Categories

اعلان

Loading…

Category Archives: کلتور

دوې اونۍ له قرنطین وروسته/ اجمل پسرلی

د پراګ د دایفیسکا د لوی چوک دوکانونه بند دي. په یوه کونج کې یې هغه درملتون خلاص دی چې د کورونا تر خپریدو مخکې هم څلرویشت ساعته پرانستی و. دې درملتون ته نور کله د چا ډير نه ورپام کیدل ځکه چې کړکۍ یې وړه ده، لوحه یې هم کوچینۍ، خو نن یو اوږد…

نور

عبدالمجید بابی د قلم او مطالعې سړی 

  محمدابراهیم سپېڅلی، کندهار د کندهار داطلاعاتو کلتور ریاست د زاړه تعمیر په هغه اطاق کي، چي اوس د کندهار مجلې مدیریت دی یوڅو کسان په مجلس اخته دي. مااجازه واخیسته او ترسلام وروسته د مجلس کوونکو په کتار کي پر یوه زړه چوکۍ کښېناستم دلته نه یوازی دغه چوکۍ، بلکي اکثره پرتې چوکۍ او…

نور

د ګبریل ګارسیا مارکز د زوکړې ۹۳ کاله پوره شول

نن (سه شنبه د مارچ شپږمه) د نوبل د ادبي جايزې ګټونكى نامتو كولمبيايي ليكوال ګبريل ګارسيا ماركيز د زوکړې ورځ ده. ګبريل ګارسيا ماركيز د ۱۹۲۷ د مارچ په ۶ مه د کولمبیا په شمالي ښار (اراكاتاكا) كې دنيا ته سترګې رڼې كړې او د مور والدينو(نيكه ګانو) لوى كړ. ډېر وخت يې په…

نور

د کلي عامه کتابتون راڼه ستوري | نوراغا رحماني

د کلي عامه کتابتون، هلته کتابتونونه جوړوي چې خلک یې له امکاناتو بې برخې، د کتاب د تر لاسه کولو څخه بې وسه او په عام ډول کتابونو ته لاسرسی نه لري. د کلي عامه کتابتون کار کوونکي، په سوال او ګډایۍ کتابونه ټولوي، د خلکو دروازې ټکوي، پر خپرندیو ټولنو او لیکوالانو ګرځي، د…

نور

په بلوچستان کې د بلوڅانو د کلتور نړيواله ورځ ولمانځل شوه

خبریال: رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد (د کب، حوت ۱۲ مه  ۱۳۹۸) د بلوڅ کلتور نړيواله ورځ د بلوچستان د مرکز کوټې ترڅنګ د ايالت په ټولو بلوڅ مېشته سيمو کې د يو لړ مراسمو په  ترڅ کې ولمانځل شوه. د مارچ مياشتې دوهمه نېټه هرکال د بلوڅانو د کلتوري ورځې په توګه لمانځل کېږي. د کوټې ترڅنګ د ايالت په نورو بلوڅ مېشته سيمو لکه نوشکي، خاران،…

نور

د پوهنې انقلاب؛ امن عامه کتابتون

حبیب وقار د افغان کړېدلي ولس د کلونو جګړو او ورانيو د مرهم له پاره اړينه ده چې هېواد کې د پوهنې انقلاب راوستل شي. همدې هدف ته د رسېدو له پاره نن د ۱۳۹۸ لمريز کال د کب مياشتې په ۱۱ مه د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ د سنکيو په عالي ليسه کې…

نور

سوله مو په کتاب سره پيل کړه | حبيب وقار

سوله ژوند دی او سوله د ارامۍ نوم دی. که غواړو ارام ژوند ولرو او د خلکو ژوند ته هم هوساینه ورکړو، باید سوله ييز ژوند زده کړو څو ارام ژوند ولرو، خو زده کړه څنګه وکړو؟ زده کړه له کتاب کېږي او ډېری افغانان کتاب نلري، که يې لري هم د ښارونو او د…

نور

يو تاريخي تاثر | ساده حيدرخېل

۲ بجې ۲۷ دقيقې دي، نه ماسپېښين دی او نه مازيګر، لکه د ګران هېواد سياسي حالت. موسم داسې دی چې په پوره لمر کې هم سړی تنګېږي او په پوره سيوري کې هم، لکه د ګران هېواد سياسي حالات، د کور په انګړ کې جنوبي ديواله ته نيم سيوري ته يم او نيم لمر…

نور

۸