Categories

اعلان

Loading…

کږه کتنه! – شفیق امیرزی

زموږ ټولنه تر ډیره یوه دودیزه ټولنه ده، ډیر څه د یوه دود پر بنسټ مخ ته ځي هغه که هر څه وي آن تر دې چې  په دیني او مذهبي اصولو کې هم دودونه ګډوو، په څه کې مو چې ګټه وي افراط او په څه کې مو چې تاوان وي تفریط کوو.

دا دودونه مو آن تر علم او هنره هم راغلي دي کله چې یو څه وایو نو بل مو مخ ته ودرېږي چې مشرانو داسې نه دي ویلي که چا ته وايي چې د غزل تعریف خو یې له منځپانګې سره توپیر لري دو وایی  مشرانو همداسې تعریف کړی.

په یوه غونډه کې وم د یوه شاعر په شعر کره کتنه وه د ځینو ځاینو په یادولو یې ورسره زیاته کړه چې موږ باید  له هغه سرحده چې مشرانو ټاکلی، وا نه وړو ځکه دوی هغه کسان دي چې د ادب په مخ کې ولاړ دي.

زموږ مشران له موږ نه فکر نه کوم دا وغواړي چې موږ د دوی پر ګام ګامونه کیږدو دوی به دا غواړي چې د دوی لاره نوره هم بره او هسکه کړو، کله چې غواړو پرمخ لاړ شو نو هرو مرو به له هغه ځایه تېریږو چې مشران وو.

د مشرانو میراث موږ ته یوازې یو مشعل دی یا یوه علامه ده چې د لارې لوری راښيي، نور دا زموږ کار دی چې په هغه لاره تر کومه ځایه ځو.

نن سبا کره کتنه تر ډیره د ځان ښوودنې لپاره ده ځینو ته دا ښه ښکاري چې د فرهنګیانو او ادیبانو پر  وړانددې خبرې وکړي یوازې د خبرو تږي وي خو دې ته باید پام وکړو چې کره کتنه د ځان ښوودنې لپاره نه ده  دلته د یوه لیکوال د فکر او زیار مسله ده.

موږ تل کله چې کره کتنه کوو یوازې دا وایو چې لیکوال ته مبارکي وایم دومره مبارکي وایو چې اوریدونکي مو ستړي شي یوازې د دې لپاره چې د لیکوال په زړه کې ځای ونیسو یا دا چې تر یوه حده مو ځان مثبت ښودلی وي نو پر اثر د پلوۍ خبرې کوو.

په بهیرونو او مخکتنو کې څو تنه د خبرو د تندې د ماتولو لپاره دريځ ته لاړ شي او خپلې خبرې په دې کلیمو پیل کړي چې؛ دا کتاب پرون را ته ورسید یا مې نن تر لاس کړ یا وايي چې همدا اوس مې را واخیست نو څه مې ذهن ته راغلل و مې غوښتل له تاسې سره یې شریک کړم، دا سمه ده ډیر داسې کسان به وي چې په یو وار کتو په کتاب کې ډیرې ځوړ او لوړ پیدا کړي خو هغه کسان بیا د دريځ پر سر له خبرو مالومیږي.

خو ځینې بیا داسې وي چې خپلې خبرې پیل کړي نو پوه نه شي چې سر یې کوم وو او بر یې کوم وو دوی هومره خپلې خبرې بې سببه اوږدې کړي چې د غونډې ګډونکونکي مجبوره شي یا فیسبوک ته پناه یوسي او یا دا چې په غونډه کې غونډې جوړې کړي.

تنکي ځوانانو خو بیا لا تر دې بتره په غونډه کې ډلې جوړې کړي چې د دوی په پلوی خبرې وکړي یا ورته چک چکې وکړي.

موږ تر ډیره له ځینو څېزونو سره همداسې سطحي چلند کوو ځکه هر څه را ته امانت ښکارې داسې ښکارې چې هر څه همدا نن لري سبا نه په داسې حال کې چې کره کتنه د راتلونکې ادب لپاره ښکلې ګلان پرانېزي ډیرې داسې غوټی به وې چې کره کتنې په ګلانو بدلې کړې وي.

کوم هنر پالی چې کره کتنې ته درناوی وکړي کره کتنه سمه تر سره کړي هغه کسان په خپل هنر کې مخ ته ځي.

بله خبره چې ډيره په کره کتنو کې رامنځ ته کیږي هغه د مشرانو او کشرانو مسله ده دا خبره باید و منو چې هنر په عمر پورې اړه نه لري کیدای شي ډیر داسې کم عمره کسان ولرو چې په هنر کې پوره ځلېدلي وي او ډیر داسې ډير عمره کسانو شته چې لا یې هم څوک نوم نه اخلي.

نو په کره کتنه کې د ټولو نظر مهم دی که هغه ځوان وي که زوړ ډیر عمر په ادب کې وي که لږ د ټولو نظر د قدر وړ دی باید وخت ورکړل شي.

کره کتنه نن سبا په یوه سر ګرمی بدله شوې ده چې ځینې کسان له موقع څخه په استفادې د څه ویلو شوق کوي چې په دې لړ کې د پوه کسانو او هغه کسانو خبرې چې په ادب کې پوره پوه او مطالعه لرې ورکې شي.

د لیکوال زړه ډیری وخت د کره کتونکو تر منځ د شخصي ستونزو له امله مات شي کره کتونکي تر خپل منځ سیالي کوي هلته یې د پنځګر په اثر لوبې کړې وي پنځګر دې ته حیران وي چې د چا خبره ومنم.

کره کتنه شخصي نه ده چې هر څوک هر څه ووايي، بلکه هر څه چې وايي باید په فکر او پوهه یې ووایې په کره کتنه کې د شخصي عقدو شریکول پنځګر او ادب ته تاوان پېښوي.

خو که کره کتنه په سمه توګه تر سره شي پنځګر ته سمه لارښوونه وشي دا به د راتلونکې لپاره هم د یوه کس روزنه شوې وي هم به ګډونوالو له غونډې خوند اخیستی وي او بله دا چې د کره کتنې حق به ادا شوی وي.

پوره او سمه کره کتنه د ادب د لوړولو تر ټولو ښه لاره ده.

خو که کره کتنه کږه کتنه شي د ادب او پنځګر لپاره وراونوونکی ګذار دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸