سه شنبه, جنوري 26, 2021
Home سنګر افغانستان له ۲۳۰کلونو دمخه د پارس صفویان، د هند ګورګانیان

افغانستان له ۲۳۰کلونو دمخه د پارس صفویان، د هند ګورګانیان

استادشهسوارسنګروال

په دې وروستیو څو ورځو کې د ولسمشردویم مرستیال سروردانش، د څرګندونو پر وړاندې یوشمېرغبرګونونه رامینځته سول، چې ولې داسې بې مسولېته خبرې وکړې؟

زما د دې لیکنې موخه دا نه ده، چې وښېیم ګنې د افغانستان په معاصرتاریخ کې یو شمېر واکمنو تېروتنې نه دي کړي، زه د دې خبرو پخلی نه کوم، ولې کومه ژبه چې سرور دانش کارولې سمه نه ده…ښايي یونا لوستی انسان هم داسې کاواکه، بېواکه او بېباکه ژبه، چې اکاډمیکه مخینه نلري وکاروي…

د دې لپاره چې د ده څرګندونې کره کړو، تېروتنې یې ورپه ګوته کړو نو د تاریخ یو څو پا ڼې ورته په مخ کې ږدو او لږترلږه یې د کره کتنې اخلا قو ته پا م را واړوو …نو دې همدې بنسټ له مخې ښه به وي، چې د افغانستان او ټولې سیمې سیاسي او پوځي چاپېریا ل، چې  ۲۳۰کاله دمخه شتون درلود یو لنډ جاج وا خلو…،لږ شا ته ځو :

له چنګېز نه راواخله ترتیمورګورګا ني اوبیا تر ظهرالدین بابرپورې،دومره وژنې اووینې تویونې ،نه یوازې په افغا نستان کې ،بلکې دنړۍ په دې سیمه کې چې شوي … د نړۍ په تاریخ کې لږ ساری لري .

ولې بیا هم تر ډېره بریده ددغو خونړېوپېښواوغمیزوډګراوپلازافغا نستان وو. که موږ یوازې دبېلګې په توګه ، دچنګیزهغه خونړي بریدته تم شو،چې دلرغوني افغانستان په یوه لرغوني ټا ټوبي بامیانو تر سره کړ،چې نه یوازې په ډله ییزه توګه انسانان له مینځه یوړل، ان تردې چې دښځونسونه یې څېرې کړل او دهغو له ګېډویې ما شومان را ووېستل او بیا یې وژل…انسا نان څه چې دچنګېز خونړي پوځ دبامیانو څا ر وي هم له لبه ووزل .

ددغوظلمونو او ډله ییزووژنو په تړاو، ډېر وړاندې تا ریخ ته نه ځو، غوره به وي،چې د مو ضوع پّه تړاودیادو غمیزوڅوبېلګې دپارس دصفوي شا اسماعیل اوګورګا ني بابرظهیر الدین له یرغلونو او بریدونوپیل کړو :

لومړی د پارس صفویان

له شا ه حسین با یقرا وروسته(۱۵۰۶ز) دافغا نستان په ګا ونډ کې دنووحکومتونورا ټو کېدل زموږ دهېواد لپاره یو بل نوی ګواښ وو،چې دهرات د تېموري ګور ګا نېا نوواکمنۍ ړنګه کړه .

شېبا ني خان یا دوم،چې سمر قند یې ونیو…له امو روده را پورېووت بلخ یې لاندې کړاو تر هرات پورې سیمې وګواښلې…دده ځواکونودهرات شتمنو خلکو ته ګواښ وکړ،که چېرې د تاسوهرتن سل زره مثقاله سره زر رانه وړل وبه وژل شي .

شیبا ني خان دمروې ،مرغاب،اندخوې،بادغیس،هرات،دخراسان ښارونه لکه نېشاپور،مشهد،استراباد اونوروسیمو کې ټول وژنې وکړې او شته یې ترې لوټ کړل…(دهندوستان تاریخ۲۹۵مخ اوافغانان له پارس…۳۴۳مخ)

ددې لپاره چې صفوي شا ه اسما عیل دازبکانومشرشیباني خان ته خپل زورښودلي وي نو دهغه پر ضد یې بریدونه پیل کړل .

لومړی یې دشیباني نامتو جنرال جان وفا میر زایی وواژه اوبیا یې شیبا ني خان له ۲۵زروپوځیانوسره یوځاې له مینځه یووړ .

کله چې دشاه اسماعیل ځواکونودشیباني خان ککرۍ دشاه اسماعیل حضورته راوړه نو هغه ورته ووېل تنه یې څه سوه؟ هغه هم راوړۍ . دشیباني تنه چې افغانا نومروې ته څېرمه خا وروته سپارلې وه له هدېرې ووېسته اوشاه اسمعیل ته یې راوړه…هغه امر وکړچې دهغه دوجود نه یوه یوه مړۍ غوښه وخوري..قزلبا شانو دسترکو په رپ دهغه دتن غو ښه پا که وخوړه اوبېا یې دهغه ککرې ته دسرو زروپوښ ورکړاو کله به چې شاه اسماعیل شراب څښل نودشیباني خان ککرۍ به یې په سرراواړوله .

شا ه اسماعیل،چې شیعه مذهب یې ددولت درسمي مذهب پّه توګه ومانه،نو دنورومذ هبونودځپلوپه نیت دهرات جامع جومات ته ننوتل،…دجومات خطیب ته وویل،چې ابوبکرصدیق او حضرت عمرته کنځلې وکړي،ولې کله چې هغه انکار وکړهغه ې له ممبره را وغورځوه ږیره یې ور وشکوله او بېا یې دممبر لاندې وواژه.

دصفوي شا ه اسماعیل سترګې چې مذهبي فا شیزم اوتعصب ور پټې کړې وې په ډېرې بېباکۍ دده ددربار ملاپه ډاګه ووېل،دیوه سوني وژنه دومره ثواب لري، لکه څوک چې پنځه کا پران له مینځه يوسي،له سوني سره دشېعه مذهب نکاح نارواده، که چېرې یوه سوني مېرمن اومېندواره وي،خېټه یې ورڅیرې کړۍ اونر ماشوم یې په نېزه ووهۍ…(شفاپس از هزار…۷۲۶مخ)

له شاه اسماعیل وروسته،شاه طهماسب واک ته ورسېد ،دی لا چې کله دهرات والي وو، نه یواځې افغا نان ددوۍ دظلمونوله ګواښ سره مخ وه .(۱۵۲۴-۱۵۷۶ز) بلکې دوچکالۍ اوقحطي له امله افغانان له داسې ستونزواوکړاوونوسره مخ شول،چې ان خلکودسپیانو اوپشیانو غوښې وخوړلې .

له یوې خواهراتیانو او په ټوله کې افغانانو دشاه طهماسب دظلمونو له کبله ،چې له افغانانو یې ملا ما توونکې ما لېیه را ټولوله افغا نا ن یی له ستر ګواښ سره مخ کړي ول …د سا ري په توګه د با بر زوې شهزاده هما یون،چې له افغان سوري شېرشاه (۱۵۴۰ز کال) ماته وخوړه . دطهما سب در بار ته پناه راوړه ،نو بیا دهرات والي امیر خان دېرش ځا نګړي اسونه ،چې دسرو زروزېنونه در لودل دده دهرکلي لپاره تیار کړي ول .نوبیا یې څلور سوه توپونه،سل اوښان،دصفوي شاه اسماعیل توره اوکمربند، خېمې،غالۍ،ورېښمینې جا مې په لسګونو نورتوکي،چې دلکونو روپییوار زښت یې درلود او دا هر څه د هرات دخلکو شتمنۍ وه له زر ګونو جنګیا لېیو سره د

با بر زوې هما یون ته په واک کې ور کړ شول،چې له افغا ن مشرسوري شیر شا ه سره مقا بله وکړي»(افغانان له پارس۳۵۱مخ)

دطهماسب په زمانه کې هم چې کوم پا څونونه وسول ده هم په ډېرې بېرحمۍ سو ني پا څون وال وځپل او کوم جنګي اسیران،چې نیول شوي ول ټول یې له تېغه تېر کړل ، یوازې هغه کسان ژوندي پا تې شول،چې هغوۍ له وېرې شېعه مذ هب منلی و ه .

د صفویانو پر وړاندې د پا څو ن والوپزې او غوږونه پرې کېدل اوبیا به یې پرې خوړل .دځنو به یې شونډې ور ګنډ لې اوپه پاې کې به یې وژل .(هماغه اثر۳۵۳ مخ)

«در روز ګا ر یې شاه اسماعیل وطهماسب»نومې کتا ب کې په ډاګه شوې،چې دیوتن ژ به یې له شونډوسره وګنډ له او بیا یې خم کې وا چوه او له یوه لوړ ځا یه یې را وغورزوه »(ایران…۳۷۲ مخ) په صفوي در با ر کې یو شمېر سړی خواره هم روزل شوي ول، نو کله به چې خپل دښمنان ونیول ،نو له پو سته به یې کړ، په سیخ کې به وپېیل اوپه مزه مزه به یې خوړل…(افغانان…۳۵۴)

له طهماسب وروسته صفوي شاه عباس به چې شراب وڅښکل نوبیا به یې پا څون وال له زندانه را ووېستل ،چې تر ډېره بریده سونیان او افغا نا ن ووغوږونه اوپوزې به یې ورپرې کړل ، دیګ ته به یې وا چول، بیا به یې تنا ره ته ور ټېل وهل .

ده به دنېشې په مهال هغه ښکلې او ښا یسته نجونې،چې د پارس له بېلا بېلو ښا رونودر بار ته را وستې وې، نوبیا به یې په محفل کې مستي ور سره کولې …

په دې تړاوډېرو څېړونکو، لکه کروسنسکي،ډاکترشفا،تاریخې صفوي،سایکس،دپارس تاریخ،جي-پي-تیت او په لسګونوتا ریخپو هانودصفویانود واک له ناوړه کړو وړوپلو پورته کړی دی …دساري په توګه،د صفویانو دظلم او عیاشۍ په اړه په ځانګړې توګه دصفوی شاه حسین دواکمنۍ په مهال ،له ښکلو او ښایسته نجونوشا هي ماڼۍ ،سلطنتي حرمسراې اوبېلا بېل قصرونه ډک ول .

سربېره له دې چې له ښکلو نجونو سره یې عیاشي او بېباکي کوله،خپلو مېر منو سره یې نا وړه چلن کا وه اوان داسې له تاوتریخوالي ډکې پېښې هم په شا هي ما ڼېیو کې تر سره کېدې ،چې نجونو او ښځو ته دځغم وړ نه وې .

همدا لا مل وه،چې ددا ډول ناوړه پېښو په ترڅ کې ، مخکې له چې طهماسب دخپلې مېر منې پر وړاندې په تا و تریخوالي لاس پورې کړي،د همغې ښځې له خوا ووژل شو .

صفوي شاه حسین خپلو ما ڼېیو کې،چې په زرګونو ښکلې اوپېمخې نجونې سا تلې ، نو دهغوۍ د چوپړ او خدمت له پاره شپېته زره خسي شوي غلا ما ن ګو ما رلي وو .

له یوې خوا د سلطنتي کورنۍ عیاشي اوبېبا کي وه او له بلې خوا ددوۍ بګنوونکي ظلمونه ول،چې دخپلې ټولواکمنۍ په بېلا بېلو سیموکې ،چې بې شمېره غمیزوته لاره اواره کړې وه ترسره کېدل ،چې موږ دصفوي واکمنو هغه بېلګه یا دولی شو،چې د«شېعه مذ هب د خپرولولپاره یې ۲۵۰زرو په شا و خوا کې د سوني مذ هب اونورو ادیانوپلویا ن ووژل .»(سعیدي سير جاني…خطي نسخې۱۸۷ مخ ) کروسنسکي په ځغرده وایی،چې صفوي شاه حسین په ځانګړي حرم کې دېرش ۳۰ ځانګو ګانې ځنګېد لې،خو که یوشمېر اولا دونه په وړکتوب کې مړه شوي نه وی ، شمېر به یې له دې هم ډېر وی .» (کروسنسکي۷۶ مخ )

د افغانستان په بېلا بېلو سیموکې له هرات نه را واخله ترسیستان اوهمغسې تر کندهار پورې ځاې ځاې دصفويا نوپر وړاندې پا څونونه کېدل،چې موږ په دې لړ کې شاه محمد کلا تي يا دولی شو ،چې له زابل نه نیولې تر غزني پورې دتوخو،نا صرو،هوتکواونوروټبرونو پرملاتړپا څون وکړ.

سلطان ملخی،حاجي عادل،با بي خان،ښالم خان ،دولت خان او نورسیمه ییزواکمن یا دولی شو ،چې دصفویانود مذ هبي فا شیزم پر وړاندې پا څونونه وکړل .

صفوي شا حسین ددغوپا څونونودځپلولپاره ګورګین کندهارته واستوه .ده کوښښ کاوه،چې دغلجېیو اوابدا لیانو تر مېنځ بې با وری را مینځه کړي،خومیر ویس خا ن نه یوازې دده ناوړه کړو وړواوموخو تراغیزلا ندې را نغی، بلکې کندهار یې دګور ګین له شره وژغوره …

د هند ګورګا نیا ن :

له مغلي چنګیز او ګور ګا ني تیمور نه وروسته ددې ټبر یو بل خونړی واکمن ظهرا لد ین با بر وو .«دی د میرزا عمرشیخ زوې دسلطان ابو سعید ګورګاني لمسی په ۱۴۹۳ز(۹۰۹ق) کا ل په فرغانه کې چې دیوولسوکالووه په تخت کېناست .» (افغا نان له پارس…۳۴۴مخ)

بابر چې له مینځنۍ اسیا نه افغانستان ته را پورېووت، له بدخشا نه ترکندوز پورې سیمې (۱۵۰۳ز-۹۰۹ق) یو دبل پسې لا ندې کړې اوبیا یې کا بل ته مخه کړه …ده چې له محمد خا ن شیبا ني نه وېره در لو ده ډیر زر مخ په کندهاروخو ځېد .

بابر تر ډ ېره بریده ،چې کو مې سیمې لاندې کولې هغه یې دجګړې له لارې په زور نیولې او بیا یې دښمن په ډېرې بېرحمۍ ځپه …دی پخپله وایی چې ما تر کندها را پورې دغه سیمې څرنګه لاندې کړې؟ «چغانیان رایه راکړه ،چې په کندهار برید وکړم،کند هار ته مې مخه کړه…کلات ته چې ورسېدم تر یوې درنې جګړې وروسته ، دکلات اوسېدونکووسله پر ځمکه کېښوده…دغلجي قوم نه ډېر غنیمت په لاس را غلی وو .کندهار ته ورسېدم ،زما پوځونو دښمنا ن په مخه کړل ، دکندهار کلا ته ننوتم، خزانه په سنګي کلا کې سا تل شوې وه، خزانه مې لوټ کړه ، بیا ارګ ته ورغلم…زما پوځ دکندهار له شاهي محلونودا ټول سا ما نونه ترلاسه کړل …»(بابر نا مه ۸۵-۱۱۴-۱۱۵مخون )

بابر چې هغه مهال په ۱۵۰۴ز کال کابل ونیو د لومړي ځل لپاره یې له پښتنو سره جګړه پیل کړه او کله چې دهېواد ختیځ ته مخه کړه دجګد لک پښتا نه یې پر مخه کړل او ګڼشمېر افغا نان یې ووژل او دګګيا ڼېیو مشر«فا جي» یې له ځا ن سره یر غمل کړ.

کله چې له خیبر نه تېر شو، جم،کوهاټ،هنګو،بنواو ان دګو مل تر سین پورې پرمختګ وکړ . ولې دمېشتو قومونوله غبر ګون سره مخ شو،چې موږ یوسفزي،ګګیاڼي،دلزاک،بنګښ،عیسی خیل ،نیازي،لواڼي اونورلوې اوواړه افغان ټبرونه دبېلګې په توګه یا دولی شو .

بابر پخپله وایی،چې کومې سېمې ته به چې ورسېدم، هغه وګړي به مې له لبه وځپل او له ککرېیو به مې څلي ودرول…دساري په توګه ده په بابر نا مه کې کاږلي،چې په کوهاټ کې مودوه سوه تنه (۲۰۰) ونیول،ځنې ژوندي را وستل او زما جنګیالېیودځنو پښتنو سرونه راوړل…په هنګوکې مودکمپ مخې ته دپښتنو له ککرېیویوبل څلی ودروو…هنګونه ټل ته په لا ره مو دمغرورو افغا نانوله دوه سوه ۲۰۰نوروسرونونه بل څلی هسک کړ.

بنو ته چې ورسېدوهلته مو یوبل کله منار جوړ کړ،چې بېا یوتن مشر«ښادي خان»چې واښه یې په خوله کې نیولي وو،زما حضورته راغی …دی وړاندې کا ږي ،ما نه یوازې دوۍ وژل بلکې ددوۍ مېږې او رمې موهم ترې را وګر ځولې او ددوۍ شته مو ترې لوټل …دی په پاې کې پهّ دې ټینګار کوي،چې دافغا نا نو له ککرېیومې ډېر څلي ودرول او ددوۍ مشران مې ووژل او بیا له بنونه غزني ته را وا ووښتم .»(وګورۍ بابرنا مه۲۳۰مخ نه تر۲۳۷مخ پورې)

بابرله دېنه پرته،چې کوم بریدونه په افغا نانوکړیدي، موږ یې یوازې دسا ري په توګه یا دونه کوو،چې څو بېلګې داسې دي : په ۱۵۰۷زکال دکابل دغلجېیوقومونوځپل دسکانه په سیمه کې،دمومندو وګړو ډله ېېزه وزنه، په کټواز کې غلځېیوته درنه مرګ زوبله اودسل زره مېږواوپسونویرغمل…

دلمغان اوننګهار دیوشمېر قومونوځپل،چې موږ خدرخېل،شیمو خیل،خوګیا ڼي اونورد بېلګې په توګه یا دولی شو . پهّ با جوړ جندول، سوات او ان ترابا سینه پورې دزرګونوا فغا نانومرګ ژوبله،چې یوازې په با جوړ کې درې زره(۳۰۰۰) با جوړېان ووژل شول .

په با برنا مه کې دا هم را غلي چې سلطان ویس دخره په بارڅلورزره باره وریځې زما پوځ ته را ټولې کړې اوداسې ګوا ښنه هم وشوه، که چېرې وریځې له اړ تیا سره سم برا برې نشي ، نوټول به ووژل شي …ده له دې سربېره دملک شاه منصور،سلطان علا والدین ، طا ووس خان اودیو شمېرنورو افغا ن مشرانویا دونه هم کړې ده اووېلي ،چې ملک شاه منصورخپله لوربې بې مبارکه را ډا لۍ کړه .

له بي بي مبا رکې سربېره دی د بي بي شا بوړۍ یا دونه هم کوي،چې پهّ ډېرې مېړانې را سره وجنګېده او په لیدلویې ډېرخوا شینی شوم ،چې ووژل شوه .

دظهر الدین بابردظلمونوبې شمېره بېلګې شتون لري،چې ده زرګونه افغا نان له افغا نستانه را وا خله تر هنده پورې له تېغه تېر کړل اوکله چې هند ته ورسېد ، د هندوستان واک دلودي افغا نانوپه لا س کې وو…بهلول لودي، سکندر لودي او ابراهیم لودي یودبل پسې دهند هغه ځوا کمن اوټولواکمن ټبر وه،چې لسګونه کاله یې په هندوستان حکومت وکړ .

با بر په ډېرې بېر حمۍ دهند پښتا نه وځپل اولودي ابرا هیم دهند ستر ټولواک یې په سرو وینو ولړه،چې اوس دهغه بې ککرې تنه په پا ني پت کې ښخه ده او دده سر،چې بابرپه نېزه کې ټومبلی وه دډیلي په کو څو کې وګرزوه .

د با برزوې هما یون هم ګڼشمېرافغا نا ن په سرووینو ولړل اوپه ۱۵۵۵ز(۹۶۲ق)،چې ډیلي ته ننووت،هرافغان چې دیوه نوم څښتن وو، هغه به یې واژه اوبیا به یې کور اوشته ورڅخه چور کړل …اګرې ته چې لاړهلته یې دپښتنو نا متو مشر«غازي خان سور»په دار وځړاوه او مغلي جنرال حیدر خان په لسګونه قومي مشران وځپل .

دهما یون له مر ګه وروسته(۱۵۵۶زکال۹۶۲ق)دولس کلن ۱۲زوې یې جلا ل الدین اکبرد هند دبا چا هۍ تاج پّه سر کړ …دهیموتر مشرۍ لاندې افغانانودمغلي پوځ مشر «تاروي بېک»سره سخته جګړه وکړه،خوما ته یې وخوړه .مغلي پوځ،دیلي دافغا نا نو په وینو سور،بیا یې اګري ته مخه کړه .

سره ددې چې دهیمو په شمول پښتنوسر دا رانو لکه با ز بها در،سوري سکندر شاه ، ابرا هیم سوري، کرلا ڼي دا ود،شیر خان اوپه لسګونوپښتنو مشرانو دمغلي واکمن جلا ل الدین اکبر پر وړا ندې پا څونونه وکړل .خو دبرټش کتا بتون په يوې قلمي نسخه کې عباس خان سر واڼي دشیر شاه سوري له قوله داسې کښلي دي :

«شیرشا ه سوري(۱۵۲۶زکال) پېښو ته په ګوته نيووڅرګنده کړه،«دافغا نا نود ماتې لا ملونه ددوۍ بې اتفاقي اوخپل مینځي جګړې وې .»(عباس خان سرواڼی ۲۰ مخ )

مغلي سر دا رانوچې دپښتنو کومې سیمې په بېرحمۍ وځپلې دهغو سیمونومونه دا سې دي ،الوار،بهار،میوات،بنګال،پتنه ،جونپور،ګنګا،کوالیر،ما لوا ،خاندیش او په ټوله کې له ډیلې نیولې تر اګرې او همغسې دهند شمالي سېمې دبېلګې په توګه یا دولی شو .

له جلا ل ادین اګبر وروسته دجها نګیر ګور ګا ني دواک په مهال هم په هند کې «دافغا نانو مقا ومت دوام در لود او دمغلي ځوا کونو پر وړا ندې په مېړانه جنګېدل .»(هندوستان سیاسي نظام کا…۲۹۹ مخ )

دغه بهیرتر هغې روان وو،چې یوسیا سي ځواکمن بهیرد پیر روښا ن په مشرۍ پیل شواو دمغلو ظلمونه یې دافغا نا نوپه مینځ کې دهغوۍ دپوځی او سیاسي شعورد ودې او پر مختګ لپاره تبلیغول .

جهانګیر هم لکه جلال ا لدین اکبر غوندې په افغا نستان کې دخپل واک او ځواک دټینګښت لپاره هاندې هڅې کولې ،خو کله چې دپارس د واکمن شا ه عباس پښې ځمکې ته ورسېدې، دکندهار دبیا نیولوتکل یې وکړ او دګور ګاني واکمن جها نګیر حکمران عبد العزیزخا ن ته ما ته ور کړه .

هغه مهال چې شاه عباس ومړمغلي شهزاده شاه جهان له ډیلي نه پنجاب ته را غی او د ابو سید په مشرۍ یې یوستر لښکرکندهار ته واستوه او صفوي حکمران علي مردان یې ونیواو شاه جهان ته یې وا ستوو .

له افغا نستان(په ځانګړې توګه دهېواد ختیځې اوسهل ختیځې سېمې)نه نیولې دهند پلازډیلي،اګرې اوبنګال پورې سیموکې چېرته چې افغانان مېشت او ودان وه، دمغلي چا رواکو پرضد یو دبل پسې ملي پا څونو نو ته لاره اواره کړه،چې موږپیر روښان ،دبیر روښان داولادې پا څونونه،دایمل خان، دریا خان اوخوشحال خا ن خټک پا څونونه دسا ري په تو ګه يا دولی شو .

دغو افغا نانو او ددوۍ په څېرنور سیمه ییزوقومي مشرانودبابر،هما یون،جلال الدین اکبر،جها نګیر،شاه جهان،اورنګ زېب،محمد شاه ګور ګا ني،احمد شاه ګور ګاني، احمد شاه ګورګاني او بها در شاه ظفرپر وړاندې په بېلا بېلووختونوکې دهغوۍ دظلمونوپر وړاندې پا څونونه کړي دي،چې په پاې کې افغا ن نومیالېیو، په سرکې ملي مشرمیر ویس هوتک اوستر ټولوا ک احمد شا ه ابدالي،دپارس صفویان او دهند ګور ګا نیان په ګونډوکړل اوپّه افغا نستان کې دیوه ملي حکومت بنست کېښود .

هغه وخت چې صفوي پا چا شا حسین دافغا نانو دځپلو لپاره ګورګین کندهار ته واستوه . دی له خپل بېرحمه پو ځ سره(۱۷۰۴ز-۱۱۱۶ق) دمې په میاشت کې کندهار ته ورسېد .ده کوښښ کا وه ،چې افغان قومونه یودبل پر وړاندې ولمسوي او وجنګوي…لومړی یې دولت خان له مینځه یووړاو بیا یې هڅه وکړه،چې دمیر ویس خان ملا تړ تر لا سه کړي،دا ځکه ،چې دارغستان ابدا لیانوغو ښتل ،چې له ګور ګین نه ددولت خان غچ اوکسات واخلي .

میر ویس خان په ډېر ې هوښیا رۍ ، تر هغې پورې له ګور ګین سره څرګنده دښمني ونه کړه ،چې ځان یې ځواکمن کړی نه وواو هر وخت ،چې په دې ډاډه شوچې اوس یې پا څون بري ته رسېږي ،نوبیا یې په هغه برید وکړاوخپل ولس یې له صفوي اسارت نه وژغوره .

په دې وروستېیو کې دولسمشردویم مرستیال سروردانش ،چې دافغانستان په ۲۳۰کلن تاریخ پرته له کومې استثنانیوکه کړې دډېرې خواشنۍ وړ دی…دادستي چې ولسمشرغني اوسرور دانش په افغا نستان کې دواک اوځواک څښتن دي،دهمدې سدوزیانواومحمد زیانوله برکته دی،چې اوس یې په دولتي اوحکومتي چوکېیو،ډډه لګولې ده .

3 COMMENTS

  1. سنګروال صاحب ډېر ښه تاریخي او مهم اسناد مو رابرسېره کړي په قلم مو برکت شه. خو په خواشینۍ سره باید ووایم چې پورتنۍ لیکنه مو ډېرې تخنیکي او انشایي ستونځې لري. د مضمون د لوستلو په وخت کې لوستونکی د ډېرو ستونځو سره مخ او بې حوصلې کېږي. لطفاً خپله لیکنه تر بشپړېدو وروسته څو ځلې له نظره تېره کړئ تر څو په سمه او روانه توګه ولوستل شي.
    په لیکنه مو د چنګېز او چنګېزیانو ظلم او جنایتونه په ښه توګه روښانه کړې دي. د پښتو یو متل دی چې وایي: (که سیال دی، همدومره یې بس ده) دانش او په ده پورې تړلي خلک د خپلو پلورونو ظلمونو او جنایتونو ته پام نکوي، خو د ابدالي نه را نیولې تر نن پورې حکومتونه ظالم او ډیکټاټور بولي. دا ټوله نیمګړتیا په مونږ بې احساسه پښتنو کې ده چې له ازله یو د بل دښمن او بې اتفاقه یو. هېڅ وخت مو یووالی جوړ نکړ او د تارییخ په اوږدو کې مو په یو او بل پسې را اخیستې ده. څوک کمونسټان یو، څوک اخوانیان یو، څوک طالبان یو ، څوک مجاهدین او جاسوسان یو او څوک هم داسې نور. هر یو د بل دښمن او د سر وهلو ته یې توره په لاس تیار ولاړ یو. دا نور بیا ټول سره یوه خوله او یو لاس دي. ټول ښه خلک دي، کشر او مشر یې هم معلوم دي. خو د ډېر افسوس ځای د پښتنو لپاره د دوی بې اتفاقي ده چې او س هرڅوک ګټه ترې پورته کوي او سپکاوی ورته کوي. مننه

  2. استاد سلام
    مسلکی او څېړنیزه بحث دی .دانش ډېر بې وخته اذان کې داستبداد او ظلم په نوم خپل تاریخ ته اهانت کړی .اهانت ولو که په هر نوم وی دخپل ځان سپکاوی دی .
    دشمن دانا بلندت می کند بر زمینت میزند نادان دوست
    تبصره کوونکې او نصیحت کوونکې که زحمت نه کیږی لاندی ټکی دې سم کړه!
    ستونزې
    ستونزو
    په لیکنه کې مو ……….
    دخپلو پلرونو ……..
    تاریخ……..

  3. وایي: اول زده کړه – بیا کوژده کړه. ته مهرباني وکړه لمړی د پښتو ګرامر او د یا (ی) ګانو کارونه سمه زده کړه بیا تبصرې لیکه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب