Categories
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د کورنا وایرسو له کبله نامخامخ غونډه وکړه

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د کورنا وایرسو له کبله نامخامخ غونډه وکړه

تاند – د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ په اویا کلونو کې په خپله لومړنۍ نامخامخ غونډه کې د کورونا پر ضد په ګډه د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ. د ناټو د غړدیو هیوادونو د باندنیو…

03 Apr 2020 خبرونه تاند No comments

نور

اعلان

Loading…

د پکتیکا نوي والي د ټولو ولسوالیو اړتیاوې ارزوي

د پکتيکا والي انجنير عبدالکريم متين وايي، چې د دې ولايت د ټولو ولسواليو د ملکي او نظامي ادارو ارزونه او د ولسونو د اړتياوو په نښه کول يې د اداري رئيسانو پر مټ  پيل کړي دي، ښاغلی متين وايي، د پکتيکاوالو غوښتنې او اړتياوې به په نښه او د يوه منظم پلان له مخې به يې ولسمشر، اجرائيه رئيس او مرکزي وزارتونو ته د حل په موخه ورسوي

د پکتيکا والي انجنير عبدالکريم متين چې تازه يې ددې ولايت د والي په توګه دنده پيل کړي وايي، چې د اداري سمون په موخه يې ددې ولايت د رئيسانو پر مټ  د ټولو ولسواليو د ملکي او نظامي ادارو ارزونه پيل کړي، ښاغلی متين وايي له ارزونې وروسته به د اړتيا پر مهال اداري اصلاحات هم رامينځته کړي

ښاغلي متين زياته کړه چې د ښې حکومتولۍ، ډاډمن امنيت، متوازنې ودې، د پوهنې زراعت روغتيا او پاتې نورو برخو کې يې د پکتيکاوالو د غوښتنو راټولول او د اړتياوو په نښه کول يې پيل کړي دي، نوموړی وايي چې ددې ولايت د اوسېدونکو ټولې غوښتنې او اړتياوې به د يوه منظم پلان له مخې د حل په موخه ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائيه رئيس او مرکزي وزارتونو ته ورسوي

د پکتيکا والي ددې ولايت پر اوسېدونکو غږ وکړ، چې پدې چاره کې ورسره مرسته وکړي ترڅو پدې ولايت کې شته ستونزو ته د ولس په مرسته د پای ټکی کېښودل شي

د يادولو ده پکتيکا ولايت د موقعيت له پلوه خورا مهم بلل کيږي، چې زياتو بسټيزو پروژو ته اړتيا لري، دا به راتلوونکی په ډاګه کړي چې د ملي يووالي حکومت مرکزي وزارتونه دې ولايت ته څومره پام وراړوي.

د پکتيکا ولايت مقام د رسنيو دفتر

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *