Friday, December 4, 2020
Home + باکتریاضد موبایل جوړ شو

باکتریاضد موبایل جوړ شو

تاند(یکشنبه، د قوس ۲) د لومړي ځل لپاره په نړۍ کې باکتریا ضد موبایل جوړ شو.

دا موبایل چې بولیټ کمپنۍ جوړ کړی، د هر راز ویرسونو او جراثیمو مخه نیسي.

دا موبایل (Cat S42) نومېږي چې مینځل کېدای هم شي.

د مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د دې موبایل بیه ۲۲۹ پونډه ده خو هغه ماډلونه یې، چې باکټریا ضد خاصیت لري، په پراخه پیمانه د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې بازار ته راوځي.

بولیټ کمپنۍ هیله لري چې راتلونکی کال به په خپلو نورو موجودو موبایلونو لکه (Cat) او (S62) کې هم باکټریا ضد ځانګړتیا زیاته کړای شي.

په دې موبایل کې باکتریاضد خواص د سپینو زرو یا نقرې له پوښ څخه په کار اخیستلو زیات شوی.

که څه هم دا ټکنالوژي د کووید نولس په شان وایرسونه او باکټریاوې له منځه نه وړي خو د هغو د خپرېدو او سرایت مخه نیولی شي او همدا کافي ده چې د تکثیر مخه یې ونیسي وروسته په خپله وایرس مري.

بولیټ کمپنۍ وايي چې دا ټکنالوژي یې په ۱۵ دقیقو کې باکتریاوې او وایرسونه په سلو کې ۸۰ له منځه وړي او په ۲۴ ساعتونو کې یې ۹۹ اعشاریه ۹ ته راکموي.

دوی دا هم وايي چې موبایل یې د اوبو ضد دی یا د اوبو په وړاندې مقاومت لري او په صابون، او حتي وایټکس مینځل کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د اسماعیل لاروي درې غزلونه

غزل بې رڼا نه شول، هغوی چې خوروي شپې عجيبه ده، چې تر شا ورپسي ځي شپي لمر خو مه وژنې الله ج زموږ لپاره تمام عمر په...

پېري او بړستن (لنډه کیسه) لیکوال: کيسه فاروق سرور

دا خبره چي په خونه کښي پېري دی، هغه پر له پسې تنګوي، بل دا ګاي هم هغه تل بږنېدلي ساتي چي ملګري يې...

د عربي ژبي آلاهو للو، للو/ پښتو ژباړه: عبدالنافع همت

 تر  اسلام مخکي د عربو په جزيره کي يو ناوړه دود دا و چي خپلي لوڼي به يې ژوندۍ ښخولې، خو کوم چا چي...

د سوله مل شينواري ليوني سپي او زړه انا | اکبرکرګر

تاسو لوستونکي فکر ونه کړئ چې گويا سوله مل چيرته سپي ساتلي دي اوهغه ليوني شوي دي. دا خبره د هغه امريکايي سپو د...