خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Category Archives: قانع

مننه امرالله خانه/ عصمت قانع

مرکه مې دې په انټرنیټ ولوستله. هره کرښه چې مې لوستله د افغانستان د مالکیت احساس مې پیاوړی کېده، په هره کرښه کې یې د وطن پالنې د شعور ثبوت نېغ په نېغه په طبیعي او فطري ډول د افغانستان د ملت د ګټو انځور وړاندې کاوه. زما هغه باورونه چې افغانستان د افغانستان د…

Read more

پښتنو ته باټ مه ورکوئ! / عصمت قانع

موږ یې باټې بولو، یعنې کله چې یو څوک کوم کار ته په درواغجن تعریف او صفت سره وهڅول شي او پرې اغېز وکړي ورته وایو چې پلانی سړی وباټېدو. ما په کندهار کې د کشمشو په فابریکه کې کشمش پاکول، یاره په پنځم صنف کې وم او په نږدې جومات کې مې له ملا…

Read more

د قیامت نښې/ عصمت قانع

په کلي کې اوازه ګډه شوه، چې په هندوستان کې د قیامت نښانه پیدا شوې ده. اوازه د ځنګله د اور په څېر خپره شوه، په هر مجلس کې د قیامت د نښانې په باره کې خبرې کېدلې. خلکو توبې اېستلې، الصلواة یې ویلو، زموږ د کلي ماد رحیم کاکا الصلواة نه شوای ویلای، کلیوالو…

Read more

الله شا کوکو جان/ عصمت قانع

زه چې ماشوم وم د کلي د چاغو پسونو شپون وم، نیمه ورځ به مکتب ته تلم او نیمه ورځ به مې د کلیوالو هغه چاغ پسونه چې د قوس د میاشتې په وروستۍ لسیزه کې به یې حلالول او بیا به یې په مخصوصه طریقه وچول تر څو د ژمي په واورینو شپو کې…

Read more

د شل ګزي بابا قبر/ عصمت قانع

زموږ د کلي کلاخېلو د قبلې خواته یو اوږد قبر وو، چې کلیوالو ورته شل ګزی بابا ویلو. د شل ګزي بابا په قبر کې د چنار یو وچ لرګی ښخ وو، کله چې به د چا پر غاښ درد وو، نو پر همدغه قبر به یې دوه مېخونه ټک وهل چې د غاښ درد…

Read more

د ارزښتونو سوداګر/ عصمت قانع

اسلام د پښتنو پېژندګلوي ده، پښتون چې مسلمان نه وي، نو هویت یې نیمګړی دی، د شناخت او پېژندنې بنیاد يې کمزوری دی او د معرفت تاداب یې ړنګ دی. کله چې په افغانستان کې روسي مداخلې د افغانستان د نازکې ترازو په پله کې د خپل نفوذ او اغېز ناتراشه کاڼی کېښود، نو د…

Read more

دا رنګ دې ولې زیړ دی جانانه/ عصمت قانع

ډېرو د نوې کابینې لپاره له دوبۍ څخه نوې نیکټایي ګانې را غوښتې وې، چا بیا پاریس ته فرمایش ورکړی وو، ځینو خو کوبکو عطرونه اخستي وو، څوک د زغره والو موټرو په لټه کې وو. په ټلویزیوني بحثونو کې د ټیمونو مدافعین خو بیخی داسې برېښېدل، چې ګنې همدا دوی د راتلونکي حکومت غټ…

Read more

د ناصرو خدۍ/ عصمت قانع

ناصر او سلیمان خېل دوې درنې قبیلې دي، چې اوس هم د سلیمان غره په جنوبي څنډو کې اېلبندونه او څړځایونه لري. دغه دواړه پوونده قامونه د یوې خدۍ پرسر په قیامت خېزه بدۍ باندې واوښتل. دواړو قبیلو له نن څخه کابو اویا کاله وړاندې سخته دښمني سره کړې ده، په دغه دښمني کې په…

Read more

زه مو ولې وښکنځلم؟ / عصمت قانع

زه په وړکتوب کې یتیم شوم، جوالیتوب مې هم کړی دی، په ستلونو کې مې نانوایانو او د ښار سماوارچیانو ته له ژورو څاګانو اوبه را اېستلې دي او د ورځې مې شل افغانۍ روزانه کړې ده. په اصلاح سقاوي مې هم کړې ده. لوڅې پښې ګرځېدلی یم. وږې خېټه او بې دوا رنځ مې…

Read more

تر بنده په پنجي/ عصمت قانع

د کندهار د سرپوزې حاجي نوروز بګۍ والا به په سوړ مني کې نیشکر (ګنډیري) خرڅول. خدازده له جلال آباد به چا د کنډیري اوږده، اوږده سوټیان ورته راوړل، خو نوروز بګۍ وان به ورسره د ټوکو او مسخرو نارې وهلې: راشئ نصیب خورو، خواږه ګنیان وخورئ لکه شربت داسې دي، شکره ده، ګوړه ده،…

Read more