Categories

اعلان

Loading…

Daily Archives: February 26, 2020

که چېرې سوله راغله | احدګل خادم

که رښتيا سوله راغله زه بل ځای نه، يواځې د خپل پلار او نيکه کلي (سنګانۍ) ته ځم. هغه کلی چې نږدې اوه کاله کيږي، د ناترسه خلکو له لاسه ما بيا نه دی ليدلی. لومړی د سولې د ارمانجن خپل شهيد پلار او دواړو ميندو (مورګانو) قبرونو ته ځم. هغوی ته ښه زړه سپکوم…

نور

کرزي، حکمتیار، عبدالله، خلیلي او محقق بیا د ټاکنو د پایلو له منلو انکار کړی

تاند، چهارشنبه، د حوت ۷مه: د زلمي خلیلزاد له ټویټ وروسته د حامد کرزي او عبدالله عبدالله په مشرۍیو شمېر سیاستوال د صلاح الدین رباني کور ته ورټول شوي دي. عبدالله عبدالله پر خپل فیسبوک لیکلي، دغه ناسته چې ګلبدین حکمتیار، محمد محقق، کریم خلیلي، باتور دوستم، انوارالحق احدي او حاجي دین محمد په کې…

نور

د کابل ننني برید د نسبي اوربند اوونۍ له سوال سره مخ کړې ده

تاند، چهارشنبه، د حوت ۷مه: طالبانو په کابل کې د لوی څارنوالۍ ودانۍ ته څېرمه د نن ماسيښین چاودنه کې لاس لرل رد کړل خو دغه موټر سایکل بم چې لږ.تر لږه یې دوه کسان ژوبل کړل، د نسبي اوربند د اوونۍ په اړه ژمنتیا باندې پوښتنې راپورته کړې دي. چارواکي د لویې څارنوالۍ دفتر…

نور

طالبانو لا هم د نسبي اوربند موده کې نیولی د سمنګان د دره صوف ولسوال نه دی خوشې کړی

تاند، چهارشنبه، د حوت ۷ مه: د سمنګان ولایتي چارواکي وایي، د دره صوف بالا ولسوال احمدعلي حسني لا هم د طالبانو په ولکه کې دی. د سمنګان د والي ویاند صادق عزیزي وایي، د دره صوف ولسوال احمد علي حسني اوس هم په دره صوف ولسوالۍ کې له طالبانو سره بندي دی او روغتیا…

نور

ثبات او همپالنه، د امریکا په غوښتنه مو د والیانو ګمارنې او د عبدالله لوړه وځنډوله

تاند، چهارشنبه، د حوت ۷مه: د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله وايي، د واليانو ګومارنه او د ولسمشرۍ د لوړې مراسم يې د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په غوښتنه ځنډولي دي. د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم يوه غړي فضل احمد معنوي رسنيو ته ويلي، چې افغانستان لپاره د…

نور

خلیلزاد: د ټاکنو ګټونکی غني دی او د مارچ تر ۹ مې د لوړې ځنډولو هرکلی یې کوم

تاند، چهارشنبه، د حوت ۷مه: زلمی خلیلزاد وایي، د ټاکنیزې پروسې له پایته رسېدو سره سم اشرف غني ګټونکی اعلان شوی خو د دې اعلان هرکلی کوي چې ښاغلي غني د مارچ تر ۹ مې د خپلې لوړې مراسم وځنډول. نوموړي په څو پرلپسې ټویټونو کې ویلي، اوس باید ټول رهبران دا ډاډ ترلاسه کړي…

نور

هند او امریکا په ګډه اعلامیه په یو جمهوري افغانستان لرلو ټینګار کړی

تاند، چهارشنبه، د حوت ۷ مه: امریکا او هند وايي، یو سوله ییز، باثباته او ولسواک افغانستان د دواړو هیوادونو ګډ هدف دی. هند ته د ټرمپ له سفر وروسته د امریکا او هند له لوري په ګډه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، یو باثباته، پرمختللی، ډيموکراټيک او همه شموله افغانستان د هند او امریکا ګډ…

نور

ولسمشر له کورونا سره د مبارزې لپاره ۲۵ میلیونه ډالر بودیجه منظوره کړه

تاند، چهارشنبه، د حوت ۷مه: ولسمشر محمد اشرف غني مالیې وزارت ته امر کړی چې له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره ۲۵میلیونه ډالر د عامې روغتیا وزارت ته ورکړي. ښاغلي غني تېر شپه په ارګ کې په دې اړه نیول شوې غونډه کې له کورونا سره د جدي مبارزې سپارښتنې ترڅنګ ویلي چې د…

نور

۸