کې دا مرسته کړې ده چې ډېرۍ چارې یې په لږ وخت کې او په ښه شکل ترسره شي،خو سره له دې چې فایده هم لري خو یو شمېر مهارتونه او هنرونه لکه د خرې جوړول ، باد پېژندل ،د رېشې جوړول او د غوایانو تړل هغه څه دي چې د منځ تلو په حال کې دي زه یې د بېلګې په ډول د باد پېژندنې هنر به له موږ سره د بادي انرژي په کارولو کې رغنده رول ولري .
ښاري توب : اوسني وضیعت ته په کتو ګڼ شمېرخلک د اجباري او اختیاري مهاجرتونو له امله نژدې ښارونو ته کوچېدلي دي ، ځمکې شاړې شوې دي او هغه نسل چې په ښار کې لویږي دې ترڅنګ به ډېر کلیوال دودونه د لاسه ورکړي د بېلګې په ډول درمنده هنري جوړښت ته به یې هېڅ پام نه وي .

کم ګټه : د غنمو کرنه نسبت نورو کرنو ته اوږده ده ،زحمت یې نسبت نورو کښتوته زیات دی، لګښتونه یې هم نسبت نورو کرنیزو تو کو ته زیات دي او عاید یې کم دی نو پدې اړوند د غنمو کر ته لېوالتیا کمه شوې ده
کلتوري بدلون : د سولې او ابادۍ نشتون خلکو ته به یو سرخوږی دا وي چې د ټولنیزو خدمتونو ترسره کوونکو ( ملاامام صاحب ،شپانه ، لربانه او نور) چې د کال د قرارداد له مخې به یې ټاکلې اندازه غنمو پرځای د میاشتې په حساب پیسې وغواړي، کوم چې حاصلات معمولا د جوزا څخه تر عقرب پورې رسیږي ، پاتې میاشتې کرګر بې پیسو وي د ټولنیزو خادمانو سره به د اجورې په غوښتلو کې به د تاو تریخوالي سره مخ وي او د ترڅنګ به د غنمو ضمیوي خواړه هم له منځه لاړ شي .

طبیعي پېښې : غنموته بېلو بېلو ورپېښو ناروغیو سره موسمي بدلون هغه څه دي چې نه تنها غنم بلکې اوبو ته اړ ټول مخلوقات یې زیانمن کړي دي ، دبېلګې په ډول هغه واورې چې د غرونو په درزنو کې به پرتې وې ،لمر به اسانه نشوای وېلې کولی اوس هغه یوه میاشت مخکې ویلې کیږي ، وچکالي به هر دېرشو کلو کې یو ځل راتلله خو اوس تر لس کلو یو یا دوه ځلې تکراریږي خوپه هرصورت چې دا زما څېړنې موضوع نه ده ، غنم د دانې د بشپړولو څخه پاتې کیږې چې د غنمو د دانې په نشتون سره زموږ فرهنګ ده یک، قلا، د غنمو ډاډه ،منجیله، څپر،د درمنده هنري جوړښت، خرې ، رېشې، ځمکې برابرونه او خړوبونه له منځه ځي

د ماشومانو نه پالنه : دا ښه دود چې ماشومان پرې پالل کیږي ، مستقیما یې ګټه ماشومانو ته رسیږي د ورکېدو سره به یې ماشوم پالنه کمزورې شي او نه تنها په دې کې بلکې د ماشومانو دخوښې وړ حاصلونوکې ونازول شي .

ماخذونه

فرهنګ عمید، حسن عمید،۱۹۶۵م ، اېران
فرهنګ دهخدا.علي اکبر دهخدا ،۱۹۳۱ م، تهران پوهنتون
-ده یک، روهي وېب پاڼه، د حبیب الرحمن  رحیمي) لیکنه

2 COMMENTS

  1. ښایسته او په زړه پورې لیکنه ده ، که څه هم په یوشمېر اصطلاح ګانو لکه ډاډه ، نغیند ،بسراغې (رنځوښۍ) پوه نه شوم او بل دا چې حق الله تاسو قولا لیکلي ده .
    له بلې خوا دا معلومات به راتلونکو نسلونو ته لا ډېر په زړه پورې وي .

  2. منننه چې لیکنه مو ولوسته ،تاسو د څو سیمیزو اصطلاح ګانو په اړه وضاحت غوښتی وو ،
    ډاډه : کله به چې د غنمو وږي پوره پا خه شوي نه وو د شوق له مخې به ماشومانو او ځوانانو د غنمو له تنو را رېبل بیا به یې د اور په لمبو پخول او هغه به چې کله پاخه شول دانه یې د خوړلو وړ وه .
    نغیند . هغه ډوډۍ چې غوړي ،بوره او هګۍ به په کې ګډېدلې نغیند بلل کېدل دا ډوډۍ به د ښې شپې په ورځ چې د قدرشپه ، د عرفات شپه ، د برات شپه ، د نبي (ص) د میلاد شپه او نور په کې را ځي پخېدلې.
    بسراغې : د غوړیو ،بورې او اوړو څخه جوړ خواړه دي چې څوک یې کجورې ، رنځوښۍ او بسراغې بولي معمولا د خوښیو او مېلمپالنې په مناسبتوتو کې پخیږي ،خو دا چې حق الله ما قولا لیکلی دی دا د اولس اصطلاح ده ما عین شی را اخیستې ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب