Friday, December 4, 2020
Home خبرونه حنیف اتمر په جینوا کنفرانس کې د ګډون لپاره سویس ته ځي

حنیف اتمر په جینوا کنفرانس کې د ګډون لپاره سویس ته ځي

تاند (شنبه د قوس ۱) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په جنیو کې د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰ میلادي کال غونډه کې د ګډون په موخه نن سویس ته ځي.

دغه غونډه د روانې اونۍ د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې د سویس په جینوا ښار کې جوړېږي د بېلا بېلو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازي پکې ګډون کوي.

د بهرنیو چارو وزارت د یادې غونډې موخه افغانستان ته د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د سیاسي او مالي ملاتړ راجلبول یاد کړي دي.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې ښاغلی اتمر به په یاده غونډه کې تر ګډون وروسته د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته کې د ګډون لپاره نایجریا ته سفر وکړي.

له ښاغلي اتمر سره په دې سفر کې، د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال، د پانګونې د آسانتیا واحد رئیس عطاءالله نصیب، د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ او د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو یو شمېر رئیسان او سلاکاران هم ملتیا کوي.

دا خبر وروسته له هغې خپور شو چې نن د ولسي جرګې له خوا محمد حنیف اتمر ته د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د باور رایه ورکړل شوه او نوموړی په رسمي توګه ددغه وزارت وزیر اعلان شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د تل له پاره، تل، ترتله او تل ترتله

 ډاکتر ماخان میږی شینواری   ما څوکاله د مخه د تاند درنې خپرونې کې د یوه ډېردرانه او راته ګران استاد یوه لیکنه ولوستله، چې له...

تعریف | صفیه وردک

عینکې يې پر مېز کېښودې.سر یې وګيراوه.ولټېد.المارۍ يې خلاصه کړه.نمجن بوی ترې راووت.ومې نه لیدل چې څه یې کېښودل که وپلټل.د المارۍ یوه پله...

د بغدادي پیر کمالات/ بخت مرجان بختیار

 د بغدادي پیر کرامات مې هم وکتل؛ دا ځکه وایم، چې نصیر احمد احمدي د لوبغاړو کردارونه یوازې درباندې لولي نه، بلکې ژوندۍ صحنې...

د عمر خیام څلوریزې، د عبدالباري جهاني ژباړه

آمد سحری ندا ز میخانه ما کای رند خراباتی دیوانه ما برخیز که  پر کنیم پیمانه  زمی زان پیش که پر کنند پیمانه ما سحرگاه  سو اواز پورته ...

ګوترش:د کورونا اقتصادي‌ او ټولنیز زیانونه په زیاتېدو دي

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وايي، په نړۍ کې له کورونا وبا څخه رامنځته شوي زیانونه به کلونه او...