Categories

اعلان

Loading…

ګرانې سپوږمۍ! |هیله پسرلی

انا به مې ویل خبرې په زړه کې مه ساته. دا چې ځوانه وه، په کلي کې د دوی کور ته نږدې د اوبو ویاله وه، دې به ورته د زړه حال تیراوه. انا جانې به له ټوکو ویل: تاسې ښاریانې بیچاره ګانې خو نه ګودر لرئ ، نه ویاله نو هغه د تشناب اکرب…

نور

بیځایه/اجمل پسرلی

په میني بس کې نجلۍ د مور خواته ورنژدې شوه. مور یې ورو ورته وویل: -لږ درها خوا شه اوس خو کوچینۍ نه یې نجلۍ د مور په غاړه کې لاس واچاوه. د بس له تګ سره د نجلۍ سر د مور له اوږې ښکته شو، دی بیا هم خپل سر د مور له ولي…

نور

د اجمل پسرلی پر یوی لنډی کیسی څوخبری | ډاکتره شریفه شریف

 لنډه کیسه  زما په اند  روایتي نثر دی چې تر ډیره د لیکوال ‌ذهني تخلیق دی که څه هم کله د کیسې پلاټ کیدای شي د یوې رښتنی نه الهام اخیستی وي. لنډه کیسه کې د کیسې ټول توکي ، پلاټ ، پیښی او کرکترونه لري خو معمولا کرکترونه یې محدود دي. پیښې یې هم…

نور

زوی | اجمل پسرلی

د لاس شا مې تکه شنه شوې وه. د پيچکارۍ د ( کنول) ځای ته له پورته سیرم څک څک څڅیدل. په کوټه کې ورو ورو پسڼی و، په خبرو یې نه پوهیدم: «څوک به وي؟» د کړکۍ پر سر د راځوړندې سپینې پردې شا رڼه ښکاریده: «څو بجې به وي؟» « په اړخ به…

نور

تورسپین | اجمل پسرلی

په څټ کې یې پاتې تار تار سپینه ویښته وګیرول. په تلویزیون کې لګیدلې سندرې ته وزنګیده راوزنګیده: « ماته په سرو شونډو کتل مه کوه مړ به مې کړې  زما جانانه مړ به مې کړې….» د بوډا خوله ویړه شوه. مصنوعي غاښونه یې له خولې وختل، ژر یې په ژبه شاته کش کړل. لمسیانو…

نور

کیسې |هیله پسرلی

د پوهنتون د انګړ پر چوکۍ  ناسته وم. انستګرام مې کاته، سندره مې اوریده.   دا مې څنګ ته ودریده، ویې ویل: مزاحمه خو به نه یم.  ما غوږۍ له غوږه لرې کړه. دا کښېناسته.   ما یې په لاس کې د کتاب پوښتۍ ته وکتل: پردی، البرت کامو  وموسېده: پرون مې دې کیسه ولوسته، خوښه مې…

نور

جګړه/ هیله پسرلی

د کمیس درې سره ګروې یې خلاصې وې. د سینې ویښته یې نېغ نېغ ولاړ ول.  سړي غاړه په ګوتو وموښله، د پوست خیرې یې په ځمکه خطا کړې. د فلزي چایجوش چوشکی یې په سر واړاوه، له زنې یې اوبه وڅڅیدې. خوله یې په لستوڼي وچه کړه.  د نوکانو په سر یې چایچوش ټنګاوه او…

نور

مرګ/هیله پسرلی

لیزا مې  د لیسې د وخت تر ‍ټولو نږدې ملګرې وه. وروسته له ښوونځي بیلو ښارونو ته لاړو. لیدل مو کم شول خو نږدې والی همغومره و. تیره اونۍ خبره شوم چې لیزا د موټر په ټکر کې مړه شوه. عجیب احساس مې درلود. نه مې وژړل، نه مې دعا وکړه. خو  هغه ورځ مې…

نور

۸