Categories
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د کورنا وایرسو له کبله نامخامخ غونډه وکړه

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د کورنا وایرسو له کبله نامخامخ غونډه وکړه

تاند – د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ په اویا کلونو کې په خپله لومړنۍ نامخامخ غونډه کې د کورونا پر ضد په ګډه د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ. د ناټو د غړدیو هیوادونو د باندنیو…

03 Apr 2020 خبرونه تاند No comments

نور

اعلان

Loading…

د کابل په مظاهره کې ۳ تنه وژل شوي ، ۷ ژوبل دي

تاند- د کابل په ختیځ کې نن د فرانسوۍ مجلې چارلي ابدو له لوري د حضرت پیغمبر د کاریکاتور د خپرېدا په اعتراض کې په مظاهره کې ۳ تنه ووژل شول.

شاوخوا ۵۰۰ تنو په هوتخېلو کې مظاهره وکړه. دوی «مړه دې وي فرانسه» او «مړه دې وي د اسلام دښمنان» نارې یې وهلې.

د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ په ډزو کې اووه تنه نور ژوبل شوي دي.

پولیس په مظاهره کې د چا د وژلو ادعا نه تاییدوي خو وايي چې دوه پولیس ټپیان شوي دي.

پولیس همداراز ادعا کوي چې ځینو مظاهره چیانو وسلې لرلې او هغوی په خپله ډزې کړي خو مظاهره چیان وايي چې پولیسو هم ډزې کړي دي.

پولیس وايي چې مظاهره چیانو هر لور ته تیږې ویشتې او دوی د مظاهرې د تیت پرک کولو لپاره هوايي ډزې کړي دي.

د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي وویل:«د مظاهره چیانو په منځ کې ځیني غیرمسووله وسله وال موجود ول چې پر پولیسو یې ډزې وکړې.»

تر دې مخکې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د فرانسوۍ مجلې پر خلاف سوله ییزې مظاهرې شوي خو په کابل کې دا درېمه مظاهره ده.

ویل کېږي چې مظاهره چیانو مخکې تر مخکې امنیتي چارواکو ته د مظاهرې په اړه خبر نه و ورکړی.

6 comments

  1. Kabuliwala Reply

    ستاس یی په چارلی هبدو ځه؟
    عربستان غلی ناست ده او تاسی تاوده یاست

  2. akbary S.S Reply

    زه دافغانستان خلکوته حيرا ن پاتی يم ،چارلی چيرته اوتا سو چيرته خبره داده چی په خپل وطن کی مو داسلام ضد عمل چي عاميلين يي خپله مسلمانان دی هيڅ کوم کار نه کوی،همدغه، داعش او طالبان داسلام خلاف کارونه کوی تاسی اول هغوی ته جواب ورکی اوبيانو چي مو خپل کور جوړ که نوبيا دجهان داسلام غم وخوری دافغانستان دولت په دی هکله خپل دريځ څرګند کړ همدا بس ده.دچارلی اصلی عاملين بايد پيدا سی دا يوه معلومداره نړيواله توطيه وه خپله دنړی په مطبوعاتو دايوه توطيه بلل شوی.زموږ خلک ديوی ګولی ډوډی پسی سرګردان دی دهغوی غم وکی . ستاسی مظاهری هيڅ ځای نه نيسی،فقط عام خلک په تکليف کوی،داد اسلام دعالمانو کاردی چي په څه ډول دفاعيه جوړه کړی.بل عجيبه خوداده چی داسلام ټيکه داران تنها افغانان دی؟ الله دی زموږ مسلمانان په قرانی لاره اوسمه لاره روان کی.

  3. رفیع الله Reply

    افسوس چي موږ ته د مظاهرې چل هم نه راځي. سړیه دلته د وسلو لرلو او پر پولیسو د ډزو کولو څه حاجت وو په پنځه سووه مظاهرهجیانو یې لکه چي وطن فتح کولو

  4. د . ا . عثمان . ر Reply

    .د اسلام ټیکه داران ، خو له اسلامه نا خبره

  5. Abdul Rahman Shinwari Reply

    دوی چی خدای بی لاری کړی نو هیڅ وخت به په لار نشی

  6. Faizanulhaq Reply

    دا ضرورې نده چې وواېو عربستان څه کوې اسلام ېواڅې د عربانو ندې

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *