خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Category Archives: چاپیریال

په افغانستان کې د چاپیریال ننګونې او حللارې| محمد عارف رسولي

د چاپېریال د نړیوالې ورځې په پار افغانستان له طبیعي پېښو لکه وچکالیو او سیلاوونو سره مخ هېواد دی. سیلاوونه مو نېږدې هر کال د خلکو په ژوند او معیشت او په ملي اقتصاد زیاته بده اغیزه کوي. ملک مو د اقلیم د بدلون په وړاندې زیات زیان منونکی دی او په نړۍ کې د…

Read more

د کورونا له کبله بندیزونو هوا ښه کړې

د طبعیت د اقلیمي بدلونونو خپرونې (ساینس جورنال) په یوه راپور کې ویلي چې د کورونا وایرس له خپرېدو او د خلکو په تګ راتګ له بندیزونو وروسته په نړۍ کې مضر یا ګلتوني ګازونه د پام وړ کم شوي دي. د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د روانې مې میاشتې په لومړیو کې…

Read more

د افغانستان د اوبو منبع، د ریسرچ یوه ضروری موضوع

پوهاند محمد بشیر دودیال د طبیعی منابعو د اقتصاد او د چاپیریال  د شتمنیو په بحث کې اوبه یوه جریانی منبع (Flow resource) ده،که استفاده ورڅخه وشی، یا ونشی له لاسه وځي. د دغې حیاتی منبع خصوصیت له  ذخیروی او ترکیبی منابعو سره توپیر لري، نوځکه باید ستراتیژیکه منبع وبلل شی. موږ به هغه وخت…

Read more

د انسان په روان د هوا د ککړتیا اغېزې| مصطفی عمرخېل

ککړه هوا په ښاري ژوند کې د نن سبا تر ټولو لویه او وژونکې پدیده ده. د جامدو او مایعو موادو سون، د ډبرو سکاره، زاړه موټر او نورو زهري وړانګو د انسانانو او څارویو روغتیا او ژوند له ستر ګواښ سره مخ کړي دي. د افغانستان په ګډون د سیمې او نړۍ په ټولو…

Read more

پکتیا کې د ټولنيزې ځنګلدارۍ د پراختیا لپاره هڅې ګړندۍ شوي

ليکوال: ذبیح الله تنوير/ پکتیا  پکتیا ولایت د هېواد يو له هغو ولایتونو څخه دی، چې ډیری غرونه يې په طبیعي ځنګلونو پوښل شوي دي، ياد ولایت د ځنګلونو د پراختیا لپاره مناسبې سیمې او اقلیم لري، خو د څو کالونو راهیسې د یاد ولایت ځنګلونه د سیمې د وګړو له لورې په بې رحمه…

Read more

ککړه هوا مو ولې ژوند ګواښي | اکرام ايمان 

په چاپیریال کې هغه څه چې د انساني ژوند ننګوي او ژوند په هر اړخيز ډول له ستونزو سره مخ کوي ککړتيا بلل کيږي. موږ د ککړتيا ډير ډولونه لرو  دلته غواړو په ککړې هوا بحث وکړو. ککړه هوا څه شی ده؟  په هوا کې د هر نوع ککړونکو شتون چې په جامد،مايع،غاز ډول وجود…

Read more

هوا څنګه ککړېږي؟ | ژباړه: عدنان نجیبي

د هوا ککړتیا د عصري نړۍ یوه لویه ستونزه ده. دا ستونزه په چاپېریال اغېزه کوي او د هر عمر انسان په روغتیا هم اغېزه کولی شي. ځېنې خلک بیا د نورو په پرتله د هوا ککړتیا ته ډېر ښکاره دي او ممکن همدا ښکاره‌والی یې د ګڼو لاملونو له امله د هوا ککړتیا په…

Read more

د هوا ککړتیا، له جګړې زیات د افغانانو ژوند ګواښي

تاند: پر چاپېریال ساتنې د څار سازمان وايي، د هوا ککړتیا افغانستان کې له جګړې زیات انسانان وژني. په چاپېریال ساتنې د څار سازمان مشر عبدالعزیز حیدري په دې اړه کابل کې د هوا له ککړتیا سره د مبارزې په نوم جوړې شوې غونډې ته وویل، وروستیو کې د ټول هیواد د ښارونو هوا خورا…

Read more

کلتور

منټو (لنډې کیسې) چاپ شو| سیال یوسفي

منټو (لنډې کیسې) چاپ شو| سیال یوسفي

18 سپتمبر, 2020 کلتور taand Comments (1)

د وخت د بدنام لیکوال…

دا ترانې | ګل رحمن رحماني

دا ترانې | ګل رحمن رحماني

16 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

 ماشوم روزنه او پالن…

زما خټین تاج محل

زما خټین تاج محل"" اثر چاپ شو"

14 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

سید اصغر هاشمي په…

د ژوند په تمه| لیمه وزیري 

د ژوند په تمه| لیمه وزیري 

11 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

موږ د شپې د سولې او …