یکشنبه, جنوري 17, 2021
Home مقالې افغاني ټولنه او د دیموکراسۍ جانبي عوارض| صاحبزاده

افغاني ټولنه او د دیموکراسۍ جانبي عوارض| صاحبزاده

په دې کې شک نشته چې د بشرې ټولنې د چارو د ښو سمبالولو او چلولو لپاره دیموکراسي غوره نظام دی ځکه چې د انسان د فطري ازادۍ اساسات په کې مصئون دي .

انسان ازاد خلق شوې او د خپل ژوند او د هغې د پرمخ بیولو لپاره د نظر څرګندولو او د خوښ او ناخوښ د انتخاب د ازادۍ حق لري چې په ټولنیزو پریکړو کې بیا د اکثريت د نظر په اساس پریکړه کیږي خو هر چاته د هغه د مافی الضمیر د بیان حق ورکول کېږي ، په هغه ټولنه کې چې اوسیږي دهغې د ښې او بدې په اړه پوښتل کیږي او د اکثریت نظر ته اعتبار ورکول کیږي او پر بنسټ یې پریکړه کیږي

خدای ورکړي فطري حقوق په کې نه سلب کیږي او هر انسان تر هاغه بریده ازاد دی تر کومه چې د بل پر حق تیری نه وي شوی

له همدې امله په نړۍ كې د دیموکراسۍ پلویان زیات او لا زیاتیږي او نړیوال یې د خپلو ټولنیزو چارو د چلښت او سمون لپاره د مناسب نظام په توګه مني

زمونږ ټولنه مه حسابوئ ، دلته د خپل مخ تر ویښتانو (ږیره او بریت) نیولې تر ډېرو نورو خصوصي مسایلو پورې د نورو واک چلیږي

پداسي ټولنو کې لکه دا زموږ چې ده دلته د درملو د اصل مفعول له ګټې څخه جانبي عوارض ډير ورانی کوي او زیان یې تباه کوونکی ثابت شوی

زمونږ په ټولنه کې د دیموکراسۍ د لمړنۍ تجربې نتیجه دا وه چې په سیوري کې یې داسې مضر او زهري بوټي راشنه شو او وده یې وکړه چې تر ننه یې زهر د هر افغان په بدن کې چلیږي

د ملت د بابا المتوکل علی الله محمد ظاهر شاه د سلطنت په اخره لسیزه کې کله چې د دیموکراسۍ نظام متعارف شو او قانون سیاسي حزبونو ته د فعالیت اجازه ورکړه نو زموږ د ملک د لیرې او نږدې ګاونډیو غوا لنګه شوه او د دیموکراسۍ تر سیوري لاندې یې هغه څه کول پیل کړل چې تر ننه مو د هغې  کړو له وجې زاړه مالوچ تر سینې تړلى

د خلق ، پرچم ، شعله ، اِخوان ، مساوات او افغان ملت په نامه ګوندونه را برسیره شول او په ډېره بې باکۍ یې د لیرې او نږدې ګاونډیو په بربنډ ملاتړ او لاسوهنه د دیموکراسۍ تر نامه لاندي د هیواد د یوه ټینګ او باثباته نظام د ستنو لړزولو ته شروع وکړه

پادشاه او د هغه حکومت یې په رنګ رنګ تورونو تورناوه او د خپلو بادارانو په مستقيمه لارښوونه ېې د خپل واک او تسلط لپاره کار کاوه

پادشاه یې په بې عدالتۍ او د ملي شتمنیو په غلا تورناوه او د عامو خلکو ذهنونه چې په هغه وخت کې یې هیڅ سیاسي شعور نه درلود د مسؤلینو او چارواکو پر ضد پیچکاري کول

خلق او پرچم د کور ، کالي ، ډوډۍ په نامه او اِخوانیانو د ملت د دیني احساساتو څخه په استفادې د عمري عدالت او په ژوندانه د جنت د زیرو په وعدو العوامُ کالانعام د ځان پسې کول

په نتیجه کې د دیموکراسۍ د سیوري لاندې داسې زهرجنو بوټو وده وکړه چې بلاخره دیموکراسي یې د خپلې ازادۍ سر ته کښینوله

شهید داوود خان د خپلې پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال هڅه وکړه چې ددې مضرو نیالګیو ، چې د ملت د بابا ظاهرشاه په دوره كې د دیموکراسۍ نه په ګټه اخیستو د تهدید تر بریده لوړ او ځواکمن شوي وو مخه ونيسي خو له بده مرغه د یوه تصادفي مخامخ برخورد په نتیجه کې چې داوود خان هم د ځینو غلطو سیاسي محاسبو ښکار شوی وو د داوود خان د کورنۍ د غړو سره یوځای افغان دیموکراسۍ هم ساه ورکړه او په هیواد د داسې دیکتاتورۍ لاس بر شو چې هندو یې هم د مسلمانۍ په تور ژوندی تر خاورو لاندې کړ

د افغاني ټولنې داسې غړي او وګړي یې د فیوډال په نامه د ژوندون له حقه محروم کړل چې قرضداران یې تر اوسه د وارثانو او بازمانده ګانو پسې په محاکمو ګرځي .

په هیواد داسې یو نظام مسلط شو چې زرګونه کسان یې صرف او صرف په دې وجه د خاورو لاندې کړل چې کیدای شي (؟) دا زمونږ د انقلاب ضد وه اوسي ، خوله پرانیستل او نظر څرګندول خو هډو واقع نه شو .

دا نظام په حقیقت کې د هغه دیموکراسۍ جانبي ضرر وو د کومې چې افغانانو له سره څه ګټه وه نه لیده

دا ځل بیا له کومې ورځې چې نړیوالې ټولنې پـه افغانستان کې د دیموکراسۍ نیالګی وکاره (٢٠٠٢) د هـغه پالنه يې د داسې یو بې کفایته او کمزوري شخصیت خاوند ته په لاس کې ورکړه چې د ولسمشرۍ په منصب ناست وو او د ټوپک سري له خوا په څپېړه ووهل شو ، ټوپک سری (پُر قدرت ترین ابر مرد تاریخ سیاسي افغانستان) شو او دی بې کفایت ترین او ضعیف ترین ذمامدار د هیواد .

د داسې یو پڅ او خوشامندګر سړی په واکمنۍ کې دیموکراسي ټولنې ته د خدمت او ګټې پر ځاى د جانبي عوارضو د ځواکمنیدو په نتیجه کې بیا داسې حد ته ورسیده چې له ګټې یې تاوان په مراتبو زیات ثابت شو. دغه بې شخصیته شخصیت د خپل واک ټول څوارلس کاله د ټوپک سرو ، ملي غلو ، او داړه مارانو په خدمت کې تیر کړل نه ېې د دیمکراسۍ کوم بنسټ تهداب ګذاري کړ او نه ېې دیموکراسي په یاد وه له دیمکراسۍ څخه د هغه فهم او د هغه د توجه مجال صرف همدومره وو چې دی باید کاندید او انتخاب شي فقط لا غیر.

د انتخاباتي منصبونو واک (ولایتي شورا ګانې او ولسي جرګه) ټوپکیانو په لاس کې ونیوه د ملک پر عايداتي شهرګونو د ټوپکوالو او د هغوی د شریکبانډو قبضه قایمه شوه او دیموکراسي د ټوپک د شپیلۍ مخې ته د پښو او لاسو وتړل شوه. شک نشته چې د دیموکراسۍ چیغې او فریاد د هغوى په غوږو هم لګیده چا چې دې ملک ته د دیموکراسۍ د راوستو سینه ډبوله خو هغوی ځان پدې برئ الذمه کاوه چې خان جانې او پټان جانې.

دیموکراسي په رڼا ورځ د دیکتاورۍ او انارشۍ خوراک کیږي خو حامیان یې ځانونه چي کاره بولي

یوه ډله د بیان د ازادۍ ، د غونډو جوړلو ، په لوی لاس د ولس سترګو ته د خاورو شنلو حق لري خو بله ډله بیا ددې اساسې دیموکراتیک حق په تر لاسه کولو ګواښیږي او د زورازمایۍ تهدیدونو ورته کيږي

زه د ډاکټر نجیب پلوی نه یم او د لیکنې پیل مې هم د همدوی په غندلو کړی خو د ګلبدين کوم ځای تر نجیب ښه دی ؟!

مونږ په دې پوهیږو چې په ګلبدین مزاجه ټولنه كې د دیموکراسۍ پلویان علمانیان باله شي خو زموږ قناعت پدې دی چې د سپي په خوله سیند نه مرداریږي.

كه دیموکراسي وي نو هر څوک بايد د خپل نظر د څرګندولو حق ولري او نور يې د اوریدلو توان او حوصله ، نتیجه ګیري د هر چا د خپل فهم او درک محصول وي او څوک په چا د جبر او تهدید له لیارې د قبلولو او ردولو حق وه نه لري ، دا حق باید قانون خلکو ته ورکړي او خلک باید د قانون ملاتړ وکړي چې تطبیق یې ممکن او د ځاني او مالي لګښت پرته د هر وګړي د لیارې مشال شي.

م . صاحبزاده

سانفرانسِسکو– کلیفورنیا

د سپټمبر ٢٥

1 COMMENT

  1. ډیره زیاته مننه . مشره ډیرې ښې او اړینې نکتې ته مو زمونږ پام راوړاړوه.
    همداسې ده، دا هر څه ریښتیا دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب