Category Archives: ادب

    قاب/ لنډه کیسه، عابده سپوږمۍ

    د المارۍ پر سر ايښي انځور باندې يې له لېرې سترګې خښې کړې وې، زړه يې نه مړېده، وړاندې ورغله د المارۍ پر سر يې لاسونه کېښودل، زنه يې پر لاسونو تکيه کړه، انځور ته ځير شوه، سترګې يې نه رپېدې، ډنډ شوې، اوښکې يې پر لاسونو کنډې، کنډې راتويې شوې، لاسونه يې لرې کړل …

    Read more

    پښتو؛ زموږ مسؤوليتونه او امجد شهزاد | اجمل ښکلی

    يوه ځوان راته ويل، چې پر داسې يوه ګرامر کار کوي، چې پښتو دري ژبو ته اسانه کړي. د نوموړي په اند، پښتو يوه پېچلې ژبه ده. يوه کورنۍ پېژنم، چې پښتنه ورکره راواده شوې؛ خو بچي يې دري وايي. يوه بله دري ژبې چې پښتنو کره واده شوې، هم بچي يې دري وايي. يوه…

    Read more

    پیره دستګیره | عبدالکریم حقانیار

    د سرای په کونج کې یې د ځوځ ګګر بوټی تر نغري لاندي کړ، ازغي په نیښ ووهله. منځوۍ ګوته یې و څنډله ـ شونډو ته یې یووړه. د ځوځ پر کالبُد بلې لمبې د تور تبخي تر زۍ سر را وایست. درېنیم کلن زڼکی ور په څنګ شو: « ادَکې؛ اوبه، تږی یم ‌‌‌‌‌‌ډېر!»…

    Read more

    هوسایي/ اجمل پسرلی

    د یوه لاس په ګوتو یې نیولی سګریټ پرله پسې دوداده، بل لاس یې د جمپر په جیب کې خوځاوه. په لړه کې هر خوا داسې وه لکه د سګریټ لوګی. شاوخوا دوکانونه بند و: « یکشنبې ده…لکه چې وخته راووتم» جیبونه یې وپلټل، موبایل یې هیر شوی و. د سړک غاړې ته د پایې…

    Read more

    طالب حسین، له خلکو هېر شاعر | عبدالباري جهاني 

    په پښتو ژبه کي هم په کلاسیک ادب او هم په معاصر ادب کي ډېر شاعران لرو چي په فارسي یې ښه پاخه اشعار لیکلي او د ځینو خو لا تر پښتو د فارسي اشعار خواږه او پاخه لګیږي. مرحوم حبیبي، مرحوم سلیمان لایق، مرحوم پژواک، مرحوم پسرلی، محمودفاراني او… . البته په فارسي ژبو…

    Read more

    یو څو مشهورې تیروتنې | دودیال

    که ووایم چی  دې شلو کلونو کې شل دقیقی تلویزیون ته نه یم ناست،.هیڅوک به یې ونه مني. دا په دې خاطر نه چې طالب به یم یا به نه یم،  بلکې ابتذال دومره برید ته رسیدلی چې د خبرونو راپورتاژونو له لیدو یې هم بیزاره کړو. د کرونا په ورځو کې به له مجبوریته…

    Read more

    له تورتمه روايت دی! | محمداکبر کرګر

    زه درته د نن سهار کيسه کوم. د همدا نن سهار کیسه ده. هغه مهال چې ډير وختي له کوره را ووتلم. تورتم لا خپل ځای رڼا ته نه وو پري ايښی . ان دتورتم په زړه کې درڼا کومه څړيکه هم نه وه لگيدلې. خپل زړه اوحواسو ته مې پام شو .له ځانه سره…

    Read more

    د جعفر هاند د کرېکټ تاریخ کتاب ته ځغلند نظر

    ایمل پسرلی جعفر هاند نژدې يوه نيمه لسيزه کېږي چې پېژنم. مستعد او د کار سړی دى. يادېږې مې چې په رپوټونو پسې به لېواله گرځېده، د ده تلوسه او مينه وه چې کارونه به يې د خلکو خوښېدل. د ده د خوښې په موضوعاتو کې يو هم کرېکټ و. ” درې پېړۍ په نړۍ…

    Read more