شنبه, جنوري 23, 2021
Home خبرونه خټک: پاکستان به هېڅکله د پښتون غږ چوپ نه شي کړای

خټک: پاکستان به هېڅکله د پښتون غږ چوپ نه شي کړای

تاند(جمعه، د قوس ۹) زرګونو خلکو د تېرې جمعې په ورځ په چمن ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) په غونډه کې ګډون کړی وو.

د غونډې برخوالو په افغانستان کې د جګړې او په پاکستان کې د بې محاکمې وژنو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

دوی په پاکستان کې د ترهګرو د خوندي پناه ځایونو په ختمېدو ټینګار وکړ.

د غورځنګ غړو په دې غونډه کې د پاکستاني پوځ پر جګړه ييزه پاليسي، د ورکو بلوڅو په موندلو او په افغان وطن کې د جګړې پر مخنيوي هم خبرې وکړې.

یادې غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتين هم په ناڅاپي توګه ورغلی وو.

تازه افراسیاب خټک په یو ټویټ کې د دې غونډې په اړه لیکلې. ((تیره ورځ چمن کې دمنظور پښتین په مشرۍ زرګونو پښتنو په اجرتی قاتلانو او غلو د کرښې دواړو خواو ته د جرایمو د بندولو غږ وکړه، نو په دوی دا خبره بده ولګیده او نن یې د چمن د پی ټی ایم مخکښ اویس ابدال ګرفتار کړو دا ستر ملت د پیرنګي زولنو ایسار نه کړو نو تاسو څوک يئ؟))

کلونه کېږي چې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستاني ریاست د ظلمونو پر ضد غږ پورته کوي خو لاهم پاکستاني حکومت پر پښتنو ظلمونه نه دي بند کړي.

د غورځنګ غړي وایي دوی به ترهغه د ریاست د ظلمونو پر ضد غږ پورته کوي څو، دوی خپل ناوړه کړنې بندې نه کړي

2 COMMENTS

  1. خټک صاحب د پښتنو د قدر وړ مشره ژوند اوسلامتیا مو له خدایه غواړم
    دروند مشره لر او بر پښتون چه کله سره یو شی عملی اقدام لازم ګڼم
    په چیغو او نارو هیڅ نه کیږی
    پاچا خان او ولی خان په جیلونو کښی عمر تیر کړو۰
    دا فوج مو یو یو وژنی راځی پښتنو چه وسلی ته لاس کړو د مشال خان ټکر نظر کله کله معقول ښکاری
    پښتون نیم لر او نیم بر د اسارت او بی واکه شپی ورځی تیروی
    مننه

  2. د پښتنو مشرانو تېر اویاو یا زیاد کلونه د عدم تشدد د مبارزې په نوم تېر کړل او پایلې دا شوې چې اوس یې وینو. که راتلونکي اویا کلونه نور هم د عدم تشدد مبارزې ته دوام ورکړو، یو پښتون به هم پاتې نشي. پاکستان همدا غواړي او هېڅکله به دې ته تیار نشي چې پښتنو او بلوڅو ته خپل حقونه او ازادۍ ورکړي. مونږ وینو چې مشران مو د کشرانو سره یو ځای پرلپسې وژل کېږي، ننګ او ناموس مو خوندي نه دی، نو ښه به دا وي چې وسلې ته لاس کړو. یا خو به ټول ووژل شو او یا به خپله ازادي ترلاسه کړو. مونږ لا تر اوسه د انګرېز د غیر انساني غچ اخستنې څخه نه یو خلاص شوي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب