Categories

اعلان

Loading…

Daily Archives: March 20, 2020

په زابل کې لږترلږه ۲۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي

تاند(جمعه، د حمل۱) په زابل ولایت کې په یوه حمله کې، چې ویل کېږي د یوه نفوذي له لوري شوې ده، لږترلږه ۲۴ تنه وژل شوي دي. د زابل والي او امنیتي چارواکو تایید کړه چې دا برید نن سهار وختي د زابل ولایت مرکز کلات ښار ته نژدې د لویې لارې په یوه پوسته…

نور

د وخت مدیریت نومي کتاب چاپ شو

شېخ زاید بهار د وخت مدیریت نومي کتاب د امریکایي لیکوال او متشبث مېچل سټاویکي پر لاس لیکل شوی اثر دی، چې د ژوند پر یو مهم فکټور (وخت) را څرخي، د وخت ارزښت راښیي او د وخت تنظیم، ډولونه، تخنیکونه، سټراټیژۍ او ډېری داسې موضوعات په ځان کې رانغاړي چې له لوستلو به یې…

نور

په ایټالیا کې په کورونا د مړو شویو شمېر تر چین واوښت

تاند(جمعه، د حمل۱) په ایټالیا کې د کورونا په وایرسو د مړو شویو کسانو شمېر تر چین اوښتی او نن په دې هیواد کې د کوویډ-۱۹ په وایرسو د مړو شویو ټول شمېر ۳ زره ۴۵۰ تنه اعلان شو. ایټالیايي چارواکي وايي چې پرون په دې هیواد کې ۴۲۷ تنه په دې وایرسو مړه شول.…

نور

د امریکا دفاع وزیر د پاکستان له لوی درستیز سره پر دوه اړخیزو امنیتي همکاریو خبرې وکړې

تاند(جمعه، د حمل۱) د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر پرون (پنجشنبه) د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه سره د دوو هیوادونو پر اوږدمهال امنیتي مشارکت ټېلفوني خبرې وکړې. د امریکا د دفاع وزارت ویندوی جناتن هافمن وویل، ایسپر د فبرورۍ په ۲۹ نېټه د امریکا او طالبانو د سولې له موافقې…

نور

عمران خان، د افغانستان د ملاتړ لپاره د چمن – سپین بولدک لاره پرانیزم

تاند(جمعه، د حمل۱) د پاکستان صدراعظم عمران خان نن (جمعه) د خپل هیواد چارواکو ته امر وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپین بولدک – چمن لار پرانیزي. پاکستان په وروستیو ورځو کې د سپین بولدک – چمن او همداراز تورخم لارې د دې لپاره بندې کړې چې د کورونا وایرسو د خپرېدو…

نور

ولسمشر غني له سیاستوالو د اختلاف په ځای د یووالي غوښتنه وکړه

تاند(جمعه، د حمل۱) د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د نوي کال په مناسبت ملت ته په وینا کې پر ټولو سیاستوالو ږغ وکړ چې د سیاسي اختلافاتو د حل کولو لپاره یو بل ته لاس سره ورکړي. ده وویل چې ۱۳۹۹ لمریز کال به د یووالي او اصلاحاتو کال وي. ولسمشر زیاته کړه«اوس موږ…

نور

طالبانو او ملت ته د طالبانو د یو مشر او خواخوږي پرانستی لیک  

ثاقب افغان د قطر غونډی ته د امارت لخوا ور بلل شوی وم ، له بده مرغه موږ چې کله قطر ته ورسیدلو نو ومو کتل چې دلته صورتحال تر کوئټې هم خطرناک وو. هماغه استخباراتي او مافیایي کړۍ دلته هم فعالې وې، هماغو د آی ایس آی مزدورانو دلته هم د ملا برادر اخند…

نور

د رحمان بابا یو بیت | خبیب علي

په تصوف کې خدای ته د رسېدو لپاره یوه وسیله ضرور وي چې پیر و مرشد یې بولي. پیر و مرشد د نورو خلکو په شان عادي انسان وي، خو خدای ته د نژدې والي له وجې تر نورو خلکو عالي مقام لري. له همدې کبله هغوی چې غواړي خدای ته ورسېږي، د مرشد لاسنیوی…

نور

۸