Categories

اعلان

Loading…

داعش ډلې پر افغان سیکانو د برید کوونکي پنجابي انځور خپور کړ

تاند، جمعه، د حمل ۸مه: داعش ډلې د هغه پنجابي بریدګر انځور او هویت خپور کړ چې په کابل کې یې د اهل سیک افغانانو پر درمسال خونړی برید ترسره کړی و.

افغان سیکانو ویلي، د چهارشنبې په ورځ د شور بازار پر درمسال بریدګر په پنجابي ژبه خبرې کولې او د ماشومانو په ګډون یې لږ تر لږه ۲۵ تنه سیکان ووژل.

همدا راز د ملي امنیت یوې سرچینې هم تاندته وویل، چې دغه برید په پاکستان کې حقاني شبکې پلان کړی و.

بلخوا داعش ډلې هم د یو پنجابي وګړي انځور خپور کړی او ویلي یې دي چې د شور بازار پر درمسال برید لپاره یې د ابوخلیل الهندي په نوم کس استولی و.

د چهارشنبې په ورځ د کابل په یو درمسال برید کې د کورنیو چارو وزارت لږ تر لږه د ۲۵ تنو مړینه او د ۸ نورو ژوبلېدل تایید کړل.

 دا لومړی ځل نه دی چې افغان سیکان د ترهګریزو بریدونو ښکار کېږي، بلکې تر دې وړاندې په ۲۰۱۸ کال کې هم د ننګرهار په جلال اباد ښار کې یو ترهګریز برید د سیکانو او هندوانو په ګډون ۱۹ تنه ووژل.

 په هغه برید کې د پارلماني ټاکنو لپاره د سیکانو یوازنی نوماند اوتارسینګ خالصه هم ووژل شو.

1 comment

  1. یفتلی Reply

    تروریسم ابزار توسعه پاکستان د افغانستان و منطقه است . تمامی تروریستان از طالب ګرفته تا داعش در پاکستان تربیه و تجهیز ګردیده و بعدآ برای کشتو کشتار به افغانستان و به ممالک دیګر در منطقه مانند ایران ، هند ، اسیای میانه و شرق میانه صادر میګردد . جهان ، ملل متحد ، و کشورهای منطقه چرا در کشت و کشتار عامه توسط ګروپ های تروریستی که از پاکستان صادر میګردد صرف تماشا میکنند ، باید پاکستان در لست سیاه ممالک حامی تروریسم شامل ګردد و تحت فشار کافی بیاید که ازین پالیسی غیر انسانی و غیر بشری آنهم در قرن بیست ویکم دست وردار ګردد . تروریسم پاکستانی حتی از حمله به مساجد ، مکاتب ، درمسال ، شفاخانه ها ، پیر ، جوان ، طفل ، زن رحم ندارند ، حتی تخریب باغات ، پلها ، سرکها ، چشمه ها ، و بندهای آب ، زراعت هم دریغ نمیکنند چه رسد به کشتار بی رحمانه انسانها . حمله دیروز به درمسال اهل هنود یک ثبوت عینی است ، که مطابق اطلاعات امنیت ملی افغانستان : ګروه حقانی که مربوط طالبان است مسؤل این فاجعه شناخته شده است . البته شواهد عینی و اسناد زنده درین ۲۵ – ۳۰ سال حملات تروریستی در افغانستان در دست دولت افغانستان موجود است که فوج و دولت پاکستان حامی و پرورنده تروریسم در افغانستان است ، باید ملل متحد ، جامعه جهانی و سازمانهای حقوق بشر تحقیق نموده و فوج پاکستان و دولت پاکستان را به خاطر این همه کشتارهای عام در منطقه شدیدآ مجازات نماید ، حتی لازم است که علاوه ازینکه پاکستان باید غرامتهای جنګی به خصوص په افغانستان بپردازد ، فوج پاکسان باید خلع سلاح اتمی ګردد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸