Categories

اعلان

Loading…

Daily Archives: March 22, 2020

د افغانستان د حکومت د تماس ډلې له طالب استازو سره ویدیوکنفرانس وکړ

تاند(یکشنبه، د حمل ۳) د افغانستان د سولې د تماس ډلې نن د ویډیو کنفرانس له لارې په قطر کې د طالبانو له استازو سره خبرې وکړې. د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، په دې ویدیوکنفرانس کې ټولو خواوو د افغانانو پر ضد د تاوتریخوالي پر کمولو، مخامخ خبرو او هراړخیز او دایمي اوربند…

نور

پیچیدگی تجاوز ترکیه بر سوریه و پیامدهای احتمالی آن

علی سمیع چنان معلوم می شود که اردوی ترکیه در ولایت اِدلِب در جریان یکماه وارد معادلهٔ پیچیده و خطرناکی شده است. اردوی ترکیه در پهلوی اینکه در چند قدمی تقابل دوباره با اردوی ملی سوریه قرار دارد، فعلاً با تروریستان که مورد حمایت اردوغان قرار داشت هم وارد تبادل راکت و جنگ شده است.…

نور

په افغانستان کې د کورونا مثبتې پېښې ۴۰ ته ورسېدې

تاند(یکشنبه، د حمل ۲) د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نن ماښام وویل چې د ۶ تنو نورو افغانانو کورونا وایرس تایید شو چې ورسره په هیواد کې د کورونا وایرسو پېښې ۴۰ ته ورسېدې. د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل، ۳ تنه په هرات، ۲ په فراه او یوه پېښه تازه په هرات…

نور

په افغانستان کې د کورونا په وایرسو د لومړني کس مړینه

تاند (یکشنبه، د حمل ۲) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په هیواد کې یو تن د کورونا په وایرسو مړ شوی دی. دا له کله چې د کورونا وبا په نړۍ کې خپره شوې، په افغانستان کې د دې وایرسو لومړنۍ قرباني ده. د روغتیا وزارت ویندوی وحیدالله مایار رسنیو ته…

نور

د کورونا د مخنیوي لپاره د افغانستان حکومت یو شمېر بندیان خوشي کوي

تاند(یکشنبه، د حمل ۳) د افغانستان حکومت پرېکړه وکړه چې د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره به یو شمېر بندیان خوشي کړي. د ارګ له خبرپاڼې سره سم، د کورونا وایرسو په وړاندې د تدابیرو په اړه د کابینې له پرونۍ غونډې وروسته نن ولسمشرمحمد اشرف غني له خپلو دوو مرستیالانو، د سترې…

نور

د میدانښار ښارواله په کابل کې له مرګونې حملې روغه ووته

تاند(یکشنبه، د حمل ۳) د میدانښار ښارواله ظریفه غفاري نن (یکشنبه) په پلازمېنه کابل کې له یوې وسله والې حملې روغه ووته. راپورونه وايي چې اغلې غفاري د کابل خوشحال خان مېنې ته څېرمه په سپین کلي سیمه کې په خپل موټر کې روانه وه چې نامعلومو موټرسایکل سپرو پرې ډزې وکړې. په دې پېښه…

نور

په هرات کې د کورونا وایرسو د ناروغانو لپاره ۳ روغتونونه جوړ شوي

تاند(یکشنبه، د حمل ۳) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن (یکشنبه) اعلان وکړ چې د هرات ولایت په درو سیمو کې یې د کورونا وایرسو د ناروغانو لپاره درې ځانګړي روغتونونه جوړ کړي دي. د عامې روغتیا وزارت له خبرپاڼې سره سم، حاضردمه په هرات ولایت کې د کورونا وایرسو روغتونونه ۷۰۰ ناروغان ځایولی…

نور

د فرانسې د روغتیا وزیر: د شامه حس له کاره لوېدا د کورونا نښه ده

تاند(یکشنبه، د حمل ۳) طبي متخصصانو تبه، ټوخی، سردردي، ځان دردي او ساتنګي تراوسه پورې د کورونا په ویروسو د اخته کسانو تر ټولو څرګندې نښې بللې دي خو په فرانسه کې تازه څېړنو ثابته کړې چې هغه کسان هم په کورونا وایرسو اخته دي چې بوی نه احساسوي یا یې شامه حس کار نه…

نور

۸