یکشنبه, جنوري 17, 2021
Home + بایسکل| محمدنعمان دوست

بایسکل| محمدنعمان دوست

کوچنی بایسکل، چې لا یې له میله پلاستیک را تاو و،  دوکان ته را د ننه کړ.
هټیوال له ستړي مشي وروسته، ترې وپوښتل:

د ده خو لا میاشت هم نه پوره کیږي، تا خو ویل  یواځنی زوی مې دی ، ښه او محکم شی راکړه او اوس یې بیرته خرڅوې؟

سړی غلی شو. سترګې یې همداسې پرانیستې پاتې وې. د بڼو څوکو یې د اوښکو غوټۍ وکړې.
ژوره ساه یې واخیسته:

پرون یې له شفاخانې رخصت او کور ته مې راووست، اوله پوښتنه یې د بایسکل وه؛ خو هغه اوس دوه ټایره نشي چلولی. د هغه دواړه پښې….
خبره ترې په چیغه بدله شوه او له دوکانه داسې په منډه ووت، لکه زوروره چاودنه چې وشي.

کیسه ګۍ

نعمان دوست
عقرب ۲۲/ ۱۳۹۹

6 COMMENTS

  1. لنډکی یادښت:

    هټیوال خو څه بزرګ نه و، له کومه و پوهېده چې بایسکل یې د پلورلو لپاره بیرته را وستلی دی؟

    که لیکونکي د دکاندار په خوله کې دا خبره نه وای ورکړې، نو هغه به په خرڅ شوي بایسکل کې د عیب یا عارضې خبره یاده کړې وای.

    ماشوم له روغتونه رخصت شوی…، یعني پر تداوي یې تر میاشت خامخا زیات وخت تېر شوی دی. پلار یې د روحي فشار له خطر ناک حالت او عصبي شوک څخه راوتلی دی، ځکه یې د بایسکل د بیرته خرڅولو فکر کړی… نو (( خبره ترې په چیغه بدله شوه… )) اضافي ښکاري.

    همدارنګه ((له دوکانه داسې په منډه ووت، لکه زوروره چاودنه چې وشي.)) هم ستونزمنه جمله ده، ځکه پر پیښه زیات وخت وتلی او له دوکانه وتل یې له چاودني سره مقایسه کول مبالغه ښکاري.

    محترم لیکونکی دي نه خفه کیږي، که له تاند والو سره خپل نظر ګډ کړي، بې ګټي به نه وي.

    والسلام

  2. ستومان صیب!
    د محترم ” دوست ” د لیکنی په پای کی د ” کیسه ګۍ ” کلمه لیکلې ده
    دا
    مانا
    دا یوه کیسه ګۍ ده، د ” کیسې ” د بیان په وړاندی چنې او چون او چرا ځای نلری.
    په ورځنیو عادی محاورو او خبرو اترو کی ویلای سو مثلاً:
    زما کاکا کیسه کوله چی پنځوس کاله مخکی د کابل هوا ډیره سړه وه.
    خو په ادبی – هنری اصطلاح کی ” کیسه ” یا ” کیسه ګۍ ” یو ډول خیالی او رومانتیک بیان دی.

  3. ستومان صیب
    ضرور نه ده چې په هر څه نظر ورکړې او چې خامخا نظر ورکوې نو باید د مشورې په انداز کې وي، نه د حکم!

    تاته دې وویل شي چې:
    کیسه او راپور سره توپیر لري.
    په کیسه کې ځینې صحنې قیچي کیږي، خو په لوستلو یې لوستونکی په قیچي شویو صحنو هم پوهیږي، البته چې سم لوستونکی وي!
    دا راپور نه دی چې هر څه په جزیاتو بیان شي. د دوی تر منځ څه خبرې شوي، چې هغه نه دي را اخیستل شوي او نه ضرور وې.
    خبره اضافي نه ده، د زوی یې دواړه پښې پرې شوي او که دوه ټایره بایسکل دې کله چلولی وي، نو بیا پوهیږې چې د چا پښې پرې وي، هغه یې نشي چلولی او چې نه یې شي چلولی نو کور کې یو اضافه شی، شي او یا ممکن دا خرڅوي او د معلولینو درې ټایره بایسکل ورته اخلي.
    د ماشوم پلار ته ، دا وخت هغه مهال په یادیږي چې خپل سالم زوی ته یې بایسکل اخیسته، ماشوم بایسکل اخیستلو ته ډير خوشالیږي او د اخیستو لپاره پلار ته عذر و زارۍ کوي ( خصوصا چې کورنۍ غریبه وي) نو دې وخت کې پلار ته هماغه وخت او بیا د زوی پرې شوې پښې ور یادیږي، ځکه چیغه کوي
    وروستۍ برخه ښيي چې ماشوم په ماین الوتی او دا د پلار یواځنی زوی دی. طبعا چې د هغه په معلولیت ورته رواني ستونزه پیدا شوې، کله چې هټیوال ته د خپل زوی کیسه کوي، نو هماغه صحنه ورته یادیږي چې زوی یې په ماین الوتی، فکر کوي لکه هماغه حالت چې دی، نو ځکه منډه اخلي.

    هیله ده خبره درته روښانه شوي وي، د کیسې تشریح خوند نه کوي، خو د دې لپاره چې ته ( ستومان) نشې نو ځکه مې له مجبوریته تشریح کړه.

  4. ښاغلی دوست؛ کور اباد چې خبره دي واضح کړه. ډاکټران وايي خلق تنګي صحت ته ښه نه ده. تاته دي در یاده شي: اوس هاغه پخوانۍ زمانه نه ده چې چابه څه ولیکل، نورو به دستي ور سره و منل. که تاسو یې د لیکلو او په تاند کې د خپرولو حق لرئ، نو له لوستونکي څخه یې د دقت او تفحص حق اخیستل د اوسنۍ زمانې مصلحت نه دی.

    که نوشته دي په کوم علی البدل پښتو ویبسایټ کې خپره شوې وای، په هیڅ وجه مې نظر نه ورباندي کیښ. زوی لویه؛ تر اتیا ملیونه زیات پښتانه حق لري چې لږ تر لږه یو د معیاري لیکنو ویبسایټ خو ولري، زما له نظره تر دې مهاله هغه تاند دی. همدغه یې وجه ده چې (ستا له خبري سره سم) یوه و بل ته پر کمنټ وخت تلفي کوم، خپله خبره ورته لیکم او د لیکنو کمیو ته یې پام را ګر ځوم.

    که خوا دي بده نه شي، زما خبره دي ناکي پر ځان بده لګولې. لیکونکي او لیکوال ته نه ښايي چې پر لوستونکو د ساده یا خدای مکړه احمق ګومان و کړي!

    البته ودې ته مې پام دی چې پر پښتو لیکنو د تایید تر کچې ور هاخوا نظر ورکول لا هم دود نه دی، ځیني یې بده ګڼي ان د ښمني یې بولي. یو شمېر لیکونکي مو رواجي او فرمایشي چکچکو له کاره و ایستل، نازدانه یې اموخته کړل، اوس نو که خبره سمه ور ته و کاږي هم، په لوی لاس یې په بدو اړوي. له خپلو نوشتو سره زاړه شول، خو پاخه نه شول.

    په ادب

  5. ستومان صیب

    زه نه وایم چې نقد دې نه کیږي، نقد دې وشي خو چې نقد وي.

    مننه چې نقد دې وکړ، ستاسې به همدا نقد و. انسان تر خپل وس پړ دی.

    اباد او خوشحاله اوسې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب