Categories

اعلان

Loading…

Category Archives: خبرونه

عبدالله د اجرايي ریاست او په کابینه کې د ۴۰ ٪ چوکیو غوښتونکی دی

تاند (دوشنبه، د حمل ۱۸) پخواني اجرايي رييس عبدالله عبدالله د منځګړو له لارې ولسمشر اشرف غني ته وړاندیز کړی چې نوموړی دې اجرايي ريیس یا صدراعظم پاتې شي او د دې په څنګ کې چې د سولې په پروسه کې دې د مشرتابه رول ورکړل شي، د کابینې په سلو کې ۴۰ چوکۍ ورکړل…

نور

امریکا: نړیوال نور په افغانستان کې له سیاسي ناندریو ستړي شوي دي

تاند، دوشنبه، د حمل ۱۸مه: د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا باندنیو چارو وزارت مرستیالې الېس وېلز په یو تازه بیان کې ویلي، نړیوال متحدین نور په افغانستان کې له خصوصي مسایلو ستومانه شوي دي. ویلز په یوه ټویټ کې لیکلي، په داسې حال کې چې نړۍ د کورونا او د…

نور

شاهین: افغاني مذاکرات تر هغو نشته چې ۵ زره بندیان مو خوشې نشي

تاند، دوشنبه، د حمل ۱۸ مه: د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین امریکایان او افغان حکومت تورن کړي دي چې د سولې د توافقنامې له ژمنو یې پرلپسې سرغړونې کړې دي. نوموړي د جرمني دویچه وله راډیو سره په مرکه کې ویلي چې د توافقنامې په ضمایمو کې په واضحو ټکو لیکل شوي…

نور

ولسمشر د مالیې وزارت د تجزیې فرمان بیرته واخیست

تاند، دوشنبه، د حمل ۱۸ مه: ولسمشر غني د یو تازه فرمان په ترڅ کې د مالیې وزارت له چوکاټ څخه د درېیو خپلواکو ادارو د بیلولو په اړه خپل مخکینی فرمان لغوه کړی دی. د مالیې وزارت نوماند عبدالهادي ارغندیوال د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د ولسمشر د تازه فرمان په…

نور

متین بیک: طالبان د هغو قومندانانو خلاصون غواړي چې لوی بریدونه یې پلان کړي دي

تاند، دوشنبه، د حمل ۱۸ مه: د  سیمه ییزو ارګانونو رئیس عبدالمتین بیک وايي، طالبان د یو شمېر هغه بندیانو پر خلاصون ټینګار لري، چې هېواد کې د ستر. بریدونه او حملو پلانوونکي دي او له همدې امله تر اوسه د بندیانو د خلاصون بهیر ځنډېدلی. د سیمه ییزو ارګانونو رئیس او له طالبانو سره…

نور

جاوید فیصل: د طالبانو هیڅ برید به بې ځوابه پرېنږدو

تاند، دوشنبه، د حمل ۱۸ مه: وروسته له هغې چې طالبانو، امریکا او متحدان یې د سولې له تړون څخه په سرغړونې تورن کړل د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د هیواد ځینو ولایتونو کې د طالبانو وروستي بریدونه بېځوابه نه پرېږدي. د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل پر خپل ټوېټر لیکلي چې…

نور

کورونا افغانستان کې ۱۱ تنه ووژل، یو یې له ډاره ځانوژنه کړې

تاند، دوشنبه، د حمل ۱۸مه: د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې هیواد کې د دریو نویو مړینو په پېښېدو سره د کورونا له کبله د مړو شمېر ۱۱ تنو ته ورسېد. وحید الله مایار نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا یو ناروغ جوړ شوی، خو دوه تنه…

نور

ایروایشیا: د طالبانو او امریکا تړون د ماتېدو په حال کې دی

تاند، دوشنبه، د حمل ۱۸مه: ایرو ایشیا ورځپاڼې د امریکا او طالبانو د هوکړې د ماتېدو د قوي احتمال خبر ورکړی دی. دغه نشریه وايي، د امریکا او طالبانو تړون چې له ۲ کلونو په ترڅ کې له ۹ پړاوه مذاکراتو وروسته د فبرورۍ په ۲۹مه لاسلیک شو، تر ډېره د ماتېدو له ګواښ سره…

نور

۸