Friday, December 4, 2020
Home خبرونه افغان او پاکستاني ځواکونه په تورخم کې د تیارسۍ په حال کې...

افغان او پاکستاني ځواکونه په تورخم کې د تیارسۍ په حال کې دي

تاند (شنبه د قوس ۱) افغان ځواکونو تورخم کې د پاکستاني تاسیساتو د جوړېدو مخه نیولې، چې پاکستاني لوري یې په مقابل کې د مسافرینو پر مخ د تورخم دروازه تړلې.

د ننګرهار چارواکي وايي چې پاکستاني لوري له پخوا غوښتل نوې د ابادۍ چارې تر سره کړي او نن یې تازه تحرکات کړي چې افغان ځواکونو یې مخالفت کړی او په مقابل کې یې پاکستاني عسکرو دروازه تړلې ده.

د والي د ویاند عطاء الله خوګیاڼي وايي چې د تورخم دروازې د بېرته خلاصېدو لپاره هڅې روانې دي.

بلخوا راپورونه وايي چې دا مهال تورخم کې پاکستاني او افغان پوځيان يو بل ته ګوته په ماشه ناست دي.

ویل کېږي سلګونه کسان چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي او دغه راز سلګونه لارۍ چې په خوراکي او نورو توکو بار دي دواړو لوريو ته بند پاتې دي.

د یادونې ده چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان له لوري د تاسیساتو پر جوړېدو د افغان حکومت چوپتیا ګڼې پوښتنې راولاړې کړې دي، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې نظر دي چې د افغانستان حکومت پر ډیورنډ فرضي کرښه له پاکستان سره معامله کړې ده.

تېره اونۍ ګڼ شمېر پاکستاني چارواکي او د پاکستان صدراعظم عمران خان کابل ته په سفر راغلي و او له افغان چارواکو سره یې د تازه همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا ژمنې تازه کړې.

1 COMMENT

  1. کله چې سړی دا ډول خبرونه ګوري، د سړي په مغزو کې حتماً دا خبره تېرېږي چې څه پټه معامله به شوي وي چې حکومت ورباندې غلی دی. نه پوهېږم چې حکومت ولي ورباندې غلی دی؟ کېدای شي ځواب یې همدا وي چې ، دا ګوډاګی او د امپریالیزم نوکر حکومت به همداسې هم کړي وي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مد و جزر اسلام؛ د مولوي محمد سرور واصف قندهاري لږ پېژندل سوی اثر

استاد محمدمعصوم هوتک   مولوي محمد سرورخان واصف قندهاری ( ۱۳۲۷ هـ ق =۱۹۰۹ع شهید) په افغانستان کي د حبیبیې مدرسې یو ویاړلی استاد، لیکوال او...

ټال، د ژوند کیسه | حبيب وقار

ناول څه دی، ایا تاسې ناول ته له څو دقيقې يا څو ساعته کيسې څخه د خوند اخیستو په سترګه ګورئ. ایا تاسې ناول...

د جرګې پرېکړه (لنډه کيسه) ليکواله: نسيمه باري

د کلي په منځ  کي د جانو  اکا  کور  له ورايه ښکارېده، ځکه څنګ ته يې يوه تاريخي برجوره کلا وه چي اوس کنډواله...

د مور تصوير / محب الله آرمل

دا تصوير د يوه داسې عراقي ماشوم دی چې مور يې د امريکايانو په بمبار کې له لاسه ورکړې ، ماشوم هر ورځ د...

واما اداره:د سولې خبرو لپاره کوربه هېواد باید بې طرفه وي

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) واما د تحقیق او نتایجو ادارې په یوه څېړنه کې ویلي چې د مذاکراتو لپاره کوربه هېواد باید بې طرفه...

ګوترش:د کورونا اقتصادي‌ او ټولنیز زیانونه په زیاتېدو دي

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وايي، په نړۍ کې له کورونا وبا څخه رامنځته شوي زیانونه به کلونه او...

پر سولې د سلا مشورو لپاره خلیلزاد قطر ته روان شوی

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد پر سولې د سلا مشورو لپاره د قطر په لوري...