خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Category Archives: سپورت

میلیون لیګ ته به تر هغه اجازه ورنکړل شي چې له کرکټ بورډ سره توافق ونه کړي

تاند – میلیون جام لیګ چې څلور ځلې تر سره شوی تنظیموونکي یې غواړي، چې پینځم پړاو یې هم تر سره کړي خو کرکټ بورډ ادارې ورته ځیني شرطونه ایښي چې جوړونکي یې باید پوره کړي. د میلیون جام لیګ تنظيموونکي د کرکټ بورډ ادارې پوروړي دي چې له هر څه د مخه باید خپل…

Read more

راشدخان: افغانستان نورو ټیستلوبو ته اړتیا لري

تاند (سې شنبه، د میزان ۲۹) د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړی راشدخان وايي، په افغانستان کې د کرکټ د پرمختګ لپاره پکار ده چې افغان لوبډله له سترو لوبډلو سره ټیستلوبې وکړي. د کرکټ ۳۶۵ ویبپاڼې د راپور له مخې، له کله چې افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړی دی،…

Read more

ولسمشرغني د افغانستان د فوټبال غوره لیګ له لوبډلو سره کتلي

تاند (شنبه، دمیزان ۲۶) افغان ولسمشرمحمد اشرف غني نن د افغانستان د فوټبال غوره لیګ له لوبډلو سره کتلې دي. ولسمشر دغه راز په یوه وېډیويي پيغام کې په کابل کې د فوټبال غوره لیګ د نهم پړاوو سیالیو له امله مننه وکړه چې هېوادوالو ته یې خوښي ورکړه. هغه د خپلو خبرو پرمهال د…

Read more

کرکټ: نن ماښام پنجاب د بنګلور پر وړاندې لوبه ترسره کوي

تاند ( پنج شنبه، د میزان ۲۴) د هند غوره ليګ ای پي ايل سياليو په ۳۱مه لوبه کې نن ماښام شپږ نيمې بجې رایل چلينجرز بنګلور لوبډله له کېنګز الیون پنجاب لوبډلې سره لوبيږي. تر دې وړاندې دواړو لوبډلو په روانو سياليو کې اووه اووه لوبې تر سره کړي. بنګلور لوبډلې په ۷ لوبو…

Read more

د جاويد احمدي ښې لوبې آمو لوبډله بریالۍ کړه

تاند ( سه شنبه، دمیزان ۲۲) د افغان کرکټ بورډ له لوري د پنځو زونونو تر منځ د غازي امان الله خان ليسټ اې سيالۍ په کندهار دوام لري. د دې سیالیو په دریمه لوبه کې تېره ورځ آمو بوسټ لوبډلې ته ماتې ورکړه. په یاده لوبه کې بوسټ لوبډلې د لوبې پيل وکړ او…

Read more

جعفر هاند ته د افغان کرکټ د افتخاري سفیر مقام ورکړل شو

تاند ـــــــ د کرکټ په ډګر کې د (درې پېړۍ په نړۍ او افغانستان کې، د کرکټ تاریخ) تر عنوان لاندې اثر چاپ شو. دا کتاب ښاغلي جعفر هاند لیکلی چې د افغان کرکټ د تاریخ، مخینې، خاطرو، لاسته راوړنو او د لوبغاړو ځلېدو ته پکې اشاره شوې ده. د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې…

Read more

مس عينک د ۳۸ منډو په توپير سپين غر ته ماتې ورکړه

تاند (یک شنبه، د میزان ۲۰) د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ د زونونو تر منځ د غازي امان الله خان لېسټ اې سيالیو په دوهمه لوبه کې نن مس عينک لوبډلې د سپين غر لوبډلې په وړاندې سيالۍ تر سره کړه. په دې لوبه کې لومړی توپ وهنه د مس عينک لوبډلې وکړه،…

Read more

آی پي اېل: کلکتې له پنجاب او بنګلور له چېنای لوبه وګټله

تاند (یک شنبه، د میزان ۲۰) د هند غوره ليګ ای پي اېل سياليو په ۲۴مه لوبه کې کلکتې لوبډلې کېنګز الېون پنجاب لوبډلې ته د دوو منډو او بنګلور لوبډلې بیا چینای لوبډلې ته د ۳۸ منډو په توپير ماتې ورکړې. د یادو لوبو لومړۍ یې تیر مازدیګر ترسره شوه، چې پکې کلکتې لومړی…

Read more

چينای په ای پي ايل سياليو کې څلورمه ماتې وخوړه

تاند ( پنج شنبه، د میزان ۱۷) د هند غوره ليګ ای پي ايل سياليو په ۲۱مه لوبه کې کلکته نايټ رايډرز لوبډلې چېنای سوپرکېنکز لوبډلې ته په۱۰ منډو ماتې ورکړه. په دې لوبه کې لومړی کلکتې لوبډلې توپوهنه وکړه چې په پوره ۲۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو چینای ته د…

Read more

کرکټ بورډ ننګرهارکې د بهسودو کرکټ لوبغالی د نجیب ترکي په نوم ونوموه

تاند ( چهارشنبه، د میزان ۱۶) د افغانستان کرکټ بورډ د ننګرهار د بهسودو د کرکټ لوبغالی د نجیب ترکي په نوم ونوموه. د کرکټ بورډ دخبرپاڼې له مخې د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، دا چې نوموړی د ټولو هېوادوالو لپاره د یوه اتل مقام لري او همېشه یې د…

Read more