خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Category Archives: جنرال وزیري

چې دا مې تر څه پورې وویل| دولت وزیري

یوه ښوونکي  خپلو شاګردانو ته د جنت او دوزخ په هکله خبرې کولې. ویل يې: «دوزخ یوه لویه کنده ده، له مارانو او لړمانو ډکه ده، اور دی، وهل او ټکول دي.» بیا یې د جنت په اړه خبرې پیل کړې: « جنت بيا باغونه او ګلونه دي. شات، شيدې، مستې، شرابونه او کبابونه دي.…

Read more

یوه اشتباه دوه پیړۍ غلامي | جنرال دولت وزیري

انګریزان څه ډول هند ته راغلل؟ د ختیځ هند کمپنۍ چې په ۱۶۰۰ میلادي کال د انګلستان هیواد په لندن ښار کې تاسیس شوې وه، د تاسیس موخه يې دا وه چې د هند سره تجارتي اړیکې ټینګې کړي او په هند کې په ارزانه بیه ځینې د اروپایانو د اړتیا وړ څيزونه را ونیسي…

Read more

د خپل هېواد د ګټو ساتل، ملي مسوولیت دی|جنرال دولت وزیري

که څه هم نړۍ په يوه کلي بدله شوې ده او د ارزښتونو پر سر د جګړې بڼه هم تر پخوا بدله ښکاري، خو د خپل هېواد ساتل اړين دي. د وخت د انګلستان ملکې اليزابت خپل یو هوښیار استازی(انتوني جن کن سن) د ايران د وخت پاچا ته د يوه ليک سره ولیږه. محمد…

Read more

له نااهل سره دوستي د خره سپرلي ده!| جنرال دولت وزیري

دوست هغه دی چې تاسې سمې لار ته رهنمايي کوي او له بدو کارونو مو راګرځوي، تاسو ته ستاسو نیمګړتیاوې په ګوته کوي او ستاسو پر لاسته راوړنو ویاړي. انسان باید تل داسې کسان د دوستانو په توګه وټاکي چې ورسره رخه نه کوي او په فکري لحاظ ورسره برابر وي. کله نا کله په…

Read more

مشورتي لویه جرګه/جنرال دولت وزیري

  د تاریخ په اوږدو کې افغانانو ډیرې لانجمنې ستونزې د لویو جرګو په واسطه حل کړي دي. د میرویس نیکه له خوا د ګرګین وژل او د هوتکو د واکمنۍ جوړول د لويې جرګې کار و. وروسته د افغانستان د پاچا په توګه د احمدخان ابدالي ټاکل او بیا د احمدشاه بابا له خوا…

Read more

حرکت کې برکت وي/جنرال دولت وزیري

اوبه چې روانې او په حرکت کې وي پاکې وي، کله چې ډنډ او ودریږي خوسا کیږي. د ملتونو ژوند هم همداسې دی. که ملتونه هم حرکت ونه کړي او پر مخ لاړ نه شي، له نورې نړۍ شاته پاته کیږي او په پای کې د خپلې لټۍ او جهالت له امله ټوټه ټوټه کيږي…

Read more

راځئ فکري تحول ته مخه کړو| جنرال دولت وزیري

پېړۍ پېړۍ مخکې (تر میلاد ۳۹۹ کاله مخکې) هغه مهال چې سقراط په اتن کې ژوند کاوه، د اتن د قانون له مخې هر ښاري ته پوځي روزنه جبري او لازمي وه. پر هماغه اساس و، چې سقراط هم د یوه اتني پوځي په توګه د سپارتا او اتن په جګرو کې ګډون کړی و…

Read more

جنرال دولت وزیري| ډوډۍ او خپلواکۍ غاړه غړۍ دي

کره خبرې غوږونه دې ټولو ته ونیسه، خو غږ دې محدودو کسانو ته ورسوه. څوک چې کتاب نه لولي، باید ټول تاريخ تجربه کړي. ژوند د جنجالونو ډک کتاب دی، د يوې ورقې په خاطر يې هیڅکله لیرې مه غورځووئ. نه بې ډوډۍ خپلواکې په کار ده او نه بې خپلواکۍ ډوډۍ. ازادي دومره په…

Read more