خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Category Archives: فلسفه

فلسفه څه ته وایي؟/ اسدالله غضنفر

د بشر معرفت له لویه سره په څلورو څانګو وېشلای شو: یو دین دی چې بنیاد یې په وحي ولاړ دی. بل فلسفي معرفت دی چې بنیاد یې په تعقل ولاړ دی. ساینسي معرفت تر ډېره حده په تجربه او هنري معرفت په احساساتو باندې زیاته تکیه لري. شکسپیر یوه ډرامه لیکلې ده چې (…

Read more

ارسطو په بوطیقا کې څه وایي؟| ژباړه او لنډیز: حمیدالله عمرخېل

بوطیقا د ارسطو مهم کتاب دی، چې د شعر فن په نوم هم پیژندل شوی. د محتوایي نقد او د شعر جوړښت په اړه خبرې کوي. ارسطو د افلاطون شاګرد و او په ځینو برخو کې د هغه تر اغېز لاندې و؛ خو خپله لار یې له متافیزیک څخه تجربې خواته تغیر کړه. هغه په…

Read more

افلاطون | ژباړه: مطیع الله هوتک  

  د سقراط د زده کوونکو له ډلې افلاطون هم دیموکراسي نه خوښوله. افلاطون غوچ او هوښیار انسان وو. قوي تخیل یې لره او د خپل فکر څخه هیڅکله هم نارارضه نه وو. کله به یې خپلو زده کوونکو ته هم د حقارت په سترګه کتل. ده دا ژمنه کړې وه چې د سقراط ښوونې…

Read more

سقراط | ژباړه: مطیع الله هوتک

کله هم چې د سقراط مړینې پورې اړوند کیسې -چې د ده زده کوونکو لیکلي- لولو. نو له دې زاړه فیلسوف سره ناخبره همدردي ښيو او دا داسې فیلسوف پیژنو چې حاضر نشو خپل ځان کم راولي او له قاضیانو بخښنه وغواړي، له زندانه یې د تیښتې وړاندیز هم ونه مانه. دی وو چې ویل…

Read more

د انساني اختیار او خدایي پوهې ترمنځ فلسفي معما

لیکوال: رفیق خاورین د کانکور د مطالعو په وختونو کې مې یوه پاراډوکس ذهن له ځان سره بوخت ساتلی و او هغه د جبر او اختیار معضل و، چې وروسته مې د همدې موضوع د اړوند مطالعو په لړ کې د بهاء‌الدین مجروح د جبر او اختیار ډیاکتیک شهکار لاس ته راغی، کتاب په پښتو…

Read more

فلسفه | ډاکتر ماخان میږی شینواری

 نوموتي یا مشهور فیلسوفان کیڼ پلاتون د خپل زده-کوونکي ارېستوتالس سره داسې لږ څه له فلسفې: په فلسفه (زړه یوناني کلیمه φιλοσοφία ده یا وی دۍ، چې د philosophía سره لاتین شوې اوټکې په ټکي یا وی ییزه مانا یې ،،  مینه وهوښیارتیا ته،، یا ،، د هوښیارتیا سره مینه،، ده) کې هڅه کیږي، چې نړۍ…

Read more

 فلسفه د علومو او فنونو په تحليل او تفسير کې زموږ سره مرسته کوي

د سرمولف مرستيال محمد يعقوب مومند   د فلسفې کلمه د فلسفې کلمه د يوناني ژبې له philosophy(فيلوسوفيا) څخه اخيستل شوې چې له دوو برخو څخه جوړه شوې ده (فيلو) د مينې او ملګرتيا په معنا او (سوفيا) د پوهې په معنا کارول کيږي چې لومړي ځل لپاره دا اصطلاح فيثاغورس وکاروله، کله چې فيثاغورث نه …

Read more

د سوچه هوښیارتیا یا فکر توان انتینومي | د ایمانوېل کانت لیکنه

 راټولوونکی: ډاکتر ماخان میږی شینواری Die Antinomien der reinen Vernunft،، یوه د مخه راوړنه: ۱ – ما په یوه د مخه لیکنه کې دتیزې او انتیتیزې باندې خبرې ګړې وي او هلته د انتینومي وی یا کلمې سره مخامخ شوم، لږورته کونجکاوشوم، ومې غوښتل،چې دا هم ګرانولوستونکوته له الماني پښتوکړم. نه پوهیږم، چې موږبه څومره ددې…

Read more

کلبیان (د سپي ډوله ژوند فلسفه) | نورالله جلالزی

تر اپلاتون او ارستو وروسته د یونان د سیاسي فلسفې تاریخ مخ پر ځوړ روان شو. دغه مهال ځینې داسې فلسفي بهیرونه را پیدا شول چې د یونان ښاري دولتونه یې وننګول. هغه سیاسي او فلسفي افکار چې یوناني ټولنې په هغو ولاړې وې، یو له بله لرې شول او ځای یې فرد محوره افکارو…

Read more

ځکه چې نارينه يم…!؟

نقيب احمد عزيزي ما خپلې مور ته وژړل، هغه دومره وځورېده چې تاب يې نه درلود، دستي مې زړه کلک کړ، ژړا مې وخوړه، ځکه زه نارينه وم، بايد د هغې په خاطر مې ځان زيندۍ کړی وای… خپلې مېرمنې ته مې وژړل، هغې ته زما په ژړا ځان د نړۍ تر ګردو کمزورې ښځه…

Read more