Categories

اعلان

Loading…

Daily Archives: March 24, 2020

لوبه بدلیږي | عبدالباري جهاني

د مارچ پر دیرویشتمه، د امریکا خارجه وزیر مایک پومپیو، په څه کم یوه میاشت کي، د دوهم ځل لپاره افغانستان ته سفر وکړ. د ښاغلي پومپیو سفر بې نتیجې ختم سو؛ خو په نتیجه کي د امریکا حکومت دونه په غوسه سو چي خارجه وزارت په هماغه ورځ، شخصاً د مایک پومپیو په قلم…

نور

په افغانستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۷۴ ته ورسېد

تاند(سې شنبه، د حمل ۵) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کورونا وایرسو ۳۲ نوې مثبتې پېښې یې نن ثبت کړي دي. د دې وزارت له معلوماتو سره سم، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هرات ولایت کې د کورونا وایرس ۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ورسره په هیواد کې په کورونا…

نور

په افغانستان کې د ناټو ۴ پوځیان په کورونا اخته دي

تاند (سې شنبه، د حمل۵) په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې ځواکونو نن په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په دې هیواد کې یې ۴ پوځیان په کورونا وایرسو اخته دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، په کورونا اخته پوځیان په وروستیو ورځو کې افغانستان ته راغلي وو او د دې لپاره…

نور

قوم | لیکوال: رحمت شاه فراز

د لبنان نامتو فلسفي ادیب، شاعر او لیکوال خلیل جبران د ((قومونو فلسفه)) تر عنوان لاندې د قوم پر موضوع علمي او فکري بحث کوي خو فلسفي او ادبي صبغه یې له نورو هغو پیاوړې ده. جبران قوم د بېلا بېلو اخلاقو، عقیدو او افکارو لرونکو وګړو هغه ټولګه بولي چې له یو بل سره…

نور

غني: د امریکا له مرستو پرته ګوزاره کولی شو، عبدالله د اساسي قانون او نظام تغییر غواړي

تاند، سه شنبه، د حمل ۵مه: ولسمشر اشرف غني د امریکا د باندنیو چارو وزارت د اعلامیې په ځواب کې ویلي، سیاسي بحران ځکه حل نه شو چې عبدالله عبدالله د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې نظام غواړي. ولسمشر غني له خپلو دوه مرستیالانو او د امنیت شورا له سلاکار سره په…

نور

د سوداګرۍ خونه: د تورخم لار دې ژر تر ژره پرانیستل شي

تاند، سه شنبه، د حمل ۵مه: د سوداګرۍ او صنایعو خونې پر پاکستان غږ کړی چې ژر تر ژره دې د تورخم دروازه د توکو د لېږد رالېږد لپاره پرانیزي. د افغانستان د سواګرۍ خونې په یوه اعلامیه کې ویلي، کورونا نړیواله وبا ده او ځینو هیوادونو د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره په ترانزیټي…

نور

د هند او ترکمنستان مشرانو ولسمشرغني ته مبارکي وویله

تاند، سه شنبه، د حمل ۵مه: د هند لومړي وزیر نریندر مودي ولسمشر غني ته د نوروز او د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بیردي محمدوف ولسمشر غني ته په ټاکنو کې د بیا ځل بریالي کېدو او ولسمشرۍ مبارکي ویلې ده. د هند لومړي وزیر نریندر مودي له ولسمشر غني سره په تلیفوني تماس کې ویلي،…

نور

د روغتیا وزیر: کورونا وایرس ممکن ۸۰ سلنه افغانان په کورونا اخته شي

تاند (سې شنبه، د حمل۵) د افغانستان د عامې روغتیا وزیر خبرداری ورکوي چې کورونا وایرس ممکن په افغانستان کې یولکو ۱۰ زره تنه مړه کړي. فیروزالدین فیروز نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، اټکلونه ښيي چې دا وایرس کېدای شي په سلو کې ۸۰ افغانانو ته سرایت وکړي. ده وویل، که ضروري احتیاطي…

نور

۸