خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

ناولی-لنډه کیسه/ اجمل پسرلی

د مجسمې ټیټ دیوال یې په سوک وواهه. د بیرو له دوه لیتره بوتله یې څو غوړپه سر په سر وکړل. سترګې یې پټې ونیولې.لاسونه یې پرمځکه بیواکه پریوتل لکه ساه چې ترې ختلې وي، خو بوتل یې تکیه کړ. د مجسمې پر سر ترپ ترپ شو، کڅوړنې سترګې یې ورپورته کړې….شنې کوترې د مجسمې…

Read more

بل/ اجمل پسرلی

د زندان د نمجنې کوټې بوی یې تر سپږمو شو. لکه په خوب کې چې له خپسکې راپاڅي، سترګې یې رډې رډې راوایستې. نن یې اوومه ده چې له بنده خوشي شوی دی. په تیرو اوو ورځو کې یې هره ورځ خلک پوښتني ته راتلل. په کړکۍ کې د مچ بڼا شوه. پرده یې جګه…

Read more

رنګ/اجمل پسرلی

«جنګ رنګ نه پریږدي» جوزیف تر دې خبرې وروسته ژر ژر ساه واخیسته. زما او ده ترمنځ نصواري پلن میز و، خو ما یې په سینه کې د ساه ایستلو غرژی اوریده. سپین لاسونه یې داسې و لکه له دیواله چې چونه ګرږیدلې وي، هلته هلته تور بخون کم رنګه داغونه پرې پورې وو. سترګې…

Read more

هلو / اجمل پسرلی

د پراګ په وخت مې سهار پنځه بجې کابل ته زنګ وواهه، د مور حال مې اخیست، زنګ تیریده ټيلفون یې نه اوچتاوه. بیګا چې مې خبرې ورسره وکړې، ویل یې ستونی مې وچ دی، ځان مې درد کوي. کړکۍ مې پرانیسته یخه هوا کوټې ته راننوته. د کوڅې پورې غاړه څراغ داسې ښکاریده لکه…

Read more

کیسه/ اجمل پسرلی

بابانیک مې تر دوکان په کوڅه کې ډير ترسترګو شوی دی. د ده دوکان د زاړه پراګ په زړه کې د ستارومیڅکا په یوه نمجنه کوڅه کې دی. یوه اړخ ته یې نری سړک تیر شوی بل اړخ ته هم. بابانیک همدلته د تنګې څلور لارې په منځ کې په چوکۍ ناست وي. بیغمه دی…

Read more

کړۍ/اجمل پسرلی

د شنو بوټو ترمنځ یې زیړو ویشتو په پسرلي کې مني ته بوتلم. ویښته یې پرمخ د قفس غوندې راځړیدل. د والتاوا سیند پرکټارې یې لاسونه تیکه کړی وو، د سیند لور ته یې مخ و. سترګې یې نه راښکاریدې. ترې تیر شوم، له دې بلې خوا یې یوازې د پوزې څوکه  له ویښتو راوتلې…

Read more

پرونۍ جنازه (لنډه کیسه)/محمدخالص ادیب

چا به تر اوبو اېستلې وه؛ خو اسمان خپه ښکارېده، وریځو اوښکې تویوې، باد د غم سندرې غږوې، په ګټ کې په عمر پخه ښځه پرته وه، په اننګو یې څپه څپه باڼه پراته و. د ۱۳۹۸ ل کال د لیندۍ اوله نېټه وه، موږ ټول ددغه مرګ په علت پوهېدو؛ خو له خجالته مو…

Read more

نظر/اجمل پسرلی

د دریم منزل کړکۍ یې پرانیسته، پرې کړې ساه یې واخیسته لکه سلګۍ چې یې وي.  شمال دفتر ته راننوت. چوکۍ یې ورکش کړه. د پاڼو پر سر یې سټیپلر کیښود. د رییس ایمیل یې بیا له سترګو تیر کړ: « سه شنبې په کار کې غفلت شوی… » «چا شیطاني ورته کړې؟» کړکۍ ته…

Read more