Categories

اعلان

Loading…

د سولې په اړه دری ليدلوري او را روان حالات | علي محمدزی

د سولې خبرې تودې دي، ستړي او جنګځپلي هېوادوال ورته په تنده په تمه دي او شېبې شماري. خو د سولې په اړه دا څلور مطلقې او باوري خبرې له شکه لرې دي: ۱ـ امریکایان نه وځي. یوازې خپل حضور د هغې اړتیا له مخې بدلوي، د کوم هدف لپاره چې دوی افغانستان ته راغلي…

نور

د بدلون اتل ټولنیز شعور دی، چارواکي دې ډوزې نه ولي ـ مجید قرار

په افغانستان کې ژور اجتماعي بدلون را روان دی چې آثار یې د ځوانانو په ذهنیتونو، ارزښتونو، سیاسي انتخابونو، کلتور او رویه کې ډېر واضح لیدل کېدای شي. دا رنګ بدلون د تېرو شلو کلونو تر درنې پانګونې وروسته طبیعي دی. بالآخره، افغانه ټولنه هم یوه انساني ټولنه ده. سره له دې چې د دې…

نور

ناكامورا، د سړیتوب د دین استاځی – مجید قرار

جاپانی ډاکټر اروښاد له تېرو څو ورځو د هر افغان په آهونو کې دی، خو آیا موږ د هغه د کردار او کړنو پر ټولو اړخونو فکر کړی دی؟ آیا هغه یواځې د پروژو ماهر منېجر او یو امانتدار او ایماندار کارمند و؟ آیا هغه موږ ته تر اوبو، بندونو، کرهنې او کلینیکونو راکولو ور…

نور

د سلیقوي قضاوتونو پر ځای د څېړنې او علمي میتود اړتیا – مجید قرار

د سلیقوي قضاوتونو پر ځای د څېړنې او علمي میتود اړتیا زما او عقلمند کاکا ترمنځ دا محاوره له هغې وروسته پيلېږي چې عقلمند کاکا زما لخوا په ټولنیزو، ټولیزو او عمومي مسایلو کې فردي، عندي، عقدوي، او سلیقوي قضاوتونه تر سخت نقد لاندې نیسي، او ما ته وایي چې پر خپل عقل او خپلو…

نور

دولتداري او پیغمبري| مجید قرار

د اسلام د مکي او مدني دور تفاوت ته ډېر خلک ګوته نیسي. فرضاً د عدم تشدد د فلسفې مسلمان پلویان د اسلام په مکي دور استدلال او استناد کوي، هغه وخت چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم جهاد په ژبه کاوه، مسلمانان یې صبر، تحمل او زغم ته را بلل او ټول تمرکز یې…

نور

په دوه زره اوولسم کې ولسمشر ته استول شوی لیک/مجید قرار

د هغو دوستانو لپاره چې وایي قرار ولې پخوا غږ نه پورته کاوه، خپل دا لیک چې د دوه زره اولسم د سپتمبر په پنځه ویشتمه مې ولسمشر ته لاس په لاس استولی و، درسره شریکوم. ما لیک ځکه ولسمشر ته استولی و چې هغه له ما څخه پر احمدشاه مسعود د انتقاد پر سر…

نور

د افغانستان په راتلونکي ولسمشر کې اړین معیارونه/مجيد قرار

رهبري کوم ورک او نا تعریف شوی شی نه دی. رهبري معاصر علم دی او د دې علم په رڼا کې په تجربه شويو کې خو څه چې آن په ناتجربه شويو اشخاصو کې هم د رهبرۍ نښې، شرایط او صلاحیتونه اندازه کېدای او ارزول کېدای شي. زما لاندې ليکنه د کوم شخص په اړه…

نور

شاهنامه او تاریخي افسانې / عبدالباري جهاني

د فردوسي د شاهنامې تاریخي پس منظر: لکه څرنګه چي د فردوسي شاهنامه له عجایبو او غرایبو څخه ډکه ده او له سره تر پایه د شیرینو افسانو یو اوږد داستان دی، چي سړی یې فوکلوري تاریخ بللای سي؛ دغه ډول پخپله د شاهنامې تاریخ او د فردوسي تر قلم پوري رسېدلو نکل هم په…

نور

۸