Categories

اعلان

Loading…

Category Archives: سمندر

د بل د بدلولو دوزخ (۳۵) محمد انور وفا سمندر

د قدرت او شهرت لوږه اعتراف کوم، چې موږ ټول دوزخ سوي یاستو. موږ ټول د غږ او رڼا په ستر سمندر کې د لامبلو او معنوي غسل تازه کولو وږي او تږي یاستو. راځئ له ځانه وپوښتو: «له ننني انسان څخه آزادي کومو دیوانو غلا کړې؟» «جګړه ولې را پیښه ده؟» «موږ خدای تعالی…

نور

د بل د بدلولو دوزخ (۳۴) محمد انور وفا سمندر

موږ په جنګ پیدا یو. موږ یې جنګي را لوی کړي یاستو. زما د ماشومتوب چیغې د ټوپک له چیغو ټیټې وې! او تر اوسه پورې زما غږ، زما خبره، زما د زړه وینا، د ټوپک له غږه ټیټه او وروسته پاتې شوې؛ ځکه د ټوپک چیغه لومړۍ جایزه اخلي او د معصوم غږ په…

نور

د بل د بدلولو دوزخ (۳۳) محمد انور وفا سمندر

د قدرت او شهرت لوږه، آزادي خوري. دغه لوږه جنګي ذهن، جنګي افکار-باورونه او دریځونه زده کوي! بیا یې په طریقه او روش بدلوي! بیا یې په آرامه او په شخړه ترویجوي او د مرګ تر شېبې پورې آزاد ژوند تر قضاوت لاندې نیسي. د قدرت او شهرت لوږه، زړه او پخوانۍ لوږه ده. دغه…

نور

د بل د بدلولو دوزخ (۳۲) محمد انور وفا سمندر

پوهه، واک، آزادي دا هغه الهي صفات دي، چې ځانخبرې اروایې ځلولای شي. هغه ښه پوهېږي، دقیق پوهېږي، او په هرڅه؛ تر ټولو کامل پوهېږي! نو سرنوشت مو ښکلی دی. ځکه بل کار نشته؛ «حققت» کامل دی. ښه کار، رښتینی خدمت د حقیقت ځلول دي، په وینا کې، په فکر کې، په دریځ او په…

نور

د بل د بدلولو دوزخ (۳۱) وفا سمندر

د بل بدلولو دوزخ هفته راته یو قرن شو! لس دولس کاله د یو بل بدلولو اورونه بل وه؛ خو دومره مو جسمونه، حواس، عواطف، ذهنونه، روانونه او ارواوې را وسوځېدی، چې اوس هر یو له قرن قرن غم او رنځ سره ولاړ یو؛ خو د بل بدلولو عادت مو لا هم ذهن، حواسو، دریځ…

نور

د بل د بدلولو دوزخ (۳۰) وفا سمندر

پلار بامیانو ته ښاروال ولاړ. خو مېاشت دوې به یې تېرې نه وې، چې د ښاروالۍ دبدبه یې پرېښوه او ځانته یې کابل کې ملکي ماموریت ولټاوه. هغه خپل لمونځونه کول، توبې یې وښکلې او پاچاهي یې د هر چا کار نه ګاڼه! خو ما ځانته بله دنیا جوړوله. زه ځوانۍ ته شوق نیولی وم.…

نور

د بل د بدلولو دوزخ (۲۹) وفا سمندر

زما بیا له ښوونځي څخه توبه وه! «ابو» به خپل ترورزي، عزیزالله ته په لاس ورکړم، چې د مکتب چپړاسیانو ته مې تسلیم کړي! عزیزالله، چې د ټولو خولو توېولو او د لاسونو تڼاکې اجر به یې یو شینکی «شړومبې» او نیمه د باقولو او غنمو ګډوله ډوډۍوه، لښته راپسې پورته کړه: «اورمېږ دې مات…

نور

د بل د بدلولو دوزخ (۲۸) وفا سمندر

پنځوسمه لسیزه وه، چې له یوې خوا د اکتوبر د مادي مساوات سور شمال او له بلې خوا د دویمې نړیوالې جګړې په پایله کې په غربت او تحقیر ځپلې اسیا او افریقا کې د ملتپالنې را پارېدلي هیجانات، او له بلې خوا له مصر څخه راپورته شوي مکتبي دینپالنې فکرونه او سیاسي ایډیالوجۍ په…

نور

۸