پنجشنبه, جنوري 28, 2021
Home خبرونه اذربایجان او ارمنستان بیا ځلې اوربند کړی دی

اذربایجان او ارمنستان بیا ځلې اوربند کړی دی

تاند(دوشنبه، د عقرب ۵) اذربایجان او ارمنستان یو ځل بیا د بشري اوربند پر سر هوکړه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ددواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په واشنګټن کې پر اوربند خبرې او بحثونه کړي دي چې اوربند به د نن دوشنبې له اتو بجو د عملي کېدو وړ وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي دواړو هېوادونو د هغه توافق پر عملي کولو ټینګار کړی چې مخکې یې لاسلیک کړی و خو یوې خوا هم عمل نه و ورباندې کړی.

دا ځل ټینګار شوی چې ارمنستان او اذربایجان به د اوربند هوکړه عملي کوي او له پاروونکو اقداماتو به ډډه کوي.

یادو هېوادونو تر دې وړاندې په مسکو کې هم پر اوربند توافق وکړ خو څو ساعته وروسته مات شو او جګړې له سره ونښتې.

1 COMMENT

  1. بیا ځلې نه، بیا. بیا ځلې د پاړسي د دوباره غلطه ترجمه ده. پښتانه معمولا بیا وایي. بیا لاړم، بیا راغلم، بیا ځم… داسې څوک نه وایي چې بیا ځلې راغلم، بیا ځلې لاړم.‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب