Categories

اعلان

Loading…

د اجمل پسرلي “سفر” لنډي کيسې تحليلي څېړنه/ليکنه: اَنفال

د هنري لیکنو یوه ځانګړتيا دا ده، چي ډېر ژور مفاهم په لنډه توګه لوستونکو ته تداعي کړه سي او دغه ځانګړتيا د ښاغلي اجمل پسرلي په لنډو کيسو کي ډېره ښه احساسيږي. ښاغلی اجمل پسرلی د لنډي کيسه ليکني ځانګړی سبک او د سمبولونو د پر ځای کارولو خورا ښه ملکه لري، چي په…

نور

پردی/ اجمل پسرلی

یوه بجه مې څراغ ولګاوه. وچ ټوخي پسې اخیستی وم. خوب مې په سر شوی و. اوبه مې وایشولې. چای مې دم کړ. پیاله مې راته ډکه کړه : « دا یې هم د مهاجرت ژوند» د تاوده چای غټ غوړپ مې وکړ. ستونی مې لږ پوست غوندې شو. څراغ مې مړ کړ. له کړکۍ…

نور

دوې اونۍ له قرنطین وروسته/ اجمل پسرلی

د پراګ د دایفیسکا د لوی چوک دوکانونه بند دي. په یوه کونج کې یې هغه درملتون خلاص دی چې د کورونا تر خپریدو مخکې هم څلرویشت ساعته پرانستی و. دې درملتون ته نور کله د چا ډير نه ورپام کیدل ځکه چې کړکۍ یې وړه ده، لوحه یې هم کوچینۍ، خو نن یو اوږد…

نور

څوک/ اجمل پسرلی

د شنې غونډۍ په لمن کې هلته دلته چوکۍ ایښې وې. ټولې خالې وي یوازې پر یوې یوه نجلۍ ناسته وه، چې څرنګه مې سترګې پرې ولګیدې تور پاپي یې راته وغپل. دې لاس پرې تیر کړ، ماته یې وخندل. زه د غونډۍ بر سر روان شوم. دنګې ناجو ونې په شاوخوا نورو ونو کې…

نور

فعال / اجمل پسرلی

د بخارۍ مخې ته په جګو پښو کښیناست، میرمنې یې ور پرانیست بیرته یې پورې کړ. ده لاسونه د بخارۍ شاوخوا ونیول لکه غېږ چې پرې ګرځوي. میرمن یې له یو پنډ لرګیو سره راغله، سړي پایڅه جګه کړه: -دا لا په خټو شوې دي د هغو بوټونو به څه حال وي -د هغوی تلي…

نور

عینکي | اجمل پسرلی

میلمه د شنه چای ناشکن پیاله له لاستې ونیوله، جګه یې کړه مخکې تر دې چې خولې ته یې وروړي بیرته یې کیښوده. پر رکابۍ د پیالې له ټنګ سره د ګوړې له سره مچ والوت. میلمه ته په کم سوره کوټه کې مخامخ ناست سپین ږیري د چشمو له شا نیغ نیغ کتل. میلمه…

نور

لر او بر یو افغان یوه نعره یو حقیقت/ اسدالله مایار

د نړۍ په تاریخ کې ډېر داسې قامونه شته چې هغوي په څه نا څه وجه د یو بل نه جدا شوي دي او د دغه بېلتون وجې یا خو اقتصادي، سیاسي او جغرافیایي ستونزې وي او یا  جنګونه وي. خو دغه بېلتونونه ډېر وخت نه دي پاتې شوي او نه هم پاتې کېدای شي.…

نور

مکتب/ اجمل پسرلی

لکه تور اسکلیټ چې دې مخې ته ولاړ وي، لکه د اتم ټولګي بیالوژي استاد چې پر لویه سپینه پاڼه د انسان اسکلیټ تور رسم کړی دی، ښوونځی همداسې ښکارې، بیګا یې اور اخیستی، ښایي هغه رسم شوی اسکلیټ هم پکې سوځیدلی وي. سهار تر لمانځه وروسته چپړاسي په جومات کې کلیوالو ته کیسه تیره…

نور

۸