سه شنبه, جنوري 26, 2021
Home + اصغر افغان بله ښځه وکړه

اصغر افغان بله ښځه وکړه

تاند (جمعه د قوس ۱۴) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان څه موده مخکې دویمه کوژدنه کړې وه او نن یې ورته دستمال راوړ.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک نوموړې ته مبارکي ویلې او په خپل ټوېټر یې د هغه د دستمال پر مهال اخيستل شوي عکسونه خپاره او ورسره لیکلي یې دي: «مبارک دې وي اصغر افغان ته مو دستمال راوړ.»

په عکسونو کې د اصغر افغان تر څنګ د کرکت بورډ د مشر رئیس احمدزي په ګدون یو شمېر افغان لوبغاړي هم ليدل کېږي.

څه موده وړاندې هم په ټولنیزو رسنیو کې د اصغر افغان ځينې عکسونه خپاره شوي و او ویل شوي چې نوموړي دویمه کوژده وکړه، خو تازه يو ځل بيا د اصغر افغان د دستمال راوړلو عکسونه لاس په لاس کېږي.

د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو د هغه د دستمال عکسونه خپاره کړي او او نوموړې ته یې مبارکي ویلې ده.

اصغر افغان ۳۲ کلن دی او ویل کېږي چې یو ١٤ کلن زوى او ٤ لوڼې هم لري.

افغان د ٢٠١٩ کال نړيوال جام څخه وروسته د دويم ځل لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوى دى.

اصغر افغان د افغانستان لپاره ٤ ټېسټ، ١١١ نړيوالې يو ورځنۍ او ٦٩ نړيوالې شل اوريزې لوبې کړي چې هغه په ټېسټ لوبو کې یې ٢٤٩، په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٢٣٥٦ او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ١٢٤٨ منډې ترلاسه کړې دي.

1 COMMENT

  1. د افغانانو بل څه کار ده ټول عمر يې په يو شي کې چورت بند وي،نور خو يې عقل اوس ټولې نړۍ ته ښه ثابت شوی چې افغانان پالتو خلک دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب