خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Category Archives: قرار

د پنجاب نوکرانو ته د خواخوږۍ توصیه! / د مجید قرار لیکنه

د وټس اپ په ځینو ګروپونو کې یم، سلګونه قلموال پکې وي، یو دوه طالبان یې هم را ګډ کړي وي. هغه دوه طالبان ساعت په ساعت توهین آمېزه، له کبره او کنایو ډک پوسټونه کوي، دې نورو ټولو ځانونه لکه سرپټکي (یو ډول خړې مرغۍ دي)، غلي نیولي وي. ښه ځورېږي، او د دې…

Read more

د ملي استحکام شړېدلې درېیمه ستنه: له کلتور سره د نظام بې غوري| مجید قرار

د ادب او ادیبانو په اړه د بابا تر دری زره مېګاواټه لافي را یاده شوه. حکومتونه د یوه هېواد د ټینګښت لپاره لومړی پر امنیت او سیاست، بیا پر اقتصاد او بیا پر خپل ملي کلتور پانګونه کوي. ملي کلتور د یوه هېواد د رغونې اساسي پایه ده. ملي کلتور د ملت د هویت…

Read more

د بدلون اتل ټولنیز شعور دی، چارواکي دې ډوزې نه ولي ـ مجید قرار

په افغانستان کې ژور اجتماعي بدلون را روان دی چې آثار یې د ځوانانو په ذهنیتونو، ارزښتونو، سیاسي انتخابونو، کلتور او رویه کې ډېر واضح لیدل کېدای شي. دا رنګ بدلون د تېرو شلو کلونو تر درنې پانګونې وروسته طبیعي دی. بالآخره، افغانه ټولنه هم یوه انساني ټولنه ده. سره له دې چې د دې…

Read more

ناكامورا، د سړیتوب د دین استاځی – مجید قرار

جاپانی ډاکټر اروښاد له تېرو څو ورځو د هر افغان په آهونو کې دی، خو آیا موږ د هغه د کردار او کړنو پر ټولو اړخونو فکر کړی دی؟ آیا هغه یواځې د پروژو ماهر منېجر او یو امانتدار او ایماندار کارمند و؟ آیا هغه موږ ته تر اوبو، بندونو، کرهنې او کلینیکونو راکولو ور…

Read more

د سلیقوي قضاوتونو پر ځای د څېړنې او علمي میتود اړتیا – مجید قرار

د سلیقوي قضاوتونو پر ځای د څېړنې او علمي میتود اړتیا زما او عقلمند کاکا ترمنځ دا محاوره له هغې وروسته پيلېږي چې عقلمند کاکا زما لخوا په ټولنیزو، ټولیزو او عمومي مسایلو کې فردي، عندي، عقدوي، او سلیقوي قضاوتونه تر سخت نقد لاندې نیسي، او ما ته وایي چې پر خپل عقل او خپلو…

Read more

دولتداري او پیغمبري| مجید قرار

د اسلام د مکي او مدني دور تفاوت ته ډېر خلک ګوته نیسي. فرضاً د عدم تشدد د فلسفې مسلمان پلویان د اسلام په مکي دور استدلال او استناد کوي، هغه وخت چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم جهاد په ژبه کاوه، مسلمانان یې صبر، تحمل او زغم ته را بلل او ټول تمرکز یې…

Read more

په دوه زره اوولسم کې ولسمشر ته استول شوی لیک/مجید قرار

د هغو دوستانو لپاره چې وایي قرار ولې پخوا غږ نه پورته کاوه، خپل دا لیک چې د دوه زره اولسم د سپتمبر په پنځه ویشتمه مې ولسمشر ته لاس په لاس استولی و، درسره شریکوم. ما لیک ځکه ولسمشر ته استولی و چې هغه له ما څخه پر احمدشاه مسعود د انتقاد پر سر…

Read more

د افغانستان په راتلونکي ولسمشر کې اړین معیارونه/مجيد قرار

رهبري کوم ورک او نا تعریف شوی شی نه دی. رهبري معاصر علم دی او د دې علم په رڼا کې په تجربه شويو کې خو څه چې آن په ناتجربه شويو اشخاصو کې هم د رهبرۍ نښې، شرایط او صلاحیتونه اندازه کېدای او ارزول کېدای شي. زما لاندې ليکنه د کوم شخص په اړه…

Read more

ټرمپ څه وايي؟ / د مجید قرار لیکنه

د ولسمشر ټرمپ د تېرې ورځې څرګندونو د ځینو افغانانو احساسات را پارولي او اکثرو د نظر خاوندانو د تحلیل پر مهال د دې خبرو عمومیت او تر شا پروت استدلال په پام کې نه دی نیولی. د ټرمپ خبرې په اصل کې په امریکا کې د بهرنۍ تګلارې په اړه یو عمومي لیدلوری دی…

Read more

سوله او جنګ: هلته او دلته څه روان دي؟ | د مجید قرار لیکنه

په اماراتو کې د سولې خبرې روانې دي، د افغانستان د مشرانو لخوا د صبر، حوصلې او زغم توصیې دي، د طالب پر پاڼو د جنګ خبرې روانې دي، په وزیرستان، باجوړ، دیر، کوټه، او پېښور کې حالات بل څه وایي. هلته البدر ملېشې دي، لشکر طیبه دی، جهادي ترانې دي، د افغانستان د فتحې…

Read more