Categories
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د کورنا وایرسو له کبله نامخامخ غونډه وکړه

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د کورنا وایرسو له کبله نامخامخ غونډه وکړه

تاند – د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ په اویا کلونو کې په خپله لومړنۍ نامخامخ غونډه کې د کورونا پر ضد په ګډه د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ. د ناټو د غړدیو هیوادونو د باندنیو…

03 Apr 2020 خبرونه تاند No comments

نور

اعلان

Loading…

امریکا د ۱ ملیارد ډالرو په ارزښت تاسیسات افغانستان ته بخښلي

تاند- په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د چارو څارونکې اداره وايي چې امریکا د افغانستان حکومت ته د نژدې یو ملیارد ډالرو په ارزښت جایدادونه بخښلي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د خاص سرمفتش ادارې نن /دوشنبه/ وویل، د ۲۰۱۰ میلادي کال له جنورۍ څخه د ۲۰۱۵ م کال تر فبرورۍ پوري د امریکا دفاع وزارت افغانستان ته د ځواک لېږد په لړ کې د ۸۵۸ ملیون ډالرو په ارزښت ودانۍ لکه پوځي اډې او پوستې سپارلي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا خاص سرمفتش وايي، د امریکا پوځ اجازه نه لرله چې دا وړې او لویې اډې د افغانستان پر حکومت وپلوري.

د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا مرستیال کرستین ابیزاید په یوه لیک کې ویلي:«که دا ځایونه بل پوځي اورګان یا د امریکا فدرالي ادارې ته نه شي انتقالیدای، تر ورانولو او یا پرېښودلو یې اسانه او ارزانه لار دا وه چې د افغانستان حکومت ته سپارل شوي وای.»

ده د مثال په توګه په هلمند کې د (Leatherneck) کمپ یادونه کړې چې ناټو د ۲۰۱۴ کال په اکتوبر کې خپل ماموریت هلته پای ته ورساوه او د هغه ودانۍ یې، چې شاوخوا ۲۳۶ ملیون ډالره ارزښت لري، د افغانستان دولت ته وسپارلې او په دې کار ټولټال نژدې ۳۹ ملیون ډالره ولګېدې.

 امریکا په افغانستان کې له خپلو ۷۱۵ اډو څخه، چې د جګړې په مهال یې ورڅخه کار اخیست، ۳۹۱ د افغانستان حکومت ته سپارلي، په سلو کې له ۵۷ څخه یې افغان ملي اردو کار اخلي.

د افغانستان ملي پولیسو ته له دغو اډو په سلو کې ۳۰ رسېدلي دي. نورې اډې د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت د نورو چارو لپاره ځانګړې شوي دي.

2 comments

  1. منيب احمد Reply

    کوم احسان ندى ځکه چې زمونږ حکومت له يو لک نه زيات هغه افغانان ورته بخښلې چې امريکايانو وژلي دي او په راتلونکي کې هم چې څومره وژلى شي په ايډوانس کې يې ورته بخښلي دي نو دامريکا نه زمونږ حکومت پر امريکايانو ډير مهربانه دى

  2. maher Reply

    که د اردو دا چارواکی وی انشاالله به کم وخت کی به ددی تاسیساتو تول شیان به بیشور کی وگوری.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *