Categories

اعلان

Loading…

Daily Archives: March 14, 2020

حکومت وايي، له طالبانو سره مرکچي پلاوی یې بشپړ کړی

تاند- شنبه، د حوت ۲۴مه: د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي، د بین الافغاني خبرو لپاره د پلاوي د جوړولو کار بشپړ شوی دی. د ارګ سرچینې وايي، د پلاوي د جوړېدو کار د ځینو مشورو او بحثونو لپاره ځنډول شوی و. د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې پر اساس ټاکل شوې وه چې بین…

نور

کرزي دوی نن د غني د حکومت نه منلو او د سیاسیونو په مذاکراتي پلاوي هوکړه کړې

تاند، شنبه، د حوت ۲۴مه: د حامد کرزي، عبدالله، صلاح الدین رباني او حکمتیار په مشرۍ نن د کریم خلیلي په کور کې غونډه شوې او د ولسمشر غني له حکومت سره یې مخالفت ښودلی دی. د عبدالله د ټیم یو ارشد غړي فهیم فطرت په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په دې ناسته کې…

نور

جنرال باجوه: د افغان سولې په وړاندې خنډونه له منځه وړو

تاند، شنبه، د حوت ۲۴مه: د پاکستان د پوځ لوی درستیز ویلي، هیواد یې چمتو دی چې د افغانستان د سولې په پروسه کې خنډونه له منځه یوسي جنرال باجوه د جمعې په ورځ د افغانستان د سولې پروسې په اړه د قول اردوګانو له قومندانانو سره په کتنه کې وویل چې د افغانستان سوله…

نور

افغان حکومت د کورونا له امله ښوونځي او پوهنتونونه یوه میاشت رخصت کړل

تاند، شنبه، د حوت ۲۴مه:  ولسمشر غني د کورونا ناروغۍ د مخنیوي د هڅو په لړ کې د یوې میاشتې لپاره د افغانستان د ټولو ښوونځیو او پوهنتونونو رخصتي اعلان کړه په عامه او ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر لوی سلاکار وحید عمر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، ولسمشر د عامې روغتیا، پوهنې، لوړو زده…

نور

اندرابي: د افغان پولیسو تلفات ۱۱ سلنه راکم شوي دي

تاند، شنبه، د حوت ۲۴مه: د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وایي، د اورکم له مودې راهیسې افغان ځواکونه تر اوسه د جګړې په لیکو کې په دفاعي حالت کې دي. نوموړي نن شنبه ملت ته د حساب ورکونې په غونډه کې وویل، که طالبان په هره سیمه کې د افغان ځواکونو پر اډو…

نور

د کورونا ویروس له کبله افغانستان کې په هر ډول لوبړ بندیز ولګېده

تاند، شنبه، د حوت ۲۴مه: په هېواد کې د کورونا ناروغۍ د یوولسو پیښو له ثبتیدو سره هم مهاله د بدني روزني عمومي ریاست هم په ټول هیواد کې د کرونا ویروس له امله پر ورزشي لوبو بندیز ولګاوه. د شنبې په ورځ په کابل کې د هیواد د بدني روزنې عمومي ریاست مسئولینو په…

نور

افغانستان کې په لومړي ځل د پاکستان د دوه لسیزو لوی صادراتي بازار مات شوی دی

تاند، شنبه، د حوت ۲۴مه: د افغانستان د احصایې ملي ادارې د ارقامو له مخې په تېرو ۱۸ کلونو کې د لومړي ځل لپاره پاکستان په افغانستان کې د خپلو صادراتي توکو بازار له لاسه ورکړی دی. د ملي احصایې ادارې د مرستیال حسیب الله مؤحد په خبره افغانستان لپاره دا مهال تر ټولو لوی…

نور

د امریکا مخالفو او موافقو سیاستولو کانګریس کې د کورنا پر ضد لایحه پاس کړه

تاند، شنبه، د حوت ۲۴ مه: د امریکا د کانګریس په استازو جرګې کې له کورونا وایرس سره د مبارزې لپاره لایحه، چې دواړو ګوندونو وړاندیز کړې وه، په یوه خوله تصویب شوه. ویل کېږي چې دا لایحه به، له دې سره سره چې په پیل کې ولسمشر ټرمپ پرې ځینې انتقادونه لرل، د نوموړي…

نور

۸