Categories

اعلان

Loading…

Daily Archives: March 6, 2020

داعش د مزاري د تلین پر مراسمو د حملې مسوولیت په غاړه واخیست

تاند (جمعه، د حوت ۱۵) داعش یا د اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې د کابل په لوېدیځ کې د عبدالعلي مزاري د ۲۵ تلین پر مراسمو د حملې مسوولیت په غاړه واخیست. د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دې برید کې ۳۲ تنه وژل شوي او ۵۸ نور ژوبل دي. خو داعش ډلې…

نور

طالبان: که بندیان مو خوشې شي، مذاکرتو ته مو ټیم اماده دی

تاند، جمعه، د حوت ۱۶مه: طالبانو ویلي چې که د توافقنامې سره سم عمل وشي او د مارچ تر لسمې پورې د دوی پنځه زره بندیان خلاص شي نو دوی هم مذاکراتو ته تیار او ټیم یې اماده ده. طالب ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر لیکلي، که د توافقنامې له محتوی سره سم عمل…

نور

له پرديو سره سوله خو له خپلو سره جنګ؟ | بريالى مليار

 د اورکم اونۍ له پای ته رسېدو سره سم طالبانو پرافغان امنيتي ځواکونهو بيا بريدونه پيل کړل. د بريدونو په نتيجه کې بيا ډېرې مېندې بورې، ښځې کونډې اوماشومان يتيمان شوو. د بيلګې په توګه، په کندز کې د طالبانو په يو بريد کې ١٦ عسکر ووژل شول. طالبانو خپلو قومندانانو ته امر کړى دى…

نور

ولې پر پاکستان باور نشي کیدای؟ | بصیر عاصم

عموماً کله چې د هیوادونو په سطحه تصامیم نیول کیږي د اهدافو په اړه یې پوهېدنه، وړاندوینه، او تحلیل هم تقریباً باوري وي، ځکه ولسواک هیوادونه چې تصامیم نیسي د یوه فکر، منطق او عقلانیت پر اساس وي او هر کار او اراده چې د واقعیتونو او عقلانیت پر بنسټ نه وي اهدافو ته رسېدل…

نور

امریکا، امنیت شورا له تور لیست نه د طالبانو ایستلو ته چمتو کړې

تاند، جمعه، د حوت ۱۶مه: د امریکا له لوري د سولې هوکړې په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پریکړه لیک چمتو کړې مسوده کې د دغې هوکړې هرکلی شوی او له تور لیست نه د طالب مشرانو د ایستلو په اړه یې بررسۍ ته چمتووالی ښودلی. اسوشیټډ پریس ته د دغه پریکړه…

نور

کرزي له روسیې غوښتي چې افغان لانجه کې لا ډېره ونډه واخلي

تاند، جمعه، د حوت ۱۶مه: پخواني ولسمشر حامد کرزي له روسیې غوښتي چې د افغان سولې په پروسه کې دې لا ډېره ونډه واخلي. د حامد کرزي له دفتره تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې راغلی چې نوموړي نن په کابل کې د روسیې له سفیر الکساندر مانتیتسکي سره په لیدنه کې دا خبره…

نور

د کابل برید له پایته رسېدو سره سم ناټو له افغان ځواکونو ملاتړ ښودلی

تاند، جمعه، د حوت ۱۶مه: د کابل د دشت برچي نننۍ نښتې درې بریدګر له شپږ ساعته جګړې وروسته وژل شوي او نښته پای ته رسېدلې ده. دغه برید چې نن سهار یوولس بجې او شل دقیقې د عبدالعلي مزاري د تلین په مراسمو له وسله والې نښتې پیل شو، د عامې روغتیا وزارت په…

نور

د کابل ننني برید تلفات ۳۲ او ټپیان ۵۸ تنو ته ورسېدل

تکمیلي، تاند، جمعه، د حوت ۱۶مه: د عامې روغتیا وزارت اعلان کړه چې د کابل دشت برچي کې د مزاري د تلین په مراسمو ننني برید کې لږ تر لږه ۳۲ تنه وژل شوي اود کابل روغتونونو ته ۵۸ نور ژوبل کسان لېږدول شوي دي. له دې منځه یوازې د کابل علي جناح روغتون مسوولانو…

نور

۸