خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

ژوند ته دې شفا ور کړه| جنرال دولت وزیري

د ښاغلي صالح محمد صالح د ژباړل شوي کتاب (ژوند ته دې شفا ورکړه) غورچاڼ اوولسم لوست د کتاب پای او پایله ((موږ ټول یو، یو او یو او بل ته ورته یو)) که موږ یو او بل ته د خپل کوچنيوالي کیسې وکړو، وبه ګورو چې په ډیرو برخو کې یو او بل ته…

Read more

مطبوعات یو پیاوړی ځواک| جنرال دولت وزیري

څرنګه چې مطبوعات په نړۍ کې د څلورم ډیر موثر ځواک په نامه پیژندل شوي دي. همغه دی چې په ډیره اسانۍ سره له وزیر رذیل او له رذیل وزیر جوړولای شي. په معاصره نړۍ د لویو قدرتونو ترمنځ جګړه د تورې او وسلې نه ده، بلکې په مطبوعاتي ډګر کې ده. اوازې، پروپاګند، خبرونه،…

Read more

کوچيانۍ لنډۍ| جنرال دولت وزیري

پښتو ادب کوچیانۍ لنډۍ ما د کوچي له عمره ځار کړي د سبايی اور يې بلیږي دوی ترې ځينه خالي به پاتې شي ننګرهاره کوچیان کډې باروي ايلبند ته ځینه اوښانو بیا غاړې کږي کړي چې پرې سپریږي سپینې خولې ژيړ پیزوانونه مورې کوچیانو کې مې ور کړه کنډک کنډک مستې به خورم غټه به…

Read more

د پلار پر مړینه| د صالح محمد صالح ژباړه

شاعر: ندا فضلي ستا هدیرې ته پلاره د فاتحې لوستو ته نه یم تللی ما ته معلومه ده چې ته مړ کېدلی نه شې. چا چې دا ستا د مړینې «رښتیا» خبر خپور کړی، هغه «دروغ» دي، دروغ هغه ته نه وې پلاره ها، یوه وچه پاڼه له څانګې بېله شوله او لاندې ولوېدله دا…

Read more

جنګ بدرنګي ده| جنرال دولت وزیري

جنګ خطرناکه کار و بار دی تورو ډېر خوږ کړي او ډېر يې اباد کړي دي؛ همدې تورو ډېر وژلي چې بيا نه دي راپورته شوي؛ ډېر يې نېستمن کړي، څه يې خانان کړي،  او لږ څه يې بیا هوښیار کړي هم دي؛ ښارګوټي يې خراب کړي، پټي يې په وینو لړلي؛ ځینې يې لټ…

Read more

ژوند ته دې شفا ورکړه| جنرال دولت وزیري

د «ژوند ته دې شفا ورکړه» کتاب غورچاڼ د څوارلسم لوست پاتې برخه د ښاغلي صالح محمد صالح د کتاب ژباړ مخکې مو وویل چې ځان او خپلې روغتیا ته پاملرنه د غرور او تکبر په معنا نه ده، بلکې له دې سره کولای شو خپله روغتيا ښه وساتو او په ټولنه کې د ځان…

Read more

افغانستان ته مقدوني سکندر راتګ| جنرال دولت وزیري

کله چې مقدوني سکندر د خپل پلار له مړينې وروسته د یونان واکمن شو، د نړۍ نیولو ته يې ملا وتړله. د ډېرو هیوادونو او سیمو تر نیولو وروسته يې عراق او ایران ته مخه کړه. د عراق او ایران له نیولو سره افغانستان ته را تیر شو. امريکايې ليکوال ستیوین تانير په خپل اثر…

Read more

ساده ګي تر کومه حده| جنرال دولت وزیري

د ځنګله پاچا زمری ناروغ شو. د درملنې له پاره ډاکتر ورته د خره د ماغزو او زړه خوړلو سپارښتنه وکړه. زمري خپله ګاونډۍ ګيدړه را وغوښته او ورته يې وویل: «که چاره ونه کړې او خر را نه ولې د خره پر ځای به تا وخورم.» د ګیدړې عذرونه يې ونه منل. ګيدړه مجبوره…

Read more