Categories
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د کورنا وایرسو له کبله نامخامخ غونډه وکړه

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د کورنا وایرسو له کبله نامخامخ غونډه وکړه

تاند – د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ په اویا کلونو کې په خپله لومړنۍ نامخامخ غونډه کې د کورونا پر ضد په ګډه د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ. د ناټو د غړدیو هیوادونو د باندنیو…

03 Apr 2020 خبرونه تاند No comments

نور

اعلان

Loading…

ابتدايي څېړنې ښيي چې مومند د نور په امر نیول شوی او وهل شوی دی

تاند- د بلخ د ولایتي شورا د غړي اصف مومند او د دغه ولایت د والي عطا محمد نور د وروستۍ قضیې څېړونکی پلاوی وايي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې مومند د مزارشریف په هوايي ډګر کې د عطا محمد نور په امر نیول شوی و.

د پلاوي یوه غړي عبدالحبیب جبارخېل، چې د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې غړی هم دی، نن/دوشنبه/ وویل، لومړنۍ څېړنې دا هم ښيي چې اصف مومند د مزارشریف په هوايي ډګر کې له نیول کېدووروسته د عطا محمد نور کور ته بېول شوی خو وروسته امنیتي ځواکونو ته سپارل شوی دی.

جبارخېل دا هم وویل چې مومند امنیتي ځواکونو ته په داسې حال کې سپارل شوی چې پر بدن یې ټپونه لیدل کېدل.

د قضیې دغه څېړونکي غړي په عین حال کې وویل چې تحقیقات لا هم دوام لري او پلاوی یې تمه لري چې ژر خپل راپور حکومت ته وړاندې کړي.

مومند د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د مزارشریف په هوايي ډګر کې وروسته له دې ونیول شو چې د بلخ والي یې په مالي فساد، خیشخوریو او د مځکو په غضب کې په لاس لرلو تورن کړ.

ده له خوشي کېدو وروسته رسنیو ته وویل چې عطا محمد نور او زامنو یې وهلی – ټکولی او د هغو دوسیو غوښتنه یې ورڅخه کوله چې ده په کابل کې رسنیو ته ښکاره کړي او د عطا محمد نور مالي فساد یې افشا کاوه.

نور د اصف مومند تورونه رد کړي دي.

د بلخ د والي ویندوی منیرفرهاد ویلي چې مومند به بل چا وهلی وي. ده دا خبره هم رد کړې چې ګنې مومند د عطا محمد نور په امر نیول شوی و.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *