شنبه, جنوري 23, 2021
Home + ایا پارتیان، ساکان او اسپه زیان تربوران ول؟

ایا پارتیان، ساکان او اسپه زیان تربوران ول؟

استاد شهسوارسنګروال
هېرودت Herodotus (۴۸۶ – ۴۲۶ م ز) د لرغوني افغانستان د يو شمېر قومونو يادونه په خپل نامتو اثر چې په لندن کې ژباړل شوی او خپور شوی دی کړې ده چې ډېر پخوا په افغانستان کې مېشت او ودا ن ول.
نوموړي تاريخپوه چې د تاريخ پلار ګڼل کېږي د اپرېتي = اپارتي ، باکتريا (باکتر = باختر Bactrian’s)، پکتيکا (Pactyica) او پختويس (پکتويس) نومونو يادونه کړې چې د پام وړ ګڼل کېږي.
د لرغونو اريايانو په لرغوني کتاب ريګويدا کې د پني، بريسا (بړيڅ) پروته يادونه هم شوې ده. په مهاباراتا کې چې په سنسګرت ژبه کښل شوی دی د اسواکا يادونه هم شوې ده او د هېواد د تاریخپوه احمد علي کهزاد اسواکا يا اسواغانه د سنسګرت ژبې يوه ترکيبي کلمه ګڼلې چې د آس او مکان مانا لري. دلته د آس کلمې يادونه وشوه، د دې کلمې په اړه بايد وويل شي، هغه مهال چې په باختر کې اسپه کورنۍ واکمنه وه، دغه بخدي واکمن د دلهرا اسپه، وشتاسب، ګرشاسپه (غرشاسپه) او داروت اسپه په نومونو ياد کړ شوي دي.
ګرشاسپه (غرشاسپه) چې په اووم نسل کې د قومونو د شجرې له مخې فريدون (په اوستا کې تري تونا traitona راغلی دی) ته رسېږي. ولې فريدون بيا په لسم پښت کې يما ته ځان رسوي چې ګرشاسپه (غرشاسپه) کورنۍ د زابلستان واکمن تېر شوي دي. خو غرشاسپ (ګرشاسپ) د پېشداديانو کهول ګڼل شوی دی.
په اوستا کې د ده پلار تريته Tritta په ګوته شوی دی. نوموړی د هېواد په لرغوني تاريخ کې هغه څوک دی چې له سوما (هوما) څخه يې زوخا جوړه کړې ده.
همدارنګه د زرتشت پلار پوروش اسپه هم خپله شجره د اسپه کورنۍ پورې تړي.
نامتو لرغون پوه «ارين» د سوات او باجوړ وګړو په ډله کې د اسپه زي aspazi ټبر يادونه کړې ده.
وروستيو څېړونکو دغه وګړي يوسف زي ګڼلي دي.
يو بل نامتو لرغون پوه سترابون اسپه زي (هپه سي) په نوم ياد کړي دي. خو سراولف کېرو په پټانز نومي کتاب کې دغه دواړه يادې شوې کلمې يوه کلمه بللې او د اسپه زي معرب يې اوسني يوسفزي ګڼلي دي.
«پوهاند جاوېد هم اراکوزيا (يا اراخوزيا) الکوزی، ساکزي، سهاک (ساک) او دا ډول نور نومونه يو د بل سره ورته ګڼي( )
که چېرې ساک زي، سهاک، ضحاک يو شی وګڼل شي نو د دې کلمې ريښه ښايي ساک = ساکا وي او که داسې وي نوساکا (ساکان) کلمه په هخامنشي ډبرليکونو کې د saka په بڼه انځور شوې ده. چې په تورات کې اشکوز = اشکناز، په يوناني متونو کې Skuthui ياده شوې ده.
له دغو څرګندونو نه برېښي چې د هيواد په لرغوني تاريخ کې ساک (ساکان چې له مخزېږدي او زېږدي پيړيو کې واکمن وه) اوسني سهاک، اپرېتي اوسني اپرېدي، بختيان اوسني پښتانه (پختون= پښتون)، ستاګېدي اوسني خټک، ګنداريان (ګندهارا) اوسني کنداريان او نور يادولی شو.
تازيان اندری حصـاری قافــله در قافلـــه
بختيان اندر صحاری کاروان در کاروان
 (مسعود سعد سلمان)
پختګان بر چون بختيان افتان و خيزان مست شوق
ني نشانـــي از مي و ساقــــي و مـي دان ديـده انــد
بختيــــان نفس مــن کــــــه جــــرس دار شـــونـــد
از دهـــــان جـرس افغـــــان خـــراسان يـــــابـــــم
 (خاقاني)
نامتو ختيځ پوه برنارډ ډورن هم لکه د يو شمېر نورو ختيځ پوهانو په څېر د پښتنو په اړه اوږدې څرګندونې کړې دي او په پای کې د خپلو څېړنو په ترڅ کې دې پايلې ته رسېدلي چې پښتانه (ډورن د افغانانو تاريخ۷۲مخ) دهندو اروپايي ولسونو د هغې سترې کورنۍ غړي دي چې لرغونی تاريخ لري. جورج روز بيا د خپلوڅېړنو پدغه اړخ ټينګارکوي چې پښتانه (وګورۍ روزجورج د شرق سلطانان۷۹مخ) ديوه خپلواک اولس په توګه په هغو سيمو کې ژوند کوي چې ټول ملي او سنتي روايتونه يي خوندي کړي دي. نوموړي دا هم پخپل نامتو اثرکې ليکلي دي «پښتانه د فارس سلطانان ول او په کلونو کلونو يي پر هند واک چلولی دی.»( )
يو بل نامتو تاريخپوه برون Brown چې د ايران په تاريخ يي ډېرې څېړنې کړې دي کاږي: «د غور واکمن ټبر د فېروز کوه د غره اوسېدونکي پښتانه دي.»( )
تامسن وليم بيل Tamsun – W – B د واکمنو پاچاهانو ټبر د غوري افغانانو د ټبر پاتې شوني ګڼي. ولې بيلو په ځغرده ويلي دي چې دا کلمه اريايي ده.
افغان تاريخپوه مير غلام محمد غبار کښلي دي چې پاکت يان يعنې پښانه د پاختيا په غرونو کې خواره شول. ځنې د بوديزم پلويان ول او ځنې بيا د زرتشت پلويان.
پوهاند حبيبي ليکلي دي: «ساکان چې ګرځنده يو کوچی ټبر و د امو سوېل ته د باختر په سيمو کې له پکت – پښت او پښتنو سره ګډ شول د ساکه نوم يې په دغه پښتنو کې پرېښود.»( )
د دغه اند په هکله يوې ژورې څېړنې ته اړتيا ده چې آيا ساکان له پښتنو سره ګډ شوي دي او که پښتانه له ساکانو سره؟
له دې مهمه لا دا ده چې پښتانه د ساکانو زوزات دي او که ساکان د پښتنو ټبر يوه ساکي څانګه ده؟
دريمه پوښتنه لا دا کېدی شي چې دغه دوه لرغوني ټبرونه پخپلو کې نږدي تربوران دي او که يو د بل اولاد ده؟
هره خبره چې وي ويبه خو د ساک، ساکا، سهاک، ساکزي، اسحق زي، ساکان، افغانان او په ټوله کې د پښتنو د قومونو په شجره کې ساک زي او سهاک دوه نامتو قومونه دي چې د افغانستان په ډېرو سيمو کې مېشت او ودان دي.
زما د پوهې له مخې ساکان د اوستايانو، پارتيانو، ماديانو او پارسيانو تر څنګه پنځم اريايي ټبر ګڼل کېږي. ولې ساکي کوچي ټبر او پاکت يان (پاختيان = پاکتانه = پختانه) د تاريخ په اوږدو کې ډېر نږدې اوسېدلي دي. ښايي په دې بنسټ سره دغه دواړه ټبرونه د يو پلار اولاده وګڼو. په دې اړه ډېره کره اوغوښنه څېړنه،چې دپارتیا نو،پکتیانو،مېدیانواوپه ځا نګړي دول دسا کانوپه هکله چا کړې ده، هغه پو ها ند استاد زیار دی اوداسې کا ږلي دي «دا سې هم نه وه چې سا کانویوازې سوبې کولې اوسترې ټولواکمنۍ یې جوړولې،بلکې دهنر او پوهې خا وندا ن هم وو…»(پښتواوپښتا نه…۱۲مخ)
ساکان د هندو اروپايي وګړو يوه څانګه ده چې په اوستا کې يې توريا (ښايي اوسنۍ مانا يې تورزن وي) بولي. نامتو ختيځ پوه برنارد ډورن کښلي دي: «پښتانه د هندو اروپايي وګړو څخه يو لرغونی ټبر دی چې لرغونی تاريخ لري.»( )
اثوريانو پخپل مهال ساکان «اشکوزي» بللي دي. د تېرو څرګندونو له مخې که چېرې موږ د ساک (سهاک) او ساکي ريښه يوه وګڼو بيا خو په تورات کې د ويته اشکوز (اشکناز) ويل شوي دي چې اوس موږ په يوناني متونو کې دغه کلمه د Skuthui په بڼه ليدلی شو.
هخامنشيانو بيا ساکان بللي دي او د بيستون په ډبرليک کې سکاسم (اوسنۍ بڼه شکاشم) ياد شوي دي.
ډېرو څېړونکو د ساکانو استوګنځی د واکمنۍ په مهال غور، سيستان او يو شمېر نورې سيمې ښودلې دي او همدارنګه پښتانه هم په بلخ، غور، سيستان، فراه، غزني او د کابل په شاوخوا کې استوګن ول. همدا لامل دی چې پښتانه په ويدا کې د پکتاس په نوم، هيرودت د پکتيان په نامه او بطليموس د پکتين په نوم ياد کړي دي.
همدا راز د پښتو ژبې نامتو څېړونکي جورج مارګنسټرن د تاريخي او مقايسوي ژبپوهنې له مخې چې نوموړی ډارمسټر نه وروسته پدې برخه کې لوړ مقام لري ليکلي دي: «پښتو په ختيځې اېراني ژبو کې د ساکانو لرغونې ژبې ته دومره نږدې بولي، چې  وا يي پښتو د ساکایو ه لهجه ده.»( )
که چېرې موږ پښتو د ساکې ژبې يوه لهجه وبولو نو بيا خو پښتو ژبه لږ تر لږه دوه زره کاله پخوا معموله وه.
دا به ډېره ګرانه وي چې د پښتنو د اصلي ټاټوبي په اړه وويل شي چې دوی لومړی چېرته ودان ول؟ ولې کورني او بهرني څېړونکي په دې اند دي چې د پښتنو لومړی ټاټوبی لکه د نورو اريايي قومونو په څېر بلخ دی. لکه د تاريخپوه غبار خبره که چېرې پاکت يان (پاکتانه = باختانه) اوسني پښتانه وي د دوی اصلي ټاټوبی باختر دی.
 «سوريان د خراسان او غور د افغانانو يو ټبر وه چې تر اوسه هم د هرات شمال لوېديځ د بادغيس د زور آباد (سور آباد) په شاوخوا کې د زوري (سوري) په نامه استوګن دي.»( )
د پښتنو د شجرې له مخې د سوري کورنۍ له نوميالو څخه يو هم د خرنک زوی شنسب وه چې د منهاج السراج په قول دحضرت علي همهالی وه دده په وخت داسلام دين ومانه. دی لومړنی حکمران وه چې له ده نه وروسته د ده اولاده امير فولاد غوري (سوري) پر تخت کېناست.
نورو څېړونکو او شجره کښونکو هم د سوريانو په اړه ډېره څه ليکلي دي او دې پايلې ته رسېدلي دي چې دوی د لوديانو له پښته دی او اصلي ټاټوبی يې غور وه.
له لودي او سوري ټبر نه زموږ د هېواد په تاريخ کې ډېر نوميالي پېژنو چې نه يوازې په افغانستان کې واکمن ول بلکې له هېواد نه بهران دهند په نيمه وچه کې هم ټولواکمني چلولې ده چې موږ دشنسب له اولادې  نه امير فولاد غوري، امير کروړ سوري، شيخ حميد لودي، نصر لودي، امير سوري، امير محمد سوري، امير بوعلي د محمد سوري زوی او نور د بېلګې په توګه يادولی شو.
«ابو المظفر معزالدين محمد بن ساسم قسيم اميرالمؤمنين هم د ختيځ او الی شنسب پاچا وو.»( )
د دغې کورنۍ يو ستر واکمن غوري شهاب الدين و، چې د خپلې ټولواکمنۍ لمن يې ان د هند تر نيمې وچې پورې وغځوله.
د همدې لړی په بنسټ لودي بهلول، لودي سکندر، لودي ابراهيم، سوري شېرشاه، سوري سليم شاه او په سلګونو نورو نوابانو او د پښتنو مشرانو د هند په نيمه وچه په مرکزي او سيمه ييزه کچه حکومت کړی دی.
همداراز د افغانستان په معاصر تاريخ کې له ميرويس نيکه نه وروسته محمود هوتک او شاه اشرف هوتک نه يوازې د افغانستان واکمن وه بلکې د خپلې ټولواکمنۍ لمن يې ان د ايران تر اصفهانه پورې وروسوله.
احمد شاه ابدالي چې په ۱۷۴۷م کال په تخت کېناست نو د خپلې واکمنۍ د پراختيا او پرمختيا لپاره يې مټې را ونغاړلې او د يوې لويې ټولواکمنۍ بنسټ يې کېښود.
   – تږی پوهاند حبيب الله پښتانه ۴۶ مخ.
   – د افغانستان لنډ تاريخ ۱۷۱ مخ.
   – حبيبي پوهاند عبدالحی د افغانستان لنډ تاريخ ۱۸۱ مخ.

1 COMMENT

  1. A simple answer should be yes :

    Even today if you mix a few thousands people from Qandahar/Helmand, Sheraz/Asfahan and Badakhshan/Kolaab, you will not be able to tell the difference between them, until they talk.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب