خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Category Archives: خاطره

صدقه دې شم | حبيب وقار

د ښوونځي کتابونه او کتابچې مې تر تخرګ لاندې کړل، د ښوونځي د درس پيل ته مو څو دقيقې له پاسه نيم ساعت پاتې و. له کوره د وتلو پر مهال مې مور ته وويل:  ادې لږ ټکله خو راکړه ښوونځي ته يې يوسم په تفرېح کې يې وخورم. ويل يې زويه همدومره ډوډۍ وه…

Read more

فرهنګي تفريح | رفیع الله ارمان

يو چيرته په ديوال ليکلي و کار ژوند دی، او په غالب ګمان استاد اسدالله غضنفر وايي تفريح هغه وخت ښه لګي چې ښه ډير کار دې کړی وي او پوره ستړی شوی یې؛ دغه دواړه مقولې د تفريح د خوند لپاره ښه دلايل دي. خو ډيری خلک بيا د ژوند خوښي په هره ورځ…

Read more

د مهاجرت ژوند | محبوبه اکبر

د مهاجرت شپې ورځې وې، د طالبانو د‌ زوال کیسې د زياترو خبرونو سرليک وه. زه لا د ښوونځی زده‌کوونکې وم.  د افغانستان نوی انتقالی دوره پيليده، کرزی راغلی و. په هغو شپو کې پلار مې د افغانستان د ژوند کيسې راته کولې. دا چې دلته هم يو وخت نجونو فاکولتې ويلې، نجونې ښوونکې، ډاکټرانې،…

Read more

لنډ اداري چکر؛ قانون ماتونې ته مجبورول

د ۱۳۹۶ کال عقرب میاشت وه. له خپلو درې څلورو ملګرو سره تورخم ته د کرولا موټر اخیستلو لپاره لاړم. دلته عموما (یو کیلي) موټر پلورل کیږي. دا اصطلاح هغو موټرو ته کارول کیږي چې یوازې یوه کیلي لري؛ یعنې نور اسناد، نمبر پلیټ او کاغذونه نه لري. هغه مهال یې د افغانستان لاس موټرو…

Read more

یوه لاره او څو خاطرې| محمدنعمان دوست

د هرېپور د ۱۵ام، کیمپ بازار منځ کې د کسیټ پلورلو دوکان و. هټیوال یې زما د ابتدايه ښوونځي ټولګیوال و. دوکان کې غټ دوه لاوډسپیکره ټایپ ایښي و او چې چا به کومه فیته واخیسته؛ نو همده کې به یې چالان کړه. له لاوډ سپیکرونو به داسې لوړ غږ راوته چې د درواغجن خبره…

Read more

هغه شیبې هغه کلونه | پوهاند محمد بشیر دودیال

(د ارواښاد اسحق ننګیال یوه بله خاطره) ای ښکاری آشنا ! درته  سلام کوم پام کوه ماشې له ګوتې مه وروړه *** څو ورځې مخکې ښاغلی ورور احسان الله ارینزی د ننګیال یوه خاطره لیکلی وه،  هغه مې ولوسته او هغه  شیبې ، هغه کلونه مې کټ مټ سترګوته ودریدل: پخوانی خواږه خاطرات، د هغه…

Read more

داسې هم ګټل کېږي «يوه خاطره» حبيب وقار

د زردالو د باغ ونو ډېرې غوماشې کړې وې. پيسې هم نه وې چې دوا ورته واخلم. بازار ته لاړم چې په پور يو څه دوا ورته راوړم. هر دوکاندار ته مې خپل عذر وړاندې کړ، خو يوه هم مرسته ونکړه. سخت مايوسه شوم، بېرته د کلي په لور را روان شوم، په فکرونو کې…

Read more

پیښوري قصابان/ محمد نعمان دوست

مدرسه مو د پيښور په دین بهار کالونۍ کې وه. دلته شاوخوا ګڼ پاخه کورونه وو. زموږ مدرسه ،چې لیلیه یې هم درلوده، د همدې کورونو منځ کې په یوه دوه پوړیزه کرايي ودانۍ کې وه. پنځم ټولګي کې وم. سهار ملا اذان یې لمانځه ته پاڅولو. ښه مې یادیږي: جومات ته به لاړو، ملا…

Read more

سمندر ته یوه لوېشت لار(خاطره) محمد انعام واک

د افغانستان د شوروي اشغال لومړۍ ورځې وې؛ ارواښاد غلام محمد فرهاد د څرخی پله له زندانه را وتی و، د څو آتیا کلونو په عمر سړی و؛ د حفیظ الله امین د اعدام له حکمه بچ پاتې شوی و؛ د زندان درې میاشتې یې، وایي په یوه پطلانه او کمیسه کې تېرې کړې وې.…

Read more

خاطره/ محمد نعمان دوست

مازیګر قضا تورخم ته ورسیدو. ځنځیر لکه وږی مار پروت و او چا د نږدې ورتګ جرئت نشو کولای. دلته شاوخوا په سلګونو کسان راټول شوي وو او ټولو د وطن پریښودلو هڅه کوله. را پنډ شوي کسان، لکه غرڅې چې له خپلو وړو کبلیو سره د ښکاریانو له ویرې منډې وهلې وي او نور…

Read more