Categories
ولسمشر غني ځینې خپل واکونه امرالله صالح ته ورکړل

ولسمشر غني ځینې خپل واکونه امرالله صالح ته ورکړل

تاند، جمعه، د حمل ۱۵ مه: ولسمشر غني په یو تازه اقدام کې ځینې خپل واکونه لومړي مرستیال امرالله صالح ته ورکړل. د کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو ته د ځمکو وېش او له ملګرو ملتونو، نادولتي ادارو او مدني…

03 Apr 2020 خبرونه م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

اعلان

Loading…

وسله والو طالبانو په هلمند کې ۲۰ افغان پولیس ووژل

تاند- وسله والو طالبانو تېره شپه د هلمند ولایت په موسي کلا ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو په حمله کې شاوخوا ۲۰ تنه پولیس وژلي دي.

د پولیسو یوه چارواکي محمد اسماعیل هوتک نن وویل چې دا برید په موسي کلا ولسوالي کې د پولیسو پر پوستو وشو.

موسي کلا ډېر کلونه د طالبانو یو مهم مرکز و.

د ده په وینا په دې برید کې ۱۰ پولیس نور ژوبل شوي او داسي ښکاري چې طالبانو ته هم سخته مرګ ژوبله اوښتې وي خو د شمېر په اړه یې دقیق معلومات نه لری.

هوتک وویل چې تر نن سهار پوري لا هم په سیمه کې جګړه روانه وه.

تېره میاشت وسله والو طالبانو د هلمند په نوزارد ولسوالۍ کې ۱۹ افغان پولیس ووژل.

3 comments

  1. Fahim Reply

    اشرف غني صاحب دا هم ستا د مذاكراتو تتيحه. والله كه دا حرموني نور مخي پنجابيان خپل په يوه خبره هم عمل وكري،ددوي تول عمر په منافقت اوحراميتوب كي تيرشوي په دوي باور كول غلط كار دي

  2. mirajan Reply

    سبا دی بیا ضرب العجل نیته ورته تاکی ددغو پلیسو او که ددی خوا مره دی یا دهغی خوا مره دی دهغو دمور او پلار ادهغو داولادو پشان ستا اولاد ستا ماینه وژره وی

  3. گل محمد Reply

    دا ستاسو د مذاکراتو نتیجه ده شه ورته ځیر شه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *