Categories

اعلان

Loading…

سوله جنګي خدعه نه، بلکې ديني فريضه وګڼئ|  عبدالوحید وحید

سوله زموږ ملي او حياتي اړتیا ده او د همدغې اړتيا ترلاسه کول باید په ملي او افغاني روحیه وڅيړل شي. تلپاتې او اغيزمنه سوله هغه وخت راتلای شي چې د قضیې ټول جنګي، ملي او سياسي اړخونه پکې رغنده رول ولوبوي. د هيواد د هرې برخې د پرګنو ګټې پکې د ورورولي او انصاف پر بنسټ خوندي پاتې شوې وي. له بده مرغه داسې ښکاري چې حکومت او طالبان هڅه کوي چې سوله د يوې محاربوي خدعې په توګه د خپلو ګټو پر محور راوڅرخوي؛ ځکه خو په زغرده ويلای شو چې نه حکومتي او نه هم د طالبانو مذاکراتي ټيم په بشپړه توګه د ملت استازيتوب کوي. 

د سولې په نوم له هوکړه لیک څخه وروسته بيا هم د جګړو په کرښو کې اوسنى شدت د هوکړه لیک له روح او روان سره په ټکر کې دی، د سولې او خبرو له فرصتونو سره سره پر جګړو باندې زور اچول، د واک د انحصار او يا هم په واک کې د پاتې کېدو لپاره د خپلې ډلې په محوري رول باندې فشار، د بن په غونډه کی د طالبانو نه شتون او بالعکس د شمال ټلوالې ته ځواکمن رول سپارل، زموږ د سياسي تاريخ په ګالري کې هغه کرغيړن انځورونه دي چې زموږ د تيرو لسيزو سياست يې بدرنګه کړی دی. 

په لنډمهاله، منځمهاله او دواړو ټاکنیزو دورو کې د زورواکو او توپکواکو برلاسى، په حکومتي ادارو کې پراخ اداري فساد، غصب، بې عدالتي د ديني او ملي ارزښتونو توهين، په سرکونو لارو کې بمونه، د ګڼه ګوڼې په ځايونو کې انتحاري بريدونه، ړندې بمبار، شپېني عملیات او د کورونو تالاشي، په خواله، ټولنيزو او نورو رسنيو کې د حکومت او طالب چارواکو او يا هم د هغوى د پلويانو لخوا د سپکاوي او نامناسب الفاظ کارول او د دواړو لوریو لخوا په عيني واقعيتونو باندې سترګې پټول، هغه تشې دي چې د سولې مخه يې ډب کړې ده.  د واک لپاره جګړه يوازې زموږ تر جغرافيې پورې محدوده نه ده، په ډيرو هیوادونو کې د واک ترلاسه کولو لپاره جګړه شوې، خلک وژل شوي او هيوادونه وران شوي دي؛ خو زموږ يوه هغه ستونزه چې له نورو څخه مو بيلوي، دا ده چې موږ د واک پر سر په کورنۍ جګړه کې د خپل کورني مخالف لوري د ماتولو لپاره هره پردۍ دروازه ټکولاى شو، هره ديني صبغه او ملي حربه کارولاى شو، هر چا ته لاس نيولاى شو او موخو ته د رسيدو لپاره له هرې پولې اوښتلاى شو. بله ستونزه چې يوازې مونږ ورسره مخ يو، دا ده چې هر هېواد کې چې کورنۍ جګړه کې يوه خوا بريا مومي نو نظام نه ړنګوي؛ ملي ارزښتونه، ملي ګټې او بنسټونه نه نړوي، خو زموږ په هېواد کې واک ته رسيدونکې ډلې د واک پر ګدۍ له کيناستو وروسته نظام ړنګوي، ملي بنسټونه له منځه وړي او ترلاسه شوي پرمختګونه لولپه کوي؛ متاسفانه چې دغه ډلې بيا په خپله د پرمختګونو هيڅ پړاو نشي وهلاى.

د سولې په تړاو يو بنسټيز اصل باید ومنو؛ هغه دا چې سوله له ټولو خواوو څخه قرباني، انعطاف، تنزل، له خپل دريز او غوښتنو څخه تيريدل، له مخالف لوري سره د ګډو ګټو لپاره د سولې او ارامي په فضأ کې ګډ ژوند او کار کولو ته سوله ويلاى شو. ځينې سياستوال متأسفانه د حکومت او نظام ترمنځ توپیر نشي کولاى او يا هم کله کله عمداً نه غواړي حکومت او نظام سره جدا کړي. نظام هغه سیاسي سستم دی چې يوه ټولنه يې د خپل درې ګونو قواو سره، د خپل اساسی قانون په چوکاټ کې د خپلو ملي، عقیدوي او ټولنيزو ارزښتونو دفاع او ساتنه کوي، خو حکومت د خلکو يوه ډله ده چې د يو ځانګړي تړون له مخې په يو ځانګړي قانوني چوکاټ کې اجرائیوي کارونه پرمخ وړي.  اوس موږ يو ځل بیا د تاريخ په خورا حساس پړاو کې قرار لرو، د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شوئ دی، د سولې لپاره په نړيواله او سيمه یيز کچ فرصتونه رامنځته شوي او زموږ ولس د بين الافغاني مذاکراتو بريا ته د انتظار شېبې شمېري؛ خو ځینې نيمګړتياوې هم شته، هغه دا چې موږ په کور دننه د سولې په تړاو د ملي او سياسي اجماع له نشتون سره مخ يوو، زموږ ډير سياسي مشران د واک د هوس په ويروسي رنځونو اخته دي، د هيواد او ولس ګټې نشي ارزولاى، ايمانونه يې نيمګړي او وجدانونه یې يقيناً ويده دي. د وسلوال مخالف لوري په څرګندونو کې تر اوسه د سولې لپاره د ولس او هېواد د ګټو لپاره د انعطاف او تنزل هيڅ ډول څرک نه لګيږي، د طالبانو مذاکراتي ډله که ملي نه ده، نو طالباني خو حتماً ده، مګر د حکومتي ډلې له احتمالي نوملړ څخه څرګنديږي چې مذاکراتي ډله کې دوه ډوله افراد شتون لري چې يو يې ارګ ميشتو ته ژمن او بل لوری يې د سولې مخالف ځواک جوړوي. د حکومت شريکان او ايتلافي ملګري هم له مذاکراتي پروسې څخه بهر ساتل شوي او هيڅ ډول سلا مشوره ورسره نه ده شوې. موږ په ځينې مواردو کې د ولسمشر قاطعیت منو، د هغو زورواکانو پر وړاندې يې سخت غبرګون د ستاينې وړ دی چې د نوموړي قانوني واک ته ګواښ ګڼل کيدل؛ د ګاونډيانو رحم او کرم ته يې د ولسي اميد ګراف راکښته کړی دی، خو په دغه واقعیت هم د شک او تردد ځاى نه وينو چې اوسني ترينګلي حالت ته د هيواد په رسولو کې ولسمشر بري الذمه نه دی. ولسمشر ګڼې ستونزې او نيمګړتياوې لري، د ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلی، ځان يې د يوې داسې وړوکې، خو مبهمې او مرموزې کړۍ په محاصره کې بند کړی، نه ملي ارزښتونه پيژني او نه هم ولسمشر په ځمکنیو حقایقو او عيني واقعيتونو خبروي. د ولس له اصلي ستونزو، غوښتنو او اړتیاوو نه خبريږي، فکر کوي چې ولس په کابل او نورو لويو ښارونو کې د ځوانانو او ښځو د حقونو د خونديتوب تر نوم لاندې د پرديو په مالي لګښت جوړ شوي جوړښتونه دي چې ولسمشر غني ته د چاپلوسي او غوړه مالي په موخه وړ القاب ورکوي. ملت او ولس پرځای پريږدو، له خپل نيم حکومت، سياسي شریکانو او يا په بل عبارت له ايتلافي ملګرو سره هم په مشورو باندې باور نه لري او يا سلا او مشوره ورته بې ارزښته کار ښکاريږي. 

که سولې ته د رسيدو په موخه د تيرو کلونو بې ګټې هڅې او نوښتونه یوه ناکامه تجربه وګڼو، نو اوس باید پوه شوي اوسو، تر هغو چې ښکېلې خواوې سوله د مخالف اړخ تسليمي او يا هم د سولې هوکړه جنګي تاکتیک ګڼي، حتماً به مو ستونزې لکه د اوس په شان په ټپ ولاړ حالت کې ايسارې وي. له يوې خوا د ښکېلو اړخونو په دريزونو کې مټکورتيا او يو د بل پر وړاندې منفي تبليغاتي جګړه او له بلې خوا د امریکا او طالبانو ترمنځ په هوکړه لیک کې ګڼې پيچلتياوې، ابهامات د بنديانو د خلاصون او د بين الافغاني مذاکراتو پيلولو پروسه په جدي توګه له ستونزو سره مخامخ کړې او د سولې په هکله د ولسي هيلو غوټۍ سپړيدو ته نه پرېږدي. د حکومت لخوا کله سولې او کله د سولې مذاکراتو ته د مختلفو شرطونو ايښودل، کله په مذاکراتي ټيم کې مرموز مجهول او د سولې مخالف عناصر ځای په ځاى کول او له بل پلوه د طالبانو لخوا د افغانستان د ستونزې د مشروع اړخ په توګه د حکومت له منلو او ورسره له مخامخ خبرو څخه بيځايه او غير موجه انکار هغه ستر خنډونه دي چې د روښانه او هوسا راتلونکي په هکله يې د افغانانو باور ته زيانونه اړولي دي. امريکايانو هم له طالبانو سره د دوه اړخیز تړون له جرياناتو څخه د حکومتي اړخ بهر ساتل او په هوکړه لیک کې داسې ژمنو ته ټټر وهل چې د هغو کړنو اجرائیوي اړخ مطلقاً په افغان حکومت پورې تړاو لري، د افغانانو ترمنځ د دغې هوکړې په تړاو د بې باوري واټن زيات او د سولې د پروسې بريا يې له ګواښونو سره مخ کړې ده. حکومت يې د امریکا په نيت او نوښت بې باوره او د سولې پروسه لا پيچلې کړې ده؛ داسې ښکاري چې دا هر څه د عارفانه تجاهل په توګه ترسره شوي دي. په هر حال، هغه څه چې له پوره باور سره يې ويلاى شو دا دي چې حکومت او طالبانو هم تر اوسه په څرګنده توګه نه یوازې د سولې اړوند کوم جدي او پريکنده ګام یې نه دی پورته کړی، بلکې نښې نښانې ټولې دا ښيي چې دواړو خواوو سوله د يو محاربوي تاکتیک په توګه ټاکلې ده، که د دواړو خواو نيت، اراده او ژمنتیا همدغه شان دوام مومي چې حکومت د تلپاتي سولې د قيمت په توګه په خپل چوکاټ کې له بدلون څخه مطلق انکار کوي او طالبان د سراسري سولې لپاره د خپل نسکور شوي امارتي نظام د بيا نافذولو او ارګ ته د رسيدو هوډ لري، نو دغه مټکوره تګلاره به زموږ ولس او هيواد د يوې نه ختمېدونکي جګړې پر لاره ورسيخ کړي چې نه به ګټونکی لري او نه هم بايلونکی. د زیات خفګان ځاى دی چې زموږ په هیواد کې ارګ ته د ننوتلو هوا او هوس د جګړو د کورنيو بعدونو بنسټیز لامل جوړوي، د واک ترلاسه کولو لپاره څوک د توپک شپيلۍ، بم او باروت کاروي، څوک غور او فش جوړ کړي او څوک هم د نه منم، غره ته پورته کيږم، یا لارې نیولو پلمې جوړوي. له تيرو څلورو لسیزو راهیسې پورتنيو سرټمبګیو معکوسې پايلې درلودلې دي. واک ترلاسه شوی، خو واک ساتل او ولسي چوپړتيا يوازې خوب پاتې شوی دی. اوس هغه وخت را رسيدلی چې د واک ترلاسه کول له قانوني بنسټونو، قانوني لارو او د قانوني پروسې په مرسته د اهليت، خدمت، صداقت، ابتکار او نوښت په کارولو او د ولسواک نظام له لارې شونتيا ومومي. د حکومتولي پرمهال الهي احکامو او د ولس سياسي ارادو ته سر ښکته کړي، د خپل کار او فعاليت د ارزونې معيار او مقياس په ولسي ژوند کې د پرمختګ او ودې کچه وګرځوي، سياسي قدرت ته د ثروت، شهرت، شهوت او پر نورو د واکمنۍ او بادارۍ په سترګه د کتلو زوړ، فاسد، مردود او منفور دود د تل لپاره ختم شي. واک ته رسيدل او له واک څخه لېرې کيدل باید د ولسي رايو او قانوني صبغې له مخې وي چې چاته تر کومو شرايطو لاندې، د څومره وخت لپاره او په کوم چوکاټ کې د خدمت کولو دنده سپاري.


عبدالوحید وحید

د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند سرپرست او د سیاسي کمېټي رئیس

1 comment

  1. محمد رسول Reply

    ډیره هر اړخیزه او له حقیقتونو ډکه مقاله وه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸