Categories

اعلان

Loading…

Daily Archives: March 12, 2020

ولسمشر غني: سوله اوږده موده او حوصله غواړي

تاند، پنجشنبه، د حوت ۲۳مه: ولسمشر اشرف غني وايي،  دسولې پروسه اوږده موده او پراخه حوصله غواړي او د تطبیق لپاره وخت ته اړتیا لري. ولسمشر غني دغه څرګندونې د عبدالعلي مزاري د ۲۵م تلین په مناسبت خپره کړې ويډیو کې کړې دي او ویلي یې دي چې دا پروسه پراخه حوصله غواړي او وخت…

نور

کاناډا: افغانستان کې د سولې لار ستونزمنه او د جګړې ختمیدل وخت نیسي

تاند، پنجشنبه، د حوت ۲۳مه: په کابل کې د کاناډا سفیر دیف میتکف وايي چې افغانستان کې سولې ته رسېدل نه یوازې ستونزمن بلکې په وینا یې لا هم د جګړې ختمیدو ته اوږده لاره پاتې ده. میتکف وایي، کاناډا په افغانستان کې له تلپاتې او سراسري سولې ملاتړ کوي، خو په وینا یې افغان…

نور

د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو له عبدالله سره د جوړجاړي لپاره لیدنه کړې

تاند، پنجشنبه، د حوت ۲۳مه: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو نن له عبدالله سره لیدلي او افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت په جوړېدو یې ټینګار کړی دی. تدامیچي یاماموتو نن له ډاکټر عبدالله عبدالله سره لیدنه کې د افغان مشرانو لخوا، له اساسي قانون سره سم په یوه…

نور

ننګرهار کې د کورونا سل بستریز واټ پرانیستل شو

تاند، پنجشنبه، د حوت ۲۳مه: ننګرهار کې د کورونا ویروس د احتمالي راتګ د مخنیوي په هدف د بشپړو روغتیایي تدابیرو نیولو تر څنګ یو سل بستریز واټ پرانیستل شو. د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس نصیر احمد درانی وایي، په ولایتي کچه یې د کورونا ویروس د احتمالي راتګ د مخنیوي په هدف یې…

نور

ویتنام غواړي له افغانستان سره د سولې په برخه کې خپلې تجربې شریکې کړي

تاند، پنجشنبه، د حوت ۲۳مه: په ملګرو ملتونو کې د امریکا ځپلي هېواد ویتنام سفیر ډانګ ډناکوې ویلي، هیواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د سولې، ثبات او پرمختګ په برخه کې د خپلو تجربو د شریکولو همکاري وکړي. ښاغلي ډناکوې ویلي، د افغان سولې په رابطه د امریکا، افغان حکومت او قطر…

نور

فرحت الله بابر: ولسمشر غني د پوځ ګوډاګی نه و، افغانانو دیموکراتیک ارزښتونه ساتلي

تاند، پنجشنبه، د حوت ۲۳مه: د پاکستان د مشرانو جرګې غړی فرحت الله بابر د ولسشمر غني د لوړې په مراسمو کې له ګډون وروسته اسلام اباد ته له ستنېدو وروسته په ټویټر د افغانانو د ډیموکراټیکو ارزښتونو د نه بدلېدو ستاینه کړې ده. فرحت الله بابر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، ولسمشر غني دوی…

نور

ستوني درد، عوامل او مخنيوی| داکتر اجمل درمان

ستوني درد يوه عامه موسمي ناروغي ده چې تر ډيره په سړه هوا کې رامنځته کيږي. په کې د ستوني درد، ستوني تخريش، عسرت بلع، تبه، ځان درد، هډي يا بغوټ، تانسلونو پړسېدل، او ځینې وختونه له پورې اوبه تلل او ټوخی هم ورسره وي. ولې رامنځته کيږي؟ زکام او سرماخوردګي، وچه هوا، باکتریاوې، سګريټ…

نور

د کورونا ویروس پر وړاندې روان جنګ

جان روان ځاځی   د کورونا ویروس ((کوویډ ۱۹)) ساري ناروغي په لومړي ځل د چين د هوبۍ ولایت په ووهان ښار کې داسې مهال رامنځته شوه، چې ددې هيواد په لر او بر کې د پسرلني اختر ورځې روانې وې او په ډېره لنډه موده کې یې لمن تر نورو هيوادونو هم وغځېده، لسګونه زره…

نور

۸