خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Category Archives: ژبه او لیکدود

آیا پښتو تمدنی ژبه ده؟| د دوکتور زمان ستانیزي لیکنه

د دوکتور ځواکمن صاحب د لیکنی په اړوند د ډېر ښاغلی پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن صاحب لیکنه مې په دقت ولوستله او کاملاً ورسره همنظره یم. زما لیکنه د راویښولو حیثیت لري چې پښتانه د دغه تعصبي نیولوجیزم خطرونو ته متوجه کړم او پښتانه ر ویښ شی او د خپل ژبنی میراث ساتنه وکړی. د…

Read more

د “پښتانه څنګه خپله پښتو پردۍ کوي” په پلمه یو یادښت

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن هالند/ ۲۰۲۰-۷-۲۹ د پورته سرلیک لاندی څو ورځی دمخه قدرمن استاد زمان ستانیزي یوه تفصیلي د پام وړ لیکنه کړی وه، چې ورپسی یوه بل قدرمن استاد خالق رشید ( د ” پښتانه څنګه خپله پښتو پردۍ کوي” په وړاندی دوې لندې یادونې) په نوم یوه بله لیکنه د غبرګون په…

Read more

“د پروفیسور عبدالخالق رشید په ځواب کې “پښتانه ځنګه خپله پښتو پردۍ کوي

د ډاکتر زمان ستانیزی لیکنه ډېر کاله د مخه مې په کابل پوهنتون کې د پوهنملي رساله ولیکله چې په هغه کې مې د پښتو ژبې د نارینه او ښځینه د بیشمېره جمعې د معمولو قوانینو پر ځای یوازی پنځه د جمعې قوانین د transformational linguistics د اصولو په اساس وضعه کړل چې کار یې…

Read more

د “پښتو ستاينومونو درج” ته | ډاکتر ماخان میږی شینواری

 د دې سرلیک لاندې درانه استاد عبدالحق سلامزوی لیکنه ته، چې زه یې داسې لږ څېړم ډېرو ګرانو د پښتو پوهانو د پښتو استادانو او درنو لیکوالانو! ډېر زورېږم، چې داسې لیکنې کوم.  باورپه  لوي څښتن وکړۍ، چې زما هیڅ یوه لیکنه د چا سره د دښمنۍ له امله نه ده او بیا زه تاسو…

Read more

د “پښتانه څنګه خپله پښتو پردۍ کوي” په وړاندې دوې لنډې یادونې

لیکوال : پروفیسورعبدالخالق رشید د نهروپوهنتون د ژبو، ادبیاتو او کلتور پوهڼخی د پښتوڅانګې استاد ګران داکترستانیزي صاحب ته سلامونه او درناوي !  د یوه استاد په توګه زه نه پوهیږم چې تا ته د سیاسي علومو استاد ووایم که د ژبپوهنې؟ دواړه خو د علمي او اکادمیکو پرنسپونو او معیارونو له مخې نه شم…

Read more

پښتانه څنګه خپله پښتو پردۍ کوي

د ډاکتر زمان ستانیزی لیکنه  (زمان ستانیزی د کلیفورنیا په دولتي پوهنتون کې د سیاسي علومو استاد دی او د ژبپوهنی تحصیلات یې د واشنګټن په پوهنتون کې پای ته رسولي)  سریزه څه موده دمخه مې یو پښتو مضمون لوست. متن یې په نامانوسو او مصنوعي کلماتو کې داسی پېچلی و چې هری جملې سره…

Read more

زورکی او د هغۀ د کارونې ځایونه| تمهید سیلانی

يو دوست د زورکي پۀ هکله پوښتلي و، چې زۀ ولې پۀ خپلو ليکنو کې د « ه »پر سر همزه کاروم. و مې غوښتل چې د يادې پوښتنې د ځواب تر څنګ پۀ زورکي يوه لنډه تبصره وکړم. د پښتو ژبې پۀ لیکل شويو ګرامرونو( پښتو ګرامر، پښتو ژبدود، ژبښودنه…) کې د پښتو ژبې…

Read more

آيا «دا» » یوازې ښځینه نومځری دی؟ | سیلانی

یو ملګري د یاد نومځري د سپړنې غوښتنه کړې وه، کۀ څۀ هم زۀ اوس پۀ غږ پوهنې لګیا یم او کار پرې کوم تر څو یو اثر پرې ولیکم، خو لازمه مې وګڼله چې یوه لنډه تبصره د « دا » نومځري پۀ هکله وکړم. د پښتو ژبې پۀ ټولو ليکل شويو ګرامرونو( پښتو…

Read more