خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Category Archives: لنډه کیسه

د سندهیا فیل | ګل رحمن رحماني

     زه لا انګړ ته نه وم راوتلی چې دروازه بیا ټک ټک شوه، له کمزوري او ځانګړي ټک ټک نه پوه شوم چې همغه سَندهیا دی، موږ په همدې کې یو شفر درلود، ماښام مې په کوڅه کې ورسره وعده کړې وه چې سبا جمعه ده، ښوونځي ته نه ځم او ټوله ورځ به زموږ…

Read more

ناولی-لنډه کیسه/ اجمل پسرلی

د مجسمې ټیټ دیوال یې په سوک وواهه. د بیرو له دوه لیتره بوتله یې څو غوړپه سر په سر وکړل. سترګې یې پټې ونیولې.لاسونه یې پرمځکه بیواکه پریوتل لکه ساه چې ترې ختلې وي، خو بوتل یې تکیه کړ. د مجسمې پر سر ترپ ترپ شو، کڅوړنې سترګې یې ورپورته کړې….شنې کوترې د مجسمې…

Read more

د شپږګوتي ژوندون | حیات ژوند

د سړي د هر ګام په اخیستلو سره به يې د پښو پر شاوخوا نرۍ دوړه جوړه شوه او د  پوندو په چاودو کې به يې خاوره ننوتله. ښه مخکې ولاړ، په ناهیلي انداز يې له ښۍ وږې شا ته وکتل، ګڼ خلک له غوا چاپېر وو، غوا پر ځمکه اوږده غځول شوې وه، چاړه …

Read more

ضروري کار | ګل رحمن رحماني

    خپرونې ته لاشل دقیقې پاتې وې چې د راډیو مشر خپل دفتر ته ور وبللم او د معمول خلاف یې بې له سلامه خبرې راسره پیل کړې  څنګه مېلمه دې ډېر ځنډ ونه کړ؟   ساعت ته مې وکتل، رښتیا هم له کړې وعدې نه یې لس دقیقې تېرې وې.  ځواب مې ورکړ…

Read more

جزا || ژباړن: هدايت الله هميم

له (روم) څخه (بندقيې) ته موټر روان شو، دنګې دنګې ودانۍ ورو ورو لرې كېدې، او په شنو فصلونوكې ډوبېدا، ترڅو چې په سپين لوګي پوښلي كوچني شپږګوټي ته ورسېد، بيانوره هم ښكته لاړه چې د افق څوكو ته ورسېده _ برونو_ په بېلابېلو شنو ونو كې خپلې سترګې خښې كړې وې، چې دشنې هوارې…

Read more

پري شوي تاکونه | ژباړن: ګل رحمن رحماني

 لیکوال:  ذبیح الله پیمان      نن یې درېیمه ورځ وه چې په دغه لویه دښته کې له خپل درانه پنډ سره روان و، په څېره کې یې د ستړیا او ژورې ستومانۍ نښې له ورایه ښکارېدې، خو کله به یې چې خولې هم ورسره ګډې شوې، نو د بدن په هره برخه کې به یې داسې…

Read more

زما مار ته ورته ژبه | عصمت الله صالح

د باد تونده څپه د توت پر ونه راټیټه شوه، څانګې لټ په لټ واوښتې، د کوچنیو ښاخونو او شنو پاڼو ترمنځ د تارکشې سپین تارونه لمر ته وځلېدل. ښۍ سترګې مې خارښت وکړ، ژر په اړخ واوښتم، د توت تر ونه لاندې وچې پاڼې په هوا تاوېدې. دېخوا هم چندانې خوند رانکړ، بېرته ستوني‌ستغ…

Read more

بل/ اجمل پسرلی

د زندان د نمجنې کوټې بوی یې تر سپږمو شو. لکه په خوب کې چې له خپسکې راپاڅي، سترګې یې رډې رډې راوایستې. نن یې اوومه ده چې له بنده خوشي شوی دی. په تیرو اوو ورځو کې یې هره ورځ خلک پوښتني ته راتلل. په کړکۍ کې د مچ بڼا شوه. پرده یې جګه…

Read more