Categories

اعلان

Loading…

Category Archives: رغاند

نیوکې او شکایتونه ترکله؟ – ارشاد رغاند

د افغانستان د اساسي قانون پرعملي کیدو د څارد خپلواک کمېسیون مشر قانونپوه ګل رحمان قاضي یو شمېر ملي او نړېوال ارګانونه له اساسي قانونه پر سرغړاونې تورن کړې اوویلي، هغه بهرنیان چې په افغانستان کې اوسیږي باید د افغانستان د قوانینو تطبیق پرځان ومني.  ښاغلي رحماني دا څرګندونې د افغانستان د حقوق پوهانو د…

نور

د سولې په نوم وخت ضایع کوونکې هڅې/ ارشاد رغاند

د سولې عالي شورا غړو له وسله والو طالبانو سره له هېواده بهر د دغې شورا د ځنډیدلو مذاکراتو د بیا پیلولو خبر ورکړی دی. د دغې شورا غړی او د نړیوالو اړیکو د برخې مشاور محمد اسماعیل قاسمیار رسنیو ته ویلي،چې دغه خبرې به د وسله والو طالبانو او سولې شورا د دوه اړخیزې…

نور

ستارسیرت او سوله/ ارشاد رغاند

یو مخکینی افغان سیاستوال عبدالستارسیرت چې تازه له امریکا څخه کابل ته راستون شوی،په یوه خبري ناسته کې ویلي،چې د یوه نوي ګوند پرجوړولو کارکوي. هغه د دې ګوند جوړولو هدف سولې ته واقعي هلې ځلې ګڼلي. ښاغلي سیرت دا هم ویلي،چې په جګړه کې ښکېلې غاړې سولې ته ژمن نه دي او نه یې…

نور

پر سرینا برید؛ د یوه مسلسل داستان دوام/ ارشاد رغاند

ولسي جرګې پریکړه کړې،چې د راتلونکي شنبې په ورځ به د کابل پر سرینا هوټل د وروستي برید په تړاو امنیتي چارواکي خپلې عمومي غونډې ته ورغواړي او د دغه برید په اړه د وضاحت غوښتنه به کوي. د دغې جرګې لومړي مرستیال صدیق احمدعثماني د جرګې د دوشنبې ورځې  په عمومي غونډه کې وویل…

نور

اساسي قانون او د ولسمشر مبهمې غوښتنې/ ارشاد رغاند

په اساسي قانون کې د تعدیلاتو په اړه د ولسمشرکرزي مبهم وړاندیز هغه هم په داسې حال کې،چې د ده د قانوني واک د پای ته رسیدو وروستۍ میاشتې دي،له مختلفو اړخونو څخه د بحث او پوښتنې وړ موضوع ده. ښاغلي کرزي د روانې حوت میاشتې په څلورویشتمه داوړاندیز د ملي شورا د شپاړسمې دورې…

نور

د ولسمشر د ښي لاس تشه څوکۍ د چا حق دی؟

ارشاد رغاند د مارشال قسیم فهیم له مړینې سره د ولسمشرکرزي د ښي لاس لومړۍ دولتي څوکۍ په داسې وخت کې تشه شوه،چې د ښاغلي کرزي د ولسمشرۍ دورې د پای ته رسیدو شاوخوا دوه میاشتې پاتې دي. د جمعیت اسلامي ګوند ځینې لوړپوړي غړي چې ځانونه د ښاغلي فهیم سیاسي وارثین ګڼي،له اوسه پردې…

نور

ټاکنې اوسیاسي شعور/ ارشاد رغاند

په ټاکنو کې برخې اخیستو ته د یوشمېرنالېواله خلکو خبره ده چې په تېرو څو دوره ټاکنو کې یې د رایې استعمال د دوی د هیلو مطابق پایلې نه دي لرلي،ځکه نه غواړي چې په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي. دا خلک له دې اړخه چې د رایو استعمال یې د دوی توقعات د عملي…

نور

زه ولې کمپاینرشوم؟ – رغاند

خواري مې کوله او په دې نظروم،چې باید همداسې له روانو سیاسي جریانونو لرې پاتې شم،ناپېیلتوب راته ترټولو ښه ادرس معلوم شوی و،ارمان مې و چې د هرلوري په اړه د واضح،دقیق او واقعي قضاوت خاوند اوسم. اوس هم دا هیلې په زړه کې لرم،اوس هم د پخوا په شان پرنیږدې ټولو سیاسي او نورو…

نور

۸